د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۴۸

د تکواندو ملي لوبډلې ته د نثار احمد عبدالرحیم‌زي بېرته راتګ


عبدالرحیم‌زی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د یوازني افغان لوبغاړي په توګه توانېدلی و چې د نړۍ د ځوانانو د تکواندو په سیالیو کې د برنزو مډال خپل کړي.

نثار احمد عبدالرحیم‌زی بېرته د تکواندو ملي لوبډلې ته راګرځي.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي چې د برنزو د مډال ګټونکی نثار احمد عبدالرحیم‌زی چې نږدې پنځه میاشتې وړاندې د چارواکو د نه‌پاملرنې له امله د افغانستان د تکواندو د ملي لوبډلې نه تللی و بېرته له لوبډلې سره یوځای کېږي.

ښاغلی عبدالرحیم‌زی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د یوازني افغان لوبغاړي په توګه توانېدلی و چې د نړۍ د ځوانانو د تکواندو په سیالیو کې د برنزو مډال خپل کړي.

دا د روح‌الله نېکپا له دوه مډالونو وروسته چې د المپیک د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ میلادي کلونو په سیالیو کې يې ګټلی وو د افغانستان لپاره مهم مډال بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG