نړیوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په ننګرهار کې د دوو امریکايي سرتېرو د وژلو او شپږو نورو ټپي کېدو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
- ګارډين
بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډين د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د يوه افغان پوځي په ډزو د دوو امريکايي سرتېرو پر وژل کېدو او شپږو نورو پر ټپي کېدو ليکنه خپره کړې ده.
د ورځپاڼې په ليکنه، د امريکا پوځ ويلي دغو امريکايي سرتېرو ته وروسته له هغې مرګژوبله واوښته چې د شنبې ناوخته د افغان پوځ په يونيفورم کې يوه تن پر دوى ډزې پيل کړې.
د امريکا د پوځ يوه وياند ويلي، افغان او امريکايي پوځيان په پوځي عملياتو بوخت وو چې د ملي اردو په يونیفورم کې يوه تن د خپلې وسلې خوله پر دوى وربرابره کړه.
د افغانستان دفاع وزارت پرون يکشنبه په يوه اعلاميه کې وويل په پېښه کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
وزارت ويلي چې د لوى درستيز ستر جنرال بسمالله وزيري په مشرۍ يو پلاوی د پېښې د څېړلو لپاره ننګرهار ته تللى دى.
د ننګرهار د ولايتي شورا يوه غړي اجمل عمر ويلي چې دغه وسلهوال حمله کوونکى په ځوابي ډزو وژل شوى دى.
د ګارډين ورځپاڼې په حواله، په تېرو ١٨ کلونو کې د افغان ملي اردو لهخوا د دوى پر بهرنيو شريکانو ګڼې حملې شوې دي.
د افغانستان د دفاع وزارت يوه چارواکي چې رسنيو تهيې د خبرو کولو اجازه نهدرلوده، د نوم نهښوولو په شرط ويلي، حمله کوونکى افغان سرتېرى و چې تر حملې مخکې يې له امريکايي ځواکونو سره جنجال کړى و.
د دغه چارواکي په خبره حمله کوونکى، د وسلهوالو طالبانو نفوذي کس نهو.
ګارډين ليکي، په تېره جولاى مياشت کې بيا دوه امريکايي پوځيان د يوه افغان سرتېري لهخوا په کندهار کې وژل شوي وو او حمله کوونکى په ټپي حالت کې نيول شوى و.
په سپټمبر مياشت کې بيا د ورځپاڼې په حواله درې امريکايي پوځيان هغه وخت ټپيان شول چې په کندهار کې يوه پوليس د دوى پر پوځي کاروان ډزې وکړې.
- ټايم
امريکايۍ مجلې ټايم هم پر همدې موضوع ليکنه خپره کړې او د ليکنې په يوه برخه کې وايي: "د امريکا پوځ ويلي چې دغه پېښه به څېړل کېږي."
د ټايم مجلې په ليکنه، په ننګرهار ولايت کې هم وسلهوالو طالبانو او هم داعش ډلې ته وفادار کسان فعال دي.
مجله په خپل تحليل کې زياتوي، د ملي اردو په يونیفورم کې د يوه شخص په ډزو امريکايي سرتېرو ته په داسې حال کې مرګژوبله اوړي چې واشنګټن هڅه کوي په افغانستان کې خپله ١٨ کلنه جګړه پاى ته ورسوي.
د ټايم مجلې په ليکنه، په وروستيو اوونيو کې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره په څو پړاوونو کې د سولې مذاکرې کړې دي.
خليلزاد هڅه کوي د سولې پر داسې موافقه سلا وشي چې په مرستهيې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي.
که څه هم په دغو مذاکرو کې څو څو وارې د سولې پر يوه نهايي موافقه د احتمالي سلا کېدو خبرې شوې دي، خو دواړه لوري لا هم نهدي توانېدلي داسې کومه موافقه لاسليک کړي.