د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۸

حلیم فدايي: امریکايي وګړی له کابله ورک شوی


د خوست والي محمد حلیم فدايي په هغه ولایت کې د یوه امریکايي وګړي د بې درکه کېدو خبر رد کړ.

فدايي وویل چې هغه له کابله نادرکه شوی او لا نه ده څرګنده چې خپله ورک شوی که چا تښتولی دی.

خو امریکايي چارواکو مخکې یو شمېر غربي رسنیو ته ویلي و چې یو امریکايي وګړی په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره یوې تړلې ډلې تښتولی دی.

یوه امریکايي چارواکي اسوشیتدپرس خبري اژانس ته پرون، د فبرورۍ په ۷مه ، ویلي چې په واشنګټن کې پر دې مسئله کار کېږي.

اسوشیتدپرس اژانس ته دا معلومات داسې یوه چارواکي ورکړي چې د خپل رسمي مسئولیت له کبله یې باید خپل هویت پټ ساتلای وای.

په افغانستان کې د تښتول شوي امریکايي وګړي نوم مارک فریرچ ښودل شوی او دا چې د امریکا د ایلېنوي ایالت دی.

د اسوشیتدپرس په حواله، لا نه ده څرګنده چې هغه په افغانستان کې دی او که له افغانستانه بل ځاي ته لېږدول شوی دی.

نیوزویک مجلې چې تېره اونۍ یې په دې اړه تر ټولو مخکې خبر ورکړ، ویلي چې هغه په خوست کې د حقاني شبکې وسله والو تښتولی دی.

په خوست کې د رپوټونو په حواله اکثر د حقاني شبکه فعالیت لري.

خو د خوست والي حلیم فدايي بېګا په دې اړه ازادي راډیو سره په مرکه کې دا خبره رد کړه.

حلیم فدايي وویل چې دا وګړی له کابله ورک شوی دی.

د خوست والي حلیم فدایي
د خوست والي حلیم فدایي

حلیم فدايي زیاته کړه: "زموږ د لومړنیو معلوماتو پر اساس، امریکايي وګړی له کابله ورک شوی دی، زموږ داخلي او خارجي امنیتي او کشفي ارګانونه پردې کار کوي چې د پېښې نوعیت څرګند کړي چې دا خپله ورک شوی که چا تښتولی او که تښتول شوی کومې ډلې یا چا وړي دی؟ او اصلیت د مسئلې څه دی معلوم کړي."

نیوزویک څرګنده کړې وه بې درکه شوی امریکايي وګړی د امریکا د سمندري ځواکونو یو مخکنی منصبدار دی او اوسمهال یې د امریکا په یوه قراردادي شرکت کې کار کاوه.

اسوشیتدپرس لیکلي چې دا مسئله اوس دا مریکا د استخباراتو د فدرالي ادارې هغه ځانګړې برخه څېړي چې د برمته شوو امریکايي وګړو د خلاصون پر لارو چارو کار کوي.

دا ځانګړې اداره د امریکا د مخکني ولسمشر بارک اوباما په حکومت کې جوړه شوې وه.

د امریکا د مخکني ولسمشر بارک اوباما
د امریکا د مخکني ولسمشر بارک اوباما

هغه امریکايي چارواکي چې د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط له اسوشیتدپرس سره غږېدلی، ویلي چې د امریکا د ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ پر اداره او پر دامریکا د استخباراتو پر فدرالي ادار، اف بي اي بشپړ باور لري او یقین لري چې په دې اړه د نیوزویک راپور سم دی.

د امریکا د ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ
د امریکا د ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ

وسله والوطالبانو اسوشیتدپرس او یو شمېر نورو غربي رسنیو ته ویلي چې د دې پېښې په اړه هېڅ ډول معلومات نه لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم دومره ویلي چې داسې راپورونه ور رسېدلي او نوره تبصره یې نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا له طالبانو سره د سولې د موافقې په اړه په خبرو لګیادی.

XS
SM
MD
LG