د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

د ملګرو ملتونو متخصصان: داعش لا هم افغانستان ته یو ګواښ دی


په افغانستان کې د داعش ډلې یو شمېر جنګیالي چې د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي یې په بمونو والوزول.
په افغانستان کې د داعش ډلې یو شمېر جنګیالي چې د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي یې په بمونو والوزول.

د ملګرو ملتونو متخصصانو په یوه نوي راپور کې ویلي، د اسلامي دولت سخت دریځه ډله یا داعش لاهم افغانستان ته یو ګواښ دی.

په سوریه، عراق، افغانستان او یو شمېر افریقایي او اسیایي هېوادونو کې د داعش ډلې د فعالیتونو او بریدونو په اړه دا راپور د تېرې جمعې په ورځ خپور شوی.

په راپور کې ویل شوي، داعش ډلې یو ځل بیا دغو هېوادونو کې خپل جنګیالي منظم کړي او فعالیتونه‌یې ډېر کړي دي.

ملګرو ملتونو په دې راپور کې ویلي، القاعده شبکه او له دې ډلې سره تړلي بهرني وسله‌وال چې طالبان‌یې ملاتړ کوي، نړۍ ته اوږدمهاله ګواښ بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو چې دغه راپور یې چمتو کړی ویلي، د دغه سازمان غړي له سوریې او عراق وروسته افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه ژوره اندېښنه لري.

په کابل کې د داعش یو شمېر نیول شوي جنګیالي
په کابل کې د داعش یو شمېر نیول شوي جنګیالي

د دوی په باور، د ځینو معیارونو له مخې افغانستان د بل هر هېواد په نسبت د ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې ډېره قرباني ورکړې.

په راپور کې راغلي، سره له دې چې ننګرهار ولایت کې چې د داعش ځالې وې، دغو وسله‌والو ماته خوړلې، خو لا هم دغه ډله یو ګواښ بلل کېږي.

د سیاسي او پوځي چارو پوه امین‌الله حبیبي هم وایي چې داعش ډله افغانستان او نړۍ ته لا یو ګواښ ده.

هغه زیاته کړه: "تر هغو چې جګړه کې د نړیوالو ګټې نغښتې وي، تر هغو به وسله‌والې ډلې افغانستان کې وي، داعش که ننګرهار کې ماته وخوړه، شک‌یې نه‌شته چې بل ځای کې بېرته سر راپورته کړي، واقعیت دا دی چې د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه له دغو ډلو ملاتړ کوي."

په ننګرهار کې حکومت ته تسلیم شوي د داعش جنګیالي
په ننګرهار کې حکومت ته تسلیم شوي د داعش جنګیالي

د امریکا دفاع وزارت په وروستي راپور کې هم راغلي چې داعش او القاعده افغانستان کې یو ګواښ دی او کولای شي امریکا او متحدینو ته‌یې خطر پېښ کړي.

د پنټاګون په راپور کې راغلي، تېر ۲۰۱۹ کال کې د امریکا ۱۰ سرتېري افغانستان کې وژل شوي او ۹۷ نور ټپيان شوي دي.

دغه راپور چې د امریکا کانګرس ته هم لېږل شوی، وایي داعش لا هم د یوه منظم سازمان په توګه پاتې دی او د ټیټې کچې بریدونو وس لري.

افغان حکومت له دې وړاندې ویلي، دغه هېواد کې ۲۰ وسله‌والې ترهګرې ډلې فعاله دي او له دوی سره د مبارزې لپاره د نړیوالو مرسته اړینه ده.

پر افغانستان سربېره عراق او سوریه کې هم د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه راپور کې اندېښنه ښودل شوې.

ویل شوي دغې ډلې د عراق له غرنیو سیمو ګټه اخيستې او د دغه هېواد په شمال او لوېدیځ کې یې برېدونه کړي دي.

په راپور کې راغلي، داعش د عراق او سوریې حکومتونه له کمزوریو هم ګټه پورته کړې.

د داعش وژل شوی مشر ابوبکر البغدادي
د داعش وژل شوی مشر ابوبکر البغدادي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو چې پر داعش او القاعده د بندیزونو څارنه کوي شک څرګند کړی چې د داعش نوی مشر ابو ابراهیم هاشمي‌القریشي به دغه ډله ښه رهبري کړي او که نه؟

القریشي د داعش ډلې د پخواني قوماندان ابوبکر البغدادي ځای ناستی اعلان شوی، البغدادي په تېره اکټوبر میاشت کې د سوریې په ادلب کې چې د مخالفینو وروستی سنګر بلل کېږي، د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG