تر ۱۹ کلنو د کم عمره کرکټ نړیوال جام لوبو په ترڅ کې پرون افغان لوبډلې کوربه هېواد جنوبي افریقا ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه او په دې لوبو کې یې اووم مقام خپل کړ.
د افغان لوبډلې مرستیال روزونکي سید رحمان احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې هدف دا و څو افغان ټیم د نړۍ په څلورو پیاوړو ټیمونو کې راشي، خو کله چې یې تر نیمه پایلوبې مخکې له پاکستان څخه ماته وخوړه خپل هدف ته ونهرسېد.
هغه زیاته کړه: "زموږ همدغه هیله وه که خدای کول په څلورو غوره ټیمونو کې به ګڼل کېږو، خو په دې نړیوال جام کې مو له بدهمرغه یوه خرابه لوبه د پاکستان په وړاندې وکړه او له سیمي فاینل څخه پاتې شو."
هند د پاکستان لوبډلې ته د سې شنبې په ورځ په نیمه پایلوبه کې په ۱۰ وېکټو ماته ورکړه.
نن د دوهم سیمي فاینل د نیوزیلنډ او بنګلهدېش ترمنځ دی. پایلوبه به د یکشنبې په ورځ د هند او د نننۍ لوبې د ګټونکي ترمنځ وي.