د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۲۶

د سرپل د نفتو را ایستلو بهیر ولې نه‌پیلېږي؟


ارشیف

په سرپل کې نفتي زېرمې شته، خو جګړې لا هم خلک فقیر ساتلي.

د افغانستان د نفتو تر ټولو لویې تثبیت شوې زېرمې د هېواد په شمالي ولایت سرپل کې موقعیت لري.

افغان حکومت ۹ کاله وړاندې په دغه ولایت کې د نفتي څاه ګانو د را ایستلو (استخراج) بهیر پیل کړ، خو دا کار لا هم تر هغې مرحلې نه‌دی رسېدلی چې د هېواد په اقتصاد کې د یوه لوی بدلون سبب شي.

په شبرغان کې د ګازو یوه زېرمه.
په شبرغان کې د ګازو یوه زېرمه.

اوس‌مهال د سرپل ولایت مدني فعالان ګواښ کوي که حکومت یادې مسئلې ته پام ونه‌کړي ممکن د سرپل ولایت اوسېدونکي د حاکم فقر له امله کډ‌والۍ ته مخه کړي.

د سرپل ولایت مدني فعال سیف‌الله ناصري وايي: "ځوانان ډله ډله د هېواد د پرېښودلو په حال کې دي، دوی بهر ته د کار کولو لپاره ځي، په سرپل کې د وزګارۍ سطحه مخ په زیاتېدو ده."

د اقتصادي چارو پوه اسماعیل مشفق وايي چې د سرپل انګوت، قشقري، اق دریا او بازار نفتي زېرمې لږ تر لږه ۴۵ میلیونه ټنه نفت لري، خو د دغه ولایت ۸۰ سلنه خلک لا په فقر کې ژوند کوي.

هغه زیاتوي: "که دا څاه ګانې را وایستل شي او په سرپل کې یې نفت تصفیه شي نو لسګونه زره کسان به په کار بوخت شي."

د سرپل والي عبدالقادر اشنا وايي چې دا موضوع‌یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره شریکه کړې ده.

د سرپل والي عبدالقادر اشنا
د سرپل والي عبدالقادر اشنا

هغه وویل: "د دغو څاه ګانو په فعالېدو سره به لږ تر لږه ۸۰ زره کسانو ته کار موندنه وشي او ما دا مسئله له ولسمشر سره څو ورځې دمخه شریکه کړه."

دا مسئله په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې په شمالي ولایتونو کې د طالب وسله‌والو د فعالیت زیاتېدو اندېښنې ډېرې کړې دي.

دغه‌راز دا وېره هم شته که د سرپل د نفتو په څاه ګانو د دولت ضد وسله‌وال مخالفین واکمن شي، د شمال زون جګړه به یوه نوي پړاو ته ورننوځي.

دا اندېښنې له هغې وروسته زیاتې شوې دي چې تازه د هېواد د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په راتلونکي کال کې د افغانستان شمال ته د جګړې د احتمالي متمرکز کېدو په اړه څرګندونې وکړې.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب
د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب

هغه وویل: "د راتلونکي کال لپاره د طالبانو ټول پام به په شمال او شمال ختیځ کې کانونو ته متمرکز وي، خو موږ چمتووالی لرو او کوم معلومات چې ترلاسه شوي هم دا ښيي طالبان هڅه کوي شمالي سیمې ونیسي."

د سرپل سیمه‌ییز چارواکي وايي تر دې دمخه دغه ولایت کې د نفتو ۳۶ څاه ګانې تثبیت شوې دي او د دغو څاګانو څخه د نفتو د استخراج لپاره د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل هم ځای پر ځای شوي.

د هغوی په خبره چې ۴۵۰ سرتېري د سرپل د نفتو د څاه ګانو د ساتنې لپاره ګمارل شوي او د سرپل د ټولو زېرمو ارزښت له یو ټریلیون ډالرو زیات دی.

XS
SM
MD
LG