د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۸

نړۍ

ډنمارک عربستان ته د جاسوسۍ په تور ۳ تنه نیولي

ارشیف، ډنمارکي پولیس، انځور تزئیني بڼه لري.

د ډنمارک د امنیت او استخباراتو اداره وايي، دوی د ایران د یو بېلتون غوښتونکي غورځنګ درې غړي په ډنمارک کې سعودي عربستان ته د جاسوسۍ په شک نیولي او تورن کړي دي.

دا درې کسان د اهواز د خپلواکۍ لپاره د عرب مبارزې د غورځنګ غړي بلل شوي. دا ډله د ایران په جنوب لوېدیځ ولایت خوزستان کې عرب توکمه ایرانیانو لپاره د جلا دولت د جوړېدو هڅې کوي.

د ډنمارک د امنیت او استخباراتو ادارې د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي چې دې کسانو له ۲۰۱۲ م کال څخه تر ۲۰۱۸ م کال پورې موده کې جاسوسي فعالیتونه کړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې نیول شویو کسانو په ډنمارک او نورو هېوادونو کې د اشخاصو په اړه معلومات راټول کړي او د سعودي استخباراتي ادارې ته‌یې ورکړي.

ټاکل شوې چې دا کسان نن مقدماتي محکمې ته ودرول شي.

د ډنمارک د امنیت او استخباراتو د ادارې مشر فین بورچ انډرسن ویلي "دا ډېره جدي قضیه ده چې په‌کې سعودي عربستان او ایران خپله تربګني ډنمارک ته راوړې ده."

انډرسن زیاته کړې، دا قضیه په ۲۰۱۸ م کال کې د ایران د هغې توطئې پر خلاف د ډنمارکي پولیسو په عملیاتو پورې تړلې چې په ډنمارک کې یې د ایران د حکومت د یو یا څو مخالفانو د وژلو هڅه کوله.

د ډنمارک د امنیت او استخباراتو د ادارې مشر زیاته کړې، دوی په غیاب کې د ایران د استخباراتو د یو هغه افسر د نیولو غوښتنه هم کړې چې له دې توطئې سره تړاو لري.

یو ایراني ټبری ناروېژی د ۲۰۱۸ م کال د توطئې په خاطر د ډنمارک په توقیف کې دی، خو ایران ورسره هر ډول تړاو رد کړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۲۶ ته ورسېد

په ایران کې په کرونا وایروس اخته کس د قرنطین پر مهال.

په ایران کې چارواکو وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هغه هېواد کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن د فبرورۍ په ۲۷مه، رسنیو ته وویل چې په ایران کې د کرونا وایروس ۲۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

کرونا وایروس په ډسمبر کې د چين په ووهان ښار کې خپور شو.

له هغه راهیسې زرهاوو کسان په دې وایروس اخته شوي دي.

له چینه بهر د کرونا وایروس له امله تر ټولو زیات وګړي په ایران کې مړه شوي دي.

په ایران کې د کرونا وایروس لومړۍ پېښه د قُم په ښار کې ثبت شوه.

کوسوو سره د مرستې په اړه د امریکا ژمنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي.

لوړ رتبه امریکايي چارواکو د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي ته ډاډ ورکړی چې واشنګټن‌یې د هېواد د خپلواکۍ او د خاورې د بشپړتیا درناوی کوي او په دې برخه کې مرستې ته متعهد دي، خو له کوسوو غواړي چې د صربیا د مالونو پر وارداتو ۱۰۰ فیصده تعرفه لیرې کړي.

هاشم تاچي په واشنګټن کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، له تاچي سره په کتنه کې وویل چې امریکا او کوسوو ګډو ارزښتونو ته متعهد دي.

کوسوو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې له صربیا خپلواکي اعلان کړه. واشنګټن له هغه راهیسې د کوسوو له کلکو ملاتړکوونکو دی.

د امریکا لوی درستیز: د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو ته مو پام دی

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز وایي، د طالبانو په اړه ټولو اندېښنو ته‌یې پام دی او له دې ډلې سره د سولې د یوه تړون د لاسلیک کېدو پلوي کوي.

جنرال مارک میلي چې پرون‌یې د امریکا د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې خبرې کولې، وویل دی په دې چې طالبان څومره وړتیا لري پوه دی، خو بیا هم ورسره د سولې د یوه تړون د لاسلیک کېدو ملاتړ کوي.

خو جنرال میلي دا هم وویل چې دی به هېڅکله د دې ملاتړ ونه‌کړي چې ورسره استخباراتي معلومات شریک شي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره یوې هوکړې ته د رسېدو په صورت کې له افغانستانه د یو شمېر امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه په څرګندونو کې ژمنه کړې چې امریکا به په دې هېواد کې قوي استخباراتي حضور ولري ترڅو له خاورې یې په نړیواله کچه د حملو لپاره د اډې په توګه کار وانه‌خیستل شي.

له طالبانو سره د یوه تړون له مخې چې په پام کې ده بل سبا د شنبې په ورځ د دواړو لورو ترمنځ په قطر کې لاسلیک شي، له افغانستانه امریکایي سرتېري چې په اوس وخت کې یې شمېر شااوخوا ۱۲ زره دی، په تدریجي ډول وځي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش جان سوپکو په وروستي راپور کې ویلي چې د جګړې په څېر په ټولنه کې د وسله‌والو د ادغام پروسه هم پېچلې او هم اوږده ده.

هغه خبرداری ورکړ چې امریکا باید په افغانستان کې د ادغام یو پراخ پروګرام تمویل کړي کنه د سولې له بهیر سره د طالبانو د یوځای کېدونکو ۶۰ زره وسله‌والو یو شمېر به‌یې بېرته شخړو او بغاوت ته مخه کړي.

شمالي مقدونیې او ګرجستان کې د کرونا وایروس پېښې ثبت شوې

راپورونه وايي چې تر ۲۷۰۰ زیات وګړي په دې وایروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

شمالي مقدونیې او ګرجستان پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، د کرونا وایروس د ثبت خبر ورکړ.

د شمالي مقدونیې حکومت پرون وویل چې یوه ښځه چې يوه میاشت‌یې په ایټالیا کې تېره کړې په دې وایروس اخته پېژندل شوې ده.

د اروپا د نورو هېوادونو په پرتله په ايټالیا کې ډېر خلک په کرونا وایروس اخته شوي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د کروېشیا حکومت وویل چې هلته هم یو وګړی په کرونا وایروس اخته پېژندل شوی دی.

د ګرجستان حکومت هم پرون وویل چې یو وګړی چې له ایرانه ورستون شوی و په کرونا وایروس اخته پېژندل شوی دی.

د ګرجستان حکومت ویلي چې دا سړی ۵۰ کلن دی او تر سختې طبي څارنې لاندې دی.

دا وایروس په ډسمبر کې د چین له ووهان ښاره راولاړ شو. په ټوله نړۍ کې تر ۸۰ زره زیات وګړي په دې وایروس اخته شوي دي.

راپورونه وايي چې تر ۲۷۰۰ زیات وګړي په دې وایروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

اوکراین له روسیې سره د کریمیا د جبري الحاق په اړه مراسم جوړوي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یو نوی فرمان لاسلیک کړ چې پر اساس به‌یې د فبرورۍ ۲۶مه نېټه، هغه ورځ چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې روسیې په زوره د کریمیا ټاپو وزمه له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه، په ځانګړو مراسمو یادېږي.

د اوکراین د ولسمشر د فرمان له مخې د فبرورۍ ۲۶مه، د روسیې له‌خوا د کریمیا او سویستوپول د اشغال په وړاندې د اوکراین د خلکو د مقاومت ورځ بلل شوې ده.

په هغه ورځ د کریمیا په مرکز سویستوپول کې د روسیې د لاسوهنې پر ضد تر ټولو لویه مظاهره وشوه.

د روسیې دا کار د نړۍ ۱۰۰ هېوادونو غیر مشروع بللی دی.

د روسیې حکومت له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د اوکراین په ختیځ کې د هغو بېلتون غوښتونکو ملاتړ کړی چې له اوکراینه جلايي غواړي.

په دې جګړه کې تر اوسه تر ۱۳ زره زیات اوکراینیان وژل شوي دي.

امریکا د کتائب حزب‌الله ډلې مشر یو نړیوال ترورېست ونوماوه

د کتائب حزب‌الله ډلې یو شمېر جنګیالي

د امریکا متحده ایالاتو په عراق کې د ایران ملاتړې د کتائب حزب‌الله ډلې مشر د یوه نړیوال ترورېست په توګه ونوماوه.

دغې ډلې په دې وروستیو کې په عراق کې دېره پر امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو د یو شمېر حملو مسؤلیت اخیستی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې متحده ایالات د دغې ډلې د وسله‌والې څانګې مشر احمد الحمیداوي د ځانګړو نړیوالو ترورېستانو په فهرست کې شامل کړ.

د دغه اقدام له مخې په امریکا کې د هغه شتمني، که وي، کنګل کېږي او ورسره مالي راکړه ورکړه جرم ګڼل کېږي.

د کتائب حزب‌الله ډله په ۲۰۰۹ م کال یوه ترورېستي ډله نومول شوې ده.

ټرمپ: په کرونا د امریکایانو د اخته کېدو خطر ډېر لږ دی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایي، پر کرونا وایروس د امریکایانو د اخته کېدو خطر ډېر لږ دی او هغه اقدامات چې حکومت کړي، په نړیواله کچه له دغه خپاره شوي وایروس څخه‌یې د امریکا له خوندي کولو سره مرسته کړې ده.

ډونالد ټرمپ چې پرون‌یې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل چې امریکا د دغه وایروس په وړاندې د واکسین په جوړولو کې په چټکۍ پرمختګ کوي.

هغه وویل، لومړیتوب‌یې د امریکایانو روغتیا او خوندیتوب دی. ټرمپ له هغو سیمو پر مسافرت د بندیزونو لګول د اساسي اقداماتو په توګه یاد کړل چې کرونا وایروس په‌کې خپور شوی دی.

د امریکا د روغتیا او د بشري خدمتونو د وزارت د راپور له مخې په متحده ایالاتو کې د کرونا وایروس ۵۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۴۲یې هغه مسافر دي چې د ډایموند پرنسېس په نوم له جاپاني تفرېحي کښتۍ څخه امریکا ته انتقال شوي دي.

درې تنه هم د چین له ووهان ښاره چې د کرونا وایروس اصلي سرچینه ده، امریکا ته ستانه کړای شوي دي.

سعودي عربستان د عمرې حج د ادا کوونکو په مخ پولې وتړلې

د حرا غار

سعودي عربستان د کرونا وایروس د خپرېدو له وېرې مکې ته د عمرې حج د ادا کولو او په مدینه کې د اسلام د ستر پیغمبر جومات ته د ورتلو لپاره د زیارت کوونکو په مخ په موقت ډول خپلې پولې تړلې دي.

د سعودي عربستان چارواکو دغه‌راز د هغو هېوادونو سیلانیان هم په موقت ډول خپلې خاورې ته له ننوتو منع کړي چې په‌کې د کرونا وایروس خپور شوی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دغه اقدامات‌یې د خپلو وګړو، په دې هېواد کې د استوګنو او د ورتلونکو سیلانیانو د خوندیتوب لپاره کړي دي.

سعودي عربستان په دې هېواد کې د کرونا وایروس د مثبتې پېښې راپور نه‌دی ورکړی، خو ګاونډ کوېټ یې ویلي چې د سعودي یو تبعه په دې هېواد کې د کرونا پر وایروس اخته شوی دی.

هر کال د عمرې حج د ادا کولو لپاره له اسلامي هېوادونو په لسګونه زره زیارت کوونکي سعودي عربستان ته ورځي.

تر اوسه دا هم نه‌ده څرګنده چې د کرونا وایروس خپرېدل به د حج په سږنیو مراسمو چې شااوخوا پنځه میاشتې وروسته ترسره کېږي، اغېز وکړي.

په سیمه کې ایران تر ټولو زیات د کرونا وایروس ځپلی چې د دې هېواد چارواکو یې له امله د ۱۹ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

دغه‌راز د خلیج په دوو هېوادونو، کوېټ او بحرین کې هم په دې وروستیو ورځو کې د کرونا وایروس نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

پشتین: له قید او شرط پرته د پاکستان له حکومت سره خبرو ته تیار یو

منظور پښتین د جنورۍ په ۲۷مه، نېټه د پاکستان دحکومت پر ضد بیان ورکولو د کرکې د خپرولو او دسیسې په تور ونیول شو.

په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره د مبارزې مشر منظور پشتین وايي چې له قید او شرط پرته د پاکستان له حکومت سره خبرو ته تیار دي، خو په خبرو کې باید یوې پایلې ته د رسېدو نیت موجود وي.

منظور پشتین پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت باید د پښتنو له یو موټي کېدو د وېرې پر ځای "د لر او بر یو افغان" ناره ومني.

هغه زیاته کړه: "لر او بر یو افغان یو تاریخي حقیقت دی. د دې حقیقت انکار که پاکستان یا بل هر هېواد کوي بې‌بنیاده دی. لر او بر یو افغان یوه بنیادي ناره ده، دا د یوه نسل نوم دی."

منظور پشتین د جنورۍ په ۲۷مه نېټه د پاکستان حکومت پر ضد د بیان ورکولو، د کرکې د خپرولو او دسیسې په تور ونیول شو.

هغه تقریباً یوه میاشت په زندان کې تېره کړه او د سې شنبې په ورځ په ضمانت خوشې شو.

منظور پشتین پرون وویل چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د قبایلي مشرانو د قتل د هدفي وژنو او ترورونو په اړه باید یو نړیوال پلاوی تحقیق وکړي او د حقیقت موندلو په پلاوي کې باید د هغو هېوادونو استازي هم شامل وي چې د ترورېزم پر ضد جګړې ته پیسې ورکوي.

مصر کې د حسنې مبارک د جنازې لپاره ځانګړي مراسم جوړېږي

د مصر د پخواني مشر حسنې مبارک جنازه

مصر نن د دې هېواد د پخواني مشر حسنې مبارک د جنازې لپاره ځانګړي پوځي مراسم جوړوي.

د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي حکومت د مبارک د مړینې له کبله درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.

حسنې مبارک د ۹۱ کلونو په عمر پرون د قاهرې په یوه پوځي روغتون کې ومړ. د نوموړي ۳۰ کلنه واکمني په ۲۰۱۱ کال کې د عرب پسرلي له اعتراضونو سره ختمه شوه.

د مصر جنرالان او لوړ رتبه افسران نن په موشیر طنطاوي جومات کې راټول شول.

د مبارک دوه زامن جمال او آلا چې تازه د فساد له تورونو پاک راوتلي هم په دې ډله کې ول.

د حسنې مبارک مړی په یوه هلیکوپټر کې دغه جومات ته ولېږدول شو.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند یو مشر وژل شوی

د جاوېد الله خان د جنازې مراسم

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند یو سیمه‌ییز مشر چې د تندلارۍ ضد یوې ډلې غړی هم وو د دې هېواد په شمال لوېدیځ کې په ډزو ووژل شو.

جاوېد الله خان تېره میاشت د خېبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د اوصاف په نوم یوې ورځپاڼې د مسؤل مدیر په توګه ټاکل شوی وو.

د ده د تره زوی ممتاز خان ازادي راډیو ته ویلي چې دا د یوې کورنۍ ۱۵م غړی وو چې تر ۲۰۰۸ کال راوروسته وژل شوي دي.

ممتاز خان ویلي، "موږ سیاستوال یو او دا د دولت مسؤلیت دی چې زموږ امنیت خوندي کړي."

۳۶ کلن جاوېد الله خان تېره ورځ ناوخته د نامعلومو وسله‌والو تر برید لاندې راغی.

د ده یو ساتونکی پولیس له بریده روغ وتلی.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

مودي د هندوانو او اقلیت مسلمانانو ترمنځ د ارامتیا غوښتنه کړې

هند کې اقلیت مسلمانان

د هند صدراعظم نرېندرا مودي په دې هېواد کې د هندوانو او اقلیت مسلمانانو ترمنځ د وروستیو لانجو په تړاو له خلکو د ارامتیا غوښتنه کړې ده.

په دغو لانجو کې په پلازمېنه نوې ډېلي کې لږترلږه ۲۰ کسه وژل شوي دي.

د هند صدراعظم نن چهارشنبه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، "زه په ډېلي کې له خپلو خویندو او وروڼو څخه غواړم چې هر وخت په خپلو کې سوله او ورولي وساتي."

نوموړي دا هم ویلي چې وضعیت په غور سره څاري او پولیس او نورې ادارې د ثبات او ارامتیا د ډاډمنېدو لپاره کار کوي.

د فبرورۍ پر ۲۳مه په پلازمېنه نوې ډېلي کې دا خونړۍ پېښې د هغو مظاهره کوونکو ترمنځ راپورته شوې چې د هندوستان د تابعیت د نوي جنجالي قانون په اعتراض راوتلي وو.

د نوي قانون له مخې هندوستان هغو کسانو ته تابعیت ورکوي چې مسلمانان نه‌دي او د خپل مذهب په خاطر د ځپنې له وېرې له ۲۰۱۶ کال مخکې هندوستان ته تللي.منتقدین وايي، دا قانون له مسلمانانو سره توپیري چلند کوي، خو حکومت دا خبره ردوي.

قزاقستان، ایران ته خپلې الوتنې ځنډوي

په قزاقستان کې نور سلطان نظربایف هوايي ډګر

قزاقستان ویلي چې په پام کې لري د مارچ له لومړۍ نېټې څخه ایران ته خپلې الوتنې وځنډوي.

د دې هېواد د روغتیا وزارت یوه لوړپوړي مسؤل ژانداربیک بیکشین نن یوې خبري غونډې ته ویلي چې دا اقدام په ایران کې د کرونا وایروس د خپرېدو له کبله کېږي.

نوموړي دا هم ویلي چې قزاقستان به جنوبي کوریا او نورو هېوادونو ته چې دغه وایروس ځپلي تګ راتګ کم کړي.

تر اوسه په قزاقستان کې د کرونا وایروس هېڅ پېښه نه‌ده ثبت شوې.

روسیې خپل وګړي ایټالیا، جنوبي کوریا او ایران ته له سفر منع کړي

د روسیې په یوه هوايي ډګر کې مسافر

روسیې له خپلو وګړو غوښتي چې ایټالیا، جنوبي کوریا او ایران ته چې د کرونا وایروس ځپلي دي، له سفره ‌‌ډډه وکړي.

د روسیې د مصرفوونکو د خوندیتوب ادارې یوه مسؤل نن خبرداری ورکړ چې ترڅو په دغو درېیو هېوادونو کې روغتیایي وضعیت ثبات نه‌وي پیدا کړی، روسي وګړي دې هلته سفر نه‌کوي.

مسکو تر دې وړاندې د کرونا وایروس د خپرېدو له وېرې روسیې ته د چینایي وګړو پر ورتلو بندیز لګولی وو.

د دې ناروغۍ دوه مثبتې پېښې وړاندې په روسیې کې لیدل شوې وې چې یوه‌یې په سایبریا کې په چیتا ښار او بله په تیومن سیمه کې وه. دواړه کسان تر درملنې وروسته له روغتونونو خارج شوي دي.

د نړۍ په ۳۰ هېوادونو کې د کرونا وایروس مثبتې پېښې ثبت شوي

عراق، افغانستان، بحرین، کوېټ او عمان وړمه ورځ په خپلو هېوادونو کې د کرونا وایروس د یوې پېښې تأیید وکړ.

نړۍ ۳۰ هېوادونو راپور ورکړی چې د کرونا وایروس مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي.

تر چین وروسته چې د دې وایروس د خپرېدو اصلي ځای دی ډېرې پېښې په جاپان، جنوبي کوریا، ایټالیا او ایران کې دي.

عراق، افغانستان، بحرین، کوېټ او عمان وړمه ورځ په خپلو هېوادونو کې د کرونا وایروس یوه پېښع تأیید کړه.

کرونا وایروس په چین کې ۲۷۱۵ کسان مړه کړي او له چین بهر د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ ته رسېدلی.

په چین کې ۷۸۰۰۰ او د نړۍ په نورو هېوادونو کې ۲۷۰۰ کسان په دې وایروس اخته دي.

په ځینو هېوادونو کې د کرونا وایروس پېښې په هغو کښتیو کې تأیید شوي چې د چین له مسیره تېرې شوې دي.

په اوکراین کې د یوې کښتۍ ۲۵ کارکوونکو د حکومت له‌خوا له کښتۍ د کته کېدو غوښتنه رد کړه.

په دې کښتۍ کې دوه کسان په کرونا وایروس اخته و چې روغتون ته وړل شوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG