د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۱

مایک پامپیو:‌ د بشري حقونو په برخو کې د ازبکستان پرمختګ د ستایلو دی


د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو (کین) په تاشکند کې له خپل ازبکستاني سیال عبدالعزیز کاملوف سره د په یوه خبري کنفرانس کې. February 3, 2020

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ازبکستان ترمنځ همکاري "فوق‌العاده او په چټکۍ پراخېدونکې؛ بللې.

د دوشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د فبروري ۰۳» مایک پامپیو په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره تر خبرو وروسته، د بشري حقونو په مسئلو کې د دې هېواد پرمختګ وستایه.

تاشکند کې چارواکو سره خبرې اترې، ختیځې اروپا او منځنۍ اسیا ته د پامپیو د سفر وروستی پړاو دی.

نوموړي دې هېواد ته د سفر په ترڅ کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره وکتل او د امریکا او ازبکستان ترمنځ د ستراتېژیکې ملګرتیا په جوړولو کې یې د هغه له مشرتابه مننه وکړه.

مایک پامپیو او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف
مایک پامپیو او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

مایک پامپیو پر خپل ټویټر ولیکل "زه ازبکستان د نورې پرانیستې ټولنې او یو حساب ورکوونکي حکومت د رامنځته کولو په موخه د اصلاحاتو د هڅو له کبله ستایم."

میرضیایف په ۲۰۱۶ م کال کې واک ته له رسېدو راهیسې د ازبکستان د خراب اقتصادي وضعیت د بهتره کولو او اصلاحاتو د راوستلو لپاره یو لړ ګامونه اخیستي، خو لاهم د بشري حقونو سازمانونه په ازبکستان کې د وضیعت په اړه اندېښنه لري.

په دې هېواد کې د پخواني ولسمشر اسلام کریموف په واکمنۍ کې د بشري حقونو پراخ سرغړاوي موجود وو چې د بشري حقونو د ډلو په وینا په ځینو برخو کې تر اوسه هم موجود دي.

د کاملوف سره په شریکه خبري غونډه کې پامپیو وویل، ازبکستان "د مدني ټولنې لپاره چاپېریال پراخوي، د اجباري کار مسئلې ته رسېدنه کوي او پر رسنیو محدودیتونه کموي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو همدارنګه "په دې او نورو برخو په ځانګړې توګه د انساني قاچاق په مسئله کې د پراخو څیړنو او نور پرمختګ" غوښتنه وکړه.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي کاملوف وویل، هېواد به‌یې په ګاونډي افغانستان کې د وضعیت په اړه همغږۍ ته دوام ورکړي او همدارنګه په نورو برخو کې د اړیکو پراختیا ته لېواله دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره.

پامپیو او کاملوف همدارنګه د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم په یو غونډه کې ګډون وکړ.

د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا سیمه‌ییز امنیت او همکاري او په افغانستان کې وضعیت د دې غونډې په اجنډا کې شامل وو.

پامپیو له قزاقستان څخه ازبکستان ته ولاړ. په قزاقستان کې هغه د دې هېواد ولسمشر قاسم جومارت توقایف او د پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایف سره وکتل.

نوموړي تر هغې مخکې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د بلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکا سره په مېنسک کې خبرې کړې وې او د جنورۍ په ۳۱مه‌یې په کیف کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره لیدلي وو.

XS
SM
MD
LG