د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ کب ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۲۷

مېل انلاين: امريکا د سولې مذاکرو د حالت په اړه چوپتيا خپله کړې


ځنې نړیوالې ورځپانۍ
  • مېل انلاين

مېل انلاين خپرونې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد او ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ پر وروستۍ کتنه ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي زلمی خليل‌زاد چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د امريکايي هيئت مشري کوي، د شنبې په ورځ له ولسمشر غني سره د سولې پر موضوع خبرې وکړې.

دغې انلاين بريتانوۍ خپرونې د فرانسې خبري اژانس په حواله ليکلي، واشنګټن او طالبان لا هم د سولې پر يوه احتمالي موافقه بحث کوي چې له مخې به‌يې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو وتل پيلېږي.

د ليکنې په حواله په وروستيو اوونيو کې امريکا د سولې د مذاکرو د مشخص حالت په اړه چوپتيا خپله کړې ده.

ولسمشر ويلي چې زلمي خليل‌زاد شنبې له ولسمشر غني سره خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ مانۍ په حواله زلمي خليل‌زاد ويلي چې د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه‌دى شوى.

د مېل انلاين په ليکنه کې لولو چې زلمى خليل‌زاد افغانستان ته تر سفر مخکې په پاکستان کې و چې د لوى درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه په ګډون‌يې له ځينو پاکستاني چارواکو سره وکتل.

د وسله‌والو طالبانو سياسي دفتر ويلي وو چې د جنورۍ میاشتې تر پایه به له امریکا سره د سولې موافقه لاسلیک شي، خو جنورۍ مياشت پاى ته ورسېده او د سولې د کومې موافقې څرک نه‌لګېږي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي وو چې دواړه خواوې د موافقې لاسليک ته نږدې شوې دي.

وسله‌والو طالبانو د جنورۍ په ۲۳مه پر خپله وېب‌پاڼه په یوه بیان کې ويلي: "سره له دې چې د سولې د موافقې لپاره د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه‌يې کړې وه، خو امريکا نوې غوښتنې ورڅخه کړې دي."

خو د افغانستان حکومت ويلي د تاوتريخوالي کمول عملي اړخ نه‌لري او طالبان دې دايمي اوربند وکړي.

  • ډيپلومات

امريکايۍ خپرونې ډيپلومات تر دې عنوان لاندې ليکنه خپره کړې کله چې په افغانستان کې د امريکا يوه الوتکه نسکوره شوه، ولې ګڼو کسانو فکر کاوه چې د امريکا د مرکزي استخباراتو يا (CIA) يو مشر هم په الوتکه کې و؟

د امريکا دغه "E-11A" ډوله الوتکه د جنورۍ پر ٢٧مه د دوشنبې په ورځ د غزني په ده‌يک ولسوالۍ کې نسکوره شوه.

د ډيپلومات په باور په واورو پوښل شوې غرنۍ سيمه کې د نسکورې شوې الوتکې له ټوټو لوګي پورته کېدل چې د ايران دولتي ټلوېزيون ادعا وکړه په وژل شويو کې د امريکا د مرکزي استخباراتو يا (CIA) يو لوړ رتبه افسر هم شامل دى.

د خپرونې په ليکنه پېښه کې دوه امريکايي پوځيان ووژل شول او امريکايي چارواکو ټينګار وکړ چې په الوتکه کې د (CIA) کوم افسر نه‌و موجود.

د خپرونې په ليکنه خرابه هوا او د طالبانو له‌خوا د وسلو ډزې د دې سبب شوې چې امريکايي او افغان ځواکونه ونه‌توانېږي تر يوې ورځې زياته موده کې د پېښې ساحې ته ځان ورسوي.

تر هغه وخته امريکايي ځواکونو پر يوه لنډه اعلاميه اکتفا وکړه او ويې‌ويل چې په نسکوره شوې الوتکه کې د امريکا د هوايي ځواک دوه پيلوټان موجود وو.

ډيپلومات خپرونې د هغو خبري رسنيو چې د ايران او روسيې ملاتړ کوي راپورونو ته هم اشاره کړې چې ويلي يې دي، په الوتکه کې د ايران د مأموريت لپاره د "CIA" مشر مايکل ډي انډريا (Michael D'Andrea) هم موجود و، دا خبر د بريتانيا په ځينو رسنيو کې هم خپور شو.

خو د امريکا دفاع وزارت تېره جمعه ټايم مجلې ته تأييد کړه چې په الوتکه کې د امريکا د هوايي ځواک دوه افسران سپاره وو.

د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) هم په دې اړه له تبصرې ډډه کړې چې ايا ډي انډريا يا په الوتکه کې د "CIA" کوم بل غړى موجود و که څنګه؟

د امریکا پوځ ويلي د دې پېښې قربانیان يو هم ۴۶ کلن ډګرمن پاول ک ووس Paul K". "Voss "او بل ۳۰ کلن تورن ریان اس فنیوف "Ryan S. Phaneuf" دى.

XS
SM
MD
LG