د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ وری ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۰۴

د تکواندو ۲ افغان لوبغاړو اماراتو کې د سپینو زرو مډالونه وګټل


د افغانستان د تکواندو دوه لوبغاړي فرزاد منصوري او محسن رضايي

د افغانستان د تکواندو دوه لوبغاړو په عربي متحده اماراتو کې د سپينو زرو مډالونه وګټل.

د تکواندو فدراسیون د مطبوعاتو مسؤل ذبیح‌الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړو پرون یکشنبه خپل سیالان مات کړل.

هغه د افغان اتلو لوبغاړو نومونه او جزئیات ازادي راډیو ته داسې بیان کړل: "فرزاد منصوري په ۶۸ کیلوګرامه او محسن رضايي په ۵۸ کیلوګرامه وزنونو کې د متحده عربي اماراتو په فجیره اوپن کې تاریخ جوړ کړ، دوی دواړه وتوانېدل چې د څلورو سیالانو په ماتولو د سپینو زرو مډال ترلاسه کړي."

د ښاغلي شهزاد په خبره د تکواندو په دې لوبو کې د نړۍ له ۴۰ هېوادونو ۲۲۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه.

په دې لوبو کې ګډونوالو هېوادونو تر ټولو تکړه لوبغاړي استولي و او د افغانستان د تکواندو فدراسیون هم تمه لري چې اوسني بریالي لوبغاړي یې د ۲۰۲۰ کال المپیکي سیالیو ته هم لار پيدا کړي.

XS
SM
MD
LG