د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

د بشري حقونو کمېسیون: پر ښځو جنسي تېري کوونکي باید اشد مجازات شي


د افغانستان د جزا قانون حکوم کوي چې که یو وګړی پر نابالغې ښځې جنسي تجاوز کوي، باید په دوامدار حبس محکوم شي او که چېرې له دې کبله هغه ښځه مړه شي، مجرم اعدامېږي.
د افغانستان د جزا قانون حکوم کوي چې که یو وګړی پر نابالغې ښځې جنسي تجاوز کوي، باید په دوامدار حبس محکوم شي او که چېرې له دې کبله هغه ښځه مړه شي، مجرم اعدامېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې پر ښځو د جنسي تجاوزونو عاملانو ته اشد مجازات غواړي.

د دې ادارې ویاند شکر الله مشکور پرون، د جنورۍ په ۲۵مه وویل چې د بامیان په یوه مرکزي سیمه کې پر یوې ځوانې نجلۍ د جنسي تجاوز رپوټ ورته رسېدلی او په اړه یې څېړنه کوي.

ښاغلي مشکور وویل: "د بامیان موضوع واقعاً زړه بوږنونکې او د تاسف وړ ده. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون معلومات ترلاسه کړي. زموږ غوښتنه دا ده چې عدلي اوقضايي ادارې دا موضوع په جدي ډول وڅېړي او عاملان دې یې اشد مجازات شي."

په بامیان کې د ازادي راډیو خبریاله د چارواکو په حواله وايي چې د دغه ولایت په مرکزي سیمه دره فولادي کې د جمعې په ماسپښین ناپېژندل شوو کسانو پر یوې نابالغې نجلۍ چې په کاریز کې یې کالي مینځل، جنسي تیری کړی دی.

په بامیان کې چارواکو ویلي چې نجلۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې ده. تیري کوونکي له سیمې تښتېدلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون ویاند پرون ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په څېړنو کې معلومه شوې چې پر ښځو د تشدد پېښې اته فیصده زیاتې شوې دي.

ښاغلي مشکور وویل: "متاسفانه، په افغانستان کې د تېرکال په نسبت پر ښځو د جنسي تجاوزونو پېښې هم زیاتې شوې دي. د افغانستان دولت باید په دې مورد کې د ښځوپرضد د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون عملي کړي."

ښاغلي مشکور وویل، د بشري حقونو کمېسیون غوښتنه دا ده چې عدلي اوقضايي ادارې د بامیان موضوع موضوع په جدي ډول وڅېړي او عاملان دې یې اشد مجازات شي.
ښاغلي مشکور وویل، د بشري حقونو کمېسیون غوښتنه دا ده چې عدلي اوقضايي ادارې د بامیان موضوع موضوع په جدي ډول وڅېړي او عاملان دې یې اشد مجازات شي.

په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون نسبتاً نوی دی.

د قانون د اوولسمې مادې په اول بند کې د افغانستان د جزا د قانون ۴۲۶ حکم خپور شوی دي.

د افغانستان د جزا قانون حکوم کوي چې که یو وګړی پر نابالغې ښځې جنسي تجاوز کوي، باید په دوامدار حبس محکوم شي او که چېرې له دې کبله هغه ښځه مړه شي، مجرم اعدامېږي.

ایا په افغانستان کې پر ښځو د جنسي تجاوز عاملان له قانون سره سم محاکمه او مجازات شوي دي؟

د بشري حقونو کمېسیون ویاند وویل، هو، خو یوازې په هغو مواردو کې چې دوی ثبت کړي، تعقیب کړي او عدلي ادارو ته یې سپارلي دي.

د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په څېړنو کې معلومه شوې چې پر ښځو د تشدد پېښې اته فیصده زیاتې شوې دي.
د روان هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په څېړنو کې معلومه شوې چې پر ښځو د تشدد پېښې اته فیصده زیاتې شوې دي.

خو نوموړي زیاته کړه، د افغانستان په هغو سیمو کې چې د دوی مامورین کار نه شي کولائ، د جګړې سیمې دي، د افغانستان د حکومت حاکمیت نشته هلته داسې ډېرې زیاتې پېښې شته چې له ثبته پاتې کېږي.

په افغانستان کې د ښځو پر ضد د تشدد تعریف هم په خلکو کې ډېر نه دی پېژندل شوی.

له ښځو سره د خشونت، په ځانګړي ډول د جنسي تجاوزونو ډېرې پېښې د ټولنیزو باورونو او محدودیتوتنو له امله هم پټې پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG