د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۳۱

افغانستان

د ننګرهار کرنې ریاست ۵۰ جریبه ځمکه کې د خرما باغ جوړوي

ارشیف

د ننګرهار د کرنې ریاست په پام کې لري چې په ۵۰ جریبه ځمکه کې د خرما باغونه جوړ کړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي آزادۍ راډیو ته وویل چې په دې ولایت کې د خرما باغونو ښه نتیجه ورکړې او ځکه د دې باغونو د پراخولو پلانونه ترلاس لاندې نیول شوي.

"په ننګرهار کې په دې وروستیو کې د خرما کوم باغونه چې جوړ شوي، ښه حاصلات یې ورکړي، له همدې وجې ورځ تر بلې د خرما د باغونو پلانونه زیاتېږي. موږ هیله لرو چې د باغونو په ایښودلو سره به د باغدارانو اقتصادي وضعیت کې مثبت بدلون راشي".

ښاغلی خوږیاڼی زیاتوي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت استازي د ننګرهار ولایت د کرنې له رییس سره د دې پروژې د عملي کولو په اړه خبرې کړې دي. د ننګرهار والي ویاند زیاتوي چې په دې ولایت کې د نیالګیو د کیفیت د ارزونې او سالمې روزنې لپاره یو کرنیز لابراتوار هم جوړېږي.

ننګرهار د افغانستان د کرنیزو محصولاتو مهم تولیدوونکی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغان او سعودي چارواکي په ترهګریزو شبکو او سولې غږیدلي

سعودي عربستان چې له پاکستان سره نږدې اړیکې او پر طالب مشرانو اغېز لري.

افغان او سعودي چارواکي خپلو کې د سیمه ایزو ترهګرو شبکو په اړه د معلوماتو په شریکولو او د افغان سولې په برخه کې د سعودي پر هڅو غږیدلي دي.

ارګ وايي، په دې مسئلو پرون (پنجشنبه) د سویس په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود تر منځ لیدنه کې خبرې وشوې.

د ارګ څخه د خپرې شوې خبرپاڼې په وینا "دواوړ لوریو د افغانستان د سولې پروسې، د سولې په پروسه کې د علماو د رول د پیاوړتیا په برخه کې د هیوادونو په ځانګړي ډول د سعودي عربستان د هڅو" او د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د همکاریو "په ځانګړي ډول د سیمه ییزو تروریستي شبکو اړوند معلوماتو شریکولو او سیمه کې د شخړو راکمولو په اړه" خبرې وکړې.

سعودي عربستان چې له پاکستان سره نږدې اړیکې او پر طالب مشرانو اغېز لري، افغان دولت یې تل د افغانستان په سوله کې رول مهم بللی او د افغانستان د سولې په چارو کې یې پرلپسې د سعودي چارواکو د همکارۍ غوښتنه کړې.

انګېلامېرکل: جرمني د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته لېوال دی

غني له مېرکل سره په سویس کې لیده کاته کړي.

د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل ولسمشراشرف غني ته ویلي، هېواد یې د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته لېوال دی.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې چې تېره شپه خپره شوه وايي ولسمشرغني او مېرمن مېرکل پرون پنجشنبې د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې سره وکتل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې مېرمن مېرکل د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو څخه ملاتړ څرګند کړ او په عین حال کې یې په امنیتي برخو کې له افغانستان سره د جرمني د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د جرمني صدراعظمې ولسمشرغني ته د جرمني د سفر بلنه ورکړه او ولسمشرغني په ځواب کې وویل چې په مناسب وخت کې به دې هېواد ته سفر وکړي.

غني: پاکستان کې د حقاني شبکې له شتونه انکار بې ګټې دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر اشرف غني د پاکستان د صدراعظم عمران خان هغه وینا رد کړه چې وايي، حقاني شبکه په پاکستان کې فعاله نه ده.

د پاکستان صدراعظم د چارشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې خبریالانو ته وویل حقاني شبکه چې متحدایالاتو یې نوم د تروریستي ډلو په فهرست کې شامل کړی په پاکستان کې مرکزونه نه لري او فعالیت نه کوي.

افغان ولسمشر پرون په داوس کې له خبریالانو سره په خبرو کې د عمران څرګندونو ته اشاره وکړه او ویې پوښتل آیا تاسو د هغه پر خبرو باور وکړ؟ ښاغلي غني وویل دا ادعا دې ته ورته ده لکه څوک چې ووايي ځمکه د لمر پر شاوخوا نه تاوېږي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې دا ډول انکار بې ګټې کار دی.

ولسمشر همداراز وویل زموږ ترمینځ باید رغوونکې همکاري رامینځ ته شي خو دا همکاري باید په هغه ځای کې پیل شي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خاص اړيکي پای ته رسېږي.

افغان ولسمشر همداراز د طالبانو او امریکا ترمینځ د سولې خبرو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې خبرو کې د ډېر لږ پرمختګ نښې نښانې لیدل کېږي.

چارواکي: د ننګرهار په شېرازدو ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل شوي

ارشیف

د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي آزادۍ راډیو ته وویل چې د ګډو ځواکونو د جګړه ییزو، تصفیوي عملیاتو دوهم پړاو پرون پنجشنبې پیل شو چې په ترڅ کې یې پنځه ماینونه کشف او شنډ شول.

ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړه چې دا عملیات به له مخالفینو د دې سیمې د بشپړې تصفیې تر وخته دوام وکړي.

هغه زیاته کړه: "د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو په مشرۍ د ګډو کورنیو ځواکونو له لوري دوهمه برخه عملیات پیل شول، دا عملیات به له مخالفینو څخه د شېرزادو ولسوالۍ له پوره تصفیې وروسته پای ته ورسېږي."

ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړه چې د دې عملیاتو په لومړي پړاو کې د شېرزادو ولسوالۍ لویه لاره امن شوه او د لارې په اوږدو کې څو پوستې او بېزونه هم جوړ شول.

د ننګرهار د والي ویاند همداراز یادونه وکړه چې د شېرزادو ولسوالۍ د سیمه ایزې اردو د کنډک د روزنې چارې به هم په نژدې راتلونکي کې بشپړې شي.

نن د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله له کاناډا سره لوبه کوي

د افغانستان د نولس ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په لړۍ کې نن د کاناډا د لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

دا لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو پیلېږي.

افغانستان د چارشنبې په ورځ د جنوري په ۲۲په جنوبي افریقا کې د نړیوال جام په دوهمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په ستر توپیر ماتې ورکړه او د خپل ګروپ د جدول سر ته راغی.

په دې لوبه کې د افغانستان لوبډله په داسې حال کې چې شپږ غړي یې سوځېدلي وو، سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اوورونو کې د ۲۶۶ منډو هدف وټاکه خو د اماراتو ټول لوبغاړي په ۳۲ اوور کې وسوځېدل په داسې حال کې چې یوازې ۱۰۵ منډې یې کړې وې.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه چې د نړیوال جام د کوربه جنوبي افریقا د لوبډلې پر وړاندې وه هم په لوی توپیر وګټله.

افغانستان کې تېر کال ۱۶۲ روغتیايي مرکزونه جګړو ویجاړ کړي

ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن د جنورۍ په ۲۳مه ویلي چې په دغه هېواد کې د جګړې له امله تېر کال له درې نیم زره روغتیايي مرکزونو ۱۶۲ په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند نظام‌الدین جلیل د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې په ټول افغانستان کې تر یو میلیون زیات وګړي له دې امله متأثر شوي دي.

په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د کمزورتیا او په ډېرو کلیوالي سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د نشتوالي له امله خلک د علاج لپاره اکثر ګاونډیو هېوادونو یا هند ته ځي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې یوازې په ننګرهار کې د مسلکي روغتیايي کارکوونکو، دوا او نورو سهولتونو د نشتوالي له امله پنځه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

هلمند کې طالبانو د ملي امنیت ادارې یو چارواکی وژلی

د افغانستان په عمومي نقشه کې بغلان ولایت

په هلمند کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې یو چارواکی له کاره خپل کور ته پر لاره د وسله‌والو طالبانو په حمله کې وژل شوی او یو همکار یې زخمي شوی دی.

د هلمند د پولیسو ویاند زمان همدرد نن د جنورۍ په ۲۳مه، اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي چې وسله‌والو پرون ماښام د ملي امنیت ادارې د رسنیو د برخې پر مشر حمله وکړه .

همدرد ویلي چې د پېښې په اړه څېړنه کېږي. طالبانو د حملې مسئولیت اخیستی دی.

د بغلان-پلخمري ترمنځ لاره کې ۴ دولتي سرتېري وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې بغلان ولایت

طالبانو تېره شپه د بغلان او پلخمري ترمنځ پر سړک پر یوه امنیتي پوسته حمله کړې او د امنیتي ځواکونو ۴ غړي یې وژلي او ۷ تنه‌یې زخمیان کړي دي.

د مرکزي بغلان ولسوال خان‌زاده مظلوم‌یار نن د جنورۍ په ۲۳مه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې وسله‌والو شدیده حمله کړې وه او هغوی ته هم تلفات رسېدلي، خو دقیق شمېر یې نه‌دی څرګند کړی.

د پلخمري او کندز لار له مرکزي بغلان ولسوالۍ تېرېږي او په شمالي سیمو کې له خطرناکو لارو ګڼل کېږي.

د ازادي راډیو د خبریال په وینا، د افغانستان د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د نښتې له کبله د کابل او شمالي ولایتونو لویه لار د کیله‌ګي په سیمه کې بنده ده.

ټرمپ: طالبان باید د مؤثرو خبرو پیلېدو لپاره له تاوتریخوالي لاس واخلي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، طالبان باید په افغانستان کې د مؤثرو خبرو اترو د پیلېدو لپاره له شخړو لاس واخلي.

دا خبره سپینې ماڼۍ پرون په یوه بیان کې کړې او ویلي یې دي چې ښاغلي ټرمپ ولسمشر اشرف غني ته وویل، ترڅو پورې چې طالبانو په تشدد کې د پام وړ کموالی نه‌وي راوستی، د اغېزناکو یا ګټورو خبرو امکان نه‌شته.

دواړو ولسمشرانو پرون د سویس د داووس د اقتصادي غونډې په څنډه کې خبرې وکړې.

سپینه ماڼۍ وایي، ټرمپ ټینګار وکړ چې اړتیا ده طالبان په شخړو کې د پام وړ کموالی راولي او هغه ته دوام ورکړي، ترڅو د افغانستان د راتلونکي په اړه ګټورو خبرو اترو ته لاره هواره شي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو وویل، دواړو مشرانو پر یو شمېر مهمو او په ځانګړي ډول په بګرام کې د مخکېنۍ کتنې په ترڅ کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه چې یوه هم له هېواده بهر د ترهګرو پټنځایونه و، خبرې وکړې.

واشنګټن له طالبانو سره یوې موافقې ته د رسېدو په هدف د خبرو له بیا پیلېدو سره سم چې لسم پړاو یې د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په قطر کې پیل شوی، پر دې ډلې فشارونه زیات کړي چې شخړې کمې کړي او اوربند ته غاړه کېږدي.

'غني او ټرمپ د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې وکړې'

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د ولسمشر اشرف غني او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په پرونۍ کتنه کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې وشوې.

دواړه مشرانو د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې سره وکتل.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل چې دواړو مشرانو پر هغو موضوعاتو هم خبرې وکړې چې د ولسمشر ټرمپ د افغانستان د سفر پر مهال مطرح شوې وې.

ښاغلی صدیقي وايي: "خاصتاً پر دې بحث وشو چې څرنګه د افغانستان او متحده ایالاتو مشرانو چې کوم بحثونه بګرام کې کړي وو، هغه په راتلونکي کې بیا هم د دواړو هېوادونو د چارواکو له لوري تعقیب شي."

د افغانستان او امریکا ولسمشرانو د نومبر په ۲۸مه په بګرام کې کتلي و او هلته له طالبانو سره د اوربند او له افغانستانه بهر د ترهګرو د پټنځایونو د له‌منځه وړلو په اړه خبرې شوې وې.

هرات کې ټرافیکي پېښې څلور کسان ووژل

ارشیف

په هرات کې تېر ماښام د ټرافیکي پېښې له امله څلور تنه د یوې ښځې په ګډون وژل شوي دي.

د هرات د ټرافیک مدیر غلام سخي حسیني وایي چې ټکر د هرات-اسلام‌قلعه پر لویه لار شوی.

ښاغلی حسیني زیاتوي: "تېز رفتار موټر چې د مشهد له لوري راغلی و، له موټروان سره په‌کې څلور تنه وو، له یوه باربري موټر سره چې د لارې په اوږدو کې ولاړ و ټکر وکړ. دا پېښه د ماښام د اوو بجو خواته وشوه."

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي وایي چې د دې کسانو مړي روغتون ته انتقال شوي او تر اوسه د درېیو وژل شویو کسانو هویت نه‌دی معلوم.

نامعلومو وسله والو ننګرهار کې یو قاضي وواژه

ارشیف

نامعلومو وسله والو په ننګرهار کې یو تن قاضي په ډزو وواژه.

د ننګرهار چارواکي وایي، نامعلومو وسله والو نن مازیګر شاوخوا ۴ بجې د ننګرهار د استېناف محکمې یو قاضي په ډزو وواژه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې وژل شوی قاضي رفیع الدین اشنا نومېږي چې د بهسودو ولسوالۍ د اکمالاتي بېز په سیمه کې وژل شوی دی.

ښاغلي خوګیاڼي که څه هم په دې اړه نور وضاحت ورنه کړ خو ویې ویل چې رفیع الدین د استناف محکمې برحاله قاضي و.

د دغې پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا نه دی منلی.

د توکیو پارالمپیک سهمیه‌بندۍ سیالیو ته ۲ افغان لوبغاړي غوره شوي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان د پارا المپیک دوه لوبغاړي د توکیو ۲۰۲۰ میلادي کال د سهمیه‌بندۍ سیالیو ته غوره شول.

د افغانستان د پارا المپیک د کمېټې مطبوعاتي مسؤل کبیر خوشبین نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغو دوو لوبغاړو کې یوه نجلۍ او یو هلک شامل دي.

هغه زیاتوي: "دغه لوبغاړي دبۍ ته سفر لري او فعلاً تمریناتو باندې بوخت دي، دوی له ښه چمتووالي برخه‌من دي."

په پارا المپیک لوبو کې تر ډېره معلول لوبغاړي لوبېږي.

ښاغلی خوشبین وايي، ټاکل شوې ده چې دغه لوبغاړي په نږدې راتلونکي کې دبۍ ته سفر وکړي.

ښاغلي خوشبین هیله وښوده څو یاد لوبغاړي وکولای شي چې افغانستان ته ښې لاسته راوړنې ولري.

کندهار کې د فوټسال سیالۍ پیل شوي

ارشیف، تصویر تزئیني بڼه لري.

د هېواد په جنوب کندهار ولایت کې د فوټسال سیالۍ پیل شوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، دغه سیالۍ د کندهار په مرکز کې د "ښوونځي کپ" په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شفیع شاداب وايي، یادې سیالۍ د کندهار په وطن لوبغالي کې ترسره کېږي.

د یادو لوبو هدف د غوره لوبغاړو ټاکل یاد شوي دي.

لوبې نن پیل شوي او درې ورځې به دوام وکړي.

د کندز سرحدي سیمو کې ۲ سوداګریز مرکزونه جوړېږي

د کندز ښار یوه څنډه-ارشیف

په کندز کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې د جاپان او نړیوال بانک په مالي مرسته د لیتاکا یا د معیشت ودې پروژې په چوکاټ کې د دې ولایت په سرحدې سیمو کې دوه سوداګریز مرکزونه جوړېږي.

چارواکي وايي، دغه مرکزونه په کندز ښار او امام صاحب ولسوالۍ کې جوړېږي.

د نوموړې ادارې د چارواکو په وینا، د دې پروژې د پلان له مخې د شمال ختیځ ولایتونو په سرحدي ولسوالیو کې بنسټیزې او تولیدي پروژې پلې کېږي ترڅو د کلیوالو اقتصاد وده وکړي او شته ستونزې هوارې شي.

د کندز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رئیس دوست محمد ریحان په دې اړه وویل: "د لیتاکا د پروژې له مخې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو سوداګریز مرکز د کندز ښار کې او د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یو سوداګریز مرکز په امام صاحب ولسوالۍ کې جوړېږي څو د کلیوالو لاسي صنایعو او سیمه‌ییزو تولیداتو ته د پلورلو زمینه برابره شي."

له دې سره سم، په کندز کې د پانګونې او سوداګرۍ خونې چارواکي بیا وايي چې د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د کلیوالو لاسي صنایعو او نورو تولیداتو ته په سیمه کې نږدې د پلورلو زمینه برابره شي.

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې هغه شمېر خلک چې په دې پروژه کې شامل شوي، دغه پروژه د کلیوالو د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې ګټوره بولي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG