د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۵۸

افغانستان

افغانستان ته د ۲۴ امریکايي سرتېرو راتګ

ارشیف

امریکا د خپل ملي ګارد ۲۴ سرتېري افغانستان ته رالېږي.

د دغو پوځیانو، چې د پوځي پولیسو د ۲۰۶ کنډک غړي دي، د خدای پامانۍ مراسم پرون ماسپښین په نیویارک کې جوړ شول خو ټاکل شوې ده چې د پنجشنبې په ورځ له ټکساس څخه افغانستان ته روان شي.

دوی به په افغانستان کې لس میاشتې تېرې کړي او مسوولیت به یې د امریکايي قوماندانانو ساتنه وي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د تورخم دروازه بېرته پرانیستل شوه

تورخم دروازه

د ننګرهار چارواکي وایي چې تورخم دروازه له ۱۰ ساعته تړل کېدو وروسته بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي چې پاکستاني لوري د امنیتي ملحوظاتو له کبله نن سهار وختي دغه دروازه د مسافرو او ټرانزیت پر مخ بنده کړه.

پاکستاني چارواکو ویلي، د افغانستان له خاورې د دوو هاوان مرمیو له ورتوغولو وروسته‌یې د تورخم لاره د تګ راتګ پر مخ بنده کړه.

ویل کېږي چې دغه هاوانونه د پاکستان پر خاوره لګېدلي، خو چا ته‌یې زیان نه‌دی اړولی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقي هم نن ویلي و چې لاره به ژر بېرته پرانیستل شي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسافرو او سوداګریزو توکو ته د تګ راتګ مهمه لاره ده.

چارواکي: کندز کې ۱۳ افغان سرتېري وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې کندز ولایت

د کندز ځایي مسؤلین او ولسي استازي وایي چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې ۱۳ امنیتي او دفاعي سرتېري وژل شوي دي.

د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي‌الله امیري ازادي راډیو ته وویل چې دغه سرتېري تېره شپه هغه مهال ووژل شول چې وسله‌والو طالبانو یې پر ګډې پوستې برید وکړ.

ښاغلی امیري وایي، برید کې ۱۲ نور سرتېري ټپیان شوي او درې نادرکه دي.

د کندز په امنیه قوماندانۍ کې یوه سرچینه بیا د وژل شویو امنیتي سرتېرو شمېر ۱۸ یادوي چې په خبره‌یې ۱۵یې د ملي اردو او درې یې پولیس سرتېري دي.

طالبان بیا ادعا کوي چې دغلته‌یې تر ۳۰ پورې سرتېري وژلي، ۴ ژوندي نیولي او یو شمېر پوځي موټر او وسایل‌یې هم نیولي دي.

چارواکي: د افغانیو ارزښت په لوړېدو، خو د ډالرو بیې ټيټې شوي

ارشیف

د افغانستان مرکزي بانک وایي، د افغانیو د ارزښت په لوړېدو سره د ډالرو بیې ټیټې شوې دي.

پخوا یو امریکايي ډالر ۷۹ افغانیو ته رسېدلی و چې اوس‌مهال یو امریکايي ډالر په ۷۶ افغانیو بدلېږي.

د افغانستان د مرکزي بانک ویاند ایمل عاشور نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانیو د ترویج لپاره پیل شوي کمپاین ښه نتیجه ورکړې او دا به لامل شي چې پردۍ پیسې ونه‌چلېږي.

که چېرې افغانۍ ډېره وکارول شي، دا به د ډالرو او نورو پیسو په وړاندې هم خپلې اغېزې ولري او ډېره لېوالتیا به افغانیو ته وي.

له بلې خوا مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر هم نن چهارشنبه د ليلام په ډول پلوري.

ښاغلی عاشور وايي، د افغانستان بانک د نرخونو د ثبات لپاره لیلام ترسره کوي.

افغانستان کې د پانګونې پراختیا او مارکېټ ته د لاسرسي هڅې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند جان اقا نويد

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د المان پراختیايي ادارې په همکارۍ د پانګونې پراختیا او مارکېټ ته د لاسرسي په هدف یو ورځنۍ ناسته وشوه.

دغه ناسته نن په کابل کې ترسره شوه.

د دغې خونې ویاند جان اقا نويد ازادي راډيو ته وویل، په ناسته کې پر دې بحث وشو چې څنګه نړیوال مارکېټ ته لاسرسی پیدا کړي.

هغه زیاته کړه: "زموږ د نن ورځې کنفرانس په دې دی چې څنګه بازار یا مارکېټ ته لاسرسی پیدا شي، په دې پروګرام کې یو شمېر سوداګرو، ادارو او سوداګرۍ وزارت ګډون کړی او خپل نظریات شریکوي چې څنګه زموږ مالونه بهرنیو بازارونو ته لار پیدا کړي او په مناسبه بیه وپلورل شي."

له بلې خوا د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا نن ازادي راډيو ته وویل، تر دې مخکي افغانستان یوازې په پاکستان متکي و چې اوس‌مهال بدیلې لارې موندل شوي او د هوا له لارې څه باندې ۵۰ هېوادونو ته صادرات کېږي.

نوموړي وویل، افغانستان یو شمېر نوي مارکېټونه په اوکراین، قطر، عمان، بحرین، اذربایجان کې موندلي څو د افغانستان صادرات زیات شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په تازه اقدام کې نن د تورخم لار وتړله.

بادغیس کې ۶۲ افغان سرتېري د طالبانو له بنده خوشې کړای شوي

ارشیف

د بادغیس سیمه‌ییز چارواکي وايي چې ۶۲ افغان سرتېري د طالبانو له بنده خوشې کړای شول.

دا خبره د بادغیس د والي ویاند نجیم‌الدین برهاني ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل، دا افغان عسکر له یوه کاله راهیسې د بادغیس ولایت په بالامرغاب کې د طالبانو په بند کې و چې بېګا شپه د افغان ګډو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې خوشې شول.

په دوی کې پنځه کمانډو سرتېري او پاتې نور پولیس، اردو او سرحدي پولیس دي.

د بادغیس د والي ویاند ښاغلي برهاني زیاته کړه چې یاد افغان سرتېري د طالبانو له‌خوا په بالامرغاب او جوند ولسوالۍ کې د جګړو پر مهال نیول شوي و.

ورته مهال د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان پر خپل ټویټر د یادو خوشې شویو سرتېرو عکسونه خپاره کړي دي.

بالامرغاب د بادغیس نا امنه ولسوالۍ ده.

طالبان د دې ولسوالۍ په ډېره برخه کنټرول لري.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د افغان سرتېرو د خوشې کېدو په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

ازبکستان وايي د افغان سولې د سیاسي بهیر لپاره زمینه برابرولی شي

د ازبکستان دبهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د سولې د سیاسي بهیر لپاره زمینه برابرولی شي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پرون په برلین کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال میروس ناب سره په کتنه کې دا خبره کړې ده.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی په افغانستان کې د ثبات او سولې له ټینګولو سره علاقه‌مندي لري او کولای شي چې د بین‌الافغاني خبرو د پېل لپاره زمینه برابره کړي.​

افغان ځواکونو ته د حمدالله محب نوې سپارښتنې

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په شبرغان کې امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د ملکي خلکو ژوند ته جدي پام وکړي.

د ملي امنیت شورا د اعلامیې په حواله، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په شبرغان کې نن د امنیتي ادارو له مشرانو سره په کتنه کې ویلي چې باید قانون ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ ولسوالۍ په بوکه کلي کې په وروستیو کې د ولسي خلکو له‌خوا ادعا شوې چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په هوايي حمله کې ۶ ملکی وګړي وژل شوي دي.

ملي دفاع وزارت ویلي چې په دې اړه تحقیق کوي، خو ملګرو ملتونو د افغانستان پر امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ غږ وکړ چې د ملکي خلکو امنیت په پام کې ونیسي او د جګړې د قوانینو درناوی وکړي.

پاکستان د تورخم دروازه وتړله

تورخم دروازه

د تورخم دروازه نن تر نامعلوم وخته وتړل شوه.

د ننګرهار چارواکي وایي چې نن چهارشنبه سهار وختي پاکستاني لوري د ځينو امنیتي لاملونو له مخې د تورخم دروازه وتړله.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي څو شېبې مخکې که څه هم په دې اړه ډېر وضاحت ورنه‌کړ، خو ازادي راډیو ته وویل چې دروازه د مسافرو او ټرانزیت پر مخ تړل شوې او په خبره‌یې چې په دې اړه خبرې روانې دي.

پاکستانی لوری د تورخم دروازه په داسې حال کې تړي چې تېره ورځ د دغه هېواد په ګڼو سیمو او لویو ښارونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین د نیولو په غبرګون کې لاریونونه او اعتراضي غونډې وشوې او لا هم دوام لري.

د یادونې وړ ده چې د منظور پشتین د نیولو په غبرګون کې تېره ورځ په مرکز کابل، ننګرهار، کندهار، خوست، پکتیا او ځينو نورو ولایتونو کې هم لاریونونه او اعتراضي غونډې وشوې چې د ده د ژر خوشې کېدو غوښتنه‌یې کوله.

د ناټو سرمنشي له خلیل‌زاد سره په افغان سولې خبرې کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد او د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره د افغانستان پر سوله خبرې وکړې.

ينس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې له زلمي خليل‌زاد سره پر دې موضوع بحث وکړ.

ښاغلي سټولټنبرګ تېر ماښام په ټويټر کې ليکلي چې ناټو د افغانستان او د سولې د شرايطو د برابرولو ملاتړ ته ژمنه ده.

بل‌خوا د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې چې وايي په دې کتنه کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره يوځاى حاضر و، په يوه وېډيويي پيغام کې وويل: "سفير خليل‌زاد د ناټو متحدانو ته له طالبانو سره پر يوه موافقه د سلا کېدو د هڅو په اړه معلومات ورکړل، د ناټو متحدانو يو وار بيا د ده له دغو هڅو خپل ملاتړ څرګند کړ، دوى دغه‌راز په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د روان مأموريت ملاتړ هم څرګند کړ."

د ناټو په مقر کې د افغانستان د سولې پر هڅو په داسې حال کې بحث کېږي چې زلمي خليل‌زاد تر دې مخکې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د سولې مذاکرې وکړې.

دا چې په دغو مذاکرو کې پر کومو ټکو موافقه شوې ده، معلومات نه‌دي خپاره شوي.

عبدالله: د جګړې له لارې د افغانستان د لانجې د حل ګمان، غلط دی

د افغان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله

د افغانستان اجرائيه رئيس وايي هغه کسان چې فکر کوي د جګړې له لارې د افغانستان لانجه حلېږي، په غلطه دي.

عبدالله عبدالله دا خبرې په پروان ولايت کې پرون په يوه غونډه کې وکړې.

ښاغلي عبدالله دا هم وويل چې د سولې د داسې مذاکرو پلوي کوي چې ټول‌شموله وي.

هغه زیاته کړه: "د دې لپاره چې دا درد او مصيبت پاى ته ورسېږي، سولې او داسې مذاکرو ته چمتو يو چې ټول‌شموله وي او يو ټول‌شموله پلاوی په‌کې برخه ولري، هغه کسان چې فکر کوي، روانه لانجه د جګړې له لارې ختموي او تمه لري چې بيا به لږ و ډېر امريکايي ځواکونه وځي، دا يوازې يوه اشتباه ده."

ښاغلى عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې مخکې ويلي وو چې د افغانستان سياستوال د سولې لپاره کومه طرحه نه‌لري.

د سولې ولسي حرکت کندهار کې ډیورند کرښې ته څېرمه لاريون کوي

ارشیف، د سولې ولسي حرکت

د سولې ولسي حرکت نن په کندهار کې ډيورند کرښې ته څېرمه د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون کوي.

دغه لاريون نن چهارشنبه د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې ترسره کېږي.

د حرکت وياند بسم‌الله وطندوست تېر ماښام ازادي راډيو ته وويل: "د لاريون پر مهال به يو وار بيا د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل شي چې نور موږ مه‌وژنئ، اوربند وکړئ او سوله وکړئ، دغه‌راز به د لاريون پر مهال له ولسونو وغوښتل شي چې نور چپ مه‌پاتې کېږئ، خپل غږ پورته کړئ او خپل حقونه وغواړئ، څومره چې ولس چپ پاتې کېږي، په هماغه اندازه به جنازې پورته کوي."

د سولې ولسي حرکت تر دې مخکې په هرات، فراه، نيمروز، هلمند، ارزګان ولايتونو او د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هم د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون کړى و.

دغه حرکت ټولو ولايتونو ته د موټرو په ذريعه خپل لاريون د لېندۍ یا قوس پر ١٩مه له هلمنده پيل کړ.

ځیني قراردادي شرکتونه: امریکايي پوهنتون زموږ پیسې نه‌راکوي

کابل کې د امریکايي پوهنتون مخې ته د یو شمېر افغان قراردي شرکتونو کنفرانس.

یو شمېر افغان قراردادي شرکتونه وايي، د افغانستان امریکايي پوهنتون د د دوی د ور رسولو توکو پیسې چې اندازه‌یې څه باندې ۳۱ میلیونه افغانۍ ده، نه‌ورکوي.

دغه شرکتونه وايي، په کابل کې یې امریکایي پوهنتون سره د شویو تړونونو په اساس د لسګونه میلیونو افغانیو توکي ور رسولي، خو یاد پوهنتون‌یې پیسې نه‌ورکوي.

د دغو شرکتونو مسؤلینو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د امریکايي پوهنتون مخې ته د سړک پر څنډه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، څه کم یو نیم کال کېږي چې د دغه پوهنتون مسؤلینو یې پرته له دلیله پیسې ایسارې کړي چې له دې امله دا شرکتونه له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د عمر ضیاء د لوجستیکي او خدماتي شرکت رئیس محمد عمر وویل: "د امریکایانو له پوهنتون سره مې له ۲۰۱۸ میلادي کال را په دېخوا د تېلو په برخه کې قرارداد درلود، په خواشینۍ سره یو کال او څو میاشتې کېږي چې موږ حقوق نه‌دي ترلاسه کړي، د پیسو مبلغ مو کابو ۲۵ میلیونه افغانۍ دی، ټول اسناد راسره موجود دي."

ښاغلي عمر وویل په دغه موده کې یې اړوندو افغان او بهرنیو ارګانونو ته عریضې کړي، خو نتیجه‌یې نه‌ده ورکړې.

عمر دا هم وویل چې افغانستان امریکايي پوهنتون غواړي دوی ته په میاشت کې له دوو نه تر پنځو فیصدو پورې پیسې ورکړي حال دا چې د ده په خبره په تړون کې داسې موارد نه‌شته.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې په کابل کې امریکايي پوهنتون د بودجې د کموالي له امله امکان خپل فعالیت کم یا ودروي.

د افغانستان امریکایي پوهنتون د دې تورونو په ځواب کې ازادي راډیو ته به استول شوي اېمېل کې یوازې د عمر ضیا لوجستیکي کمپنۍ په اړه وایي چې دا کمپنۍ د دې پوهنتون پر خلاف خپل کارونه پر مخ بیایي او محصلینو ته خطر ورپېښوي.

دا پوهنتون په دې هکله نور جزئیات په لاس نه‌ورکوي، خو وايي چې دا موضوع‌یې د افغانستان له کورنیو چارو وزارت سره شریکه کړې ده.

کورنیو چارو وزارت په دې اړه شته پوښتنو ته ځواب ونه‌ویل.

د منظور پشتین د نیونې په غبرګون کابل او ولایتونو کې لاریونونه

ارشیف

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پشتین د ازادۍ لپاره نن په کابل او د افغانستان په ځیني نورو ولایتونو کې ولسي لاریونونه روان دي.

منظور احمد پشتین، د دوشنبې په شپه د پاکستان پولیسو ونیو.

په کابل کې نن د پاکستان سفارت مخې ته یو شمېر خلک راغونډ شوي وو او منظور احمد پشتین خوشې کړئ، نارې یې وهلې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په دې اړه په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان حکومت د منظور پشتین نیول کېدل غندي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې د افغانستان د ولسمشر خبرې د اندېښنې وړ او په خپله کورنۍ مسئله کې څرګنده لاسوهنه ګڼي.

په کلا سیف‌الله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو نن په لویه ولسي غونډه کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې منظور پشتین دې خوشې کړي.

غزني کې د راغورځېدلې امريکايي الوتکې سیمه کې نښته شوې

د دوشنبې په ورځ د امریکا پوځ وویل چې یوه الوتکه‌یې په غزني کې لوېدلې، خو وسله‌والو طالبانو ادعا وکړه چې الوتکه‌یې ویشتلې ده.

د افغانستان امنیتي ځواکونو او طالبانو د غزني په ده‌یک ولسوالۍ کې چې پرون د امریکايي ځواکونو یوه الوتکه وغورځېده، نښته کړې ده.

د روېټرز خبري اژانس، د غزني د امنیه قوماندان، خالد وردګ په حواله ویلي چې امنیتي ځواکونو هڅه کوله چې په ده‌یک ولسوالۍ کې د الوتکې د سقوط ځای ته ورورسېږي.

د دوشنبې په ورځ د امریکا پوځ وویل چې یوه الوتکه‌یې په غزني کې لوېدلې، خو وسله‌والو طالبانو ادعا وکړه چې الوتکه‌یې ویشتلې ده.

خالد وردګ روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی ته معلومات ور رسېدلي چې د پېښې په ځای کې څلور جسدونه شته او دوه تنه چې په الوتکه کې ژوندي پاتې وو هغه بې‌درکه شوي دي.

د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند، ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې وسله‌والو یې ۶ جسدونه ګڼلي او ویلي یې دي چې د ژغورنې مأمورینو ته به اجازه ورکړي چې سیمې ته ورشي او مړي یوسي.

د امریکا د دفاع وزارت سرچینو روېټرز ته ویلي چې لومړنۍ څېړنې څرګندوي چې په الوتکه کې تخنیکي ستونزه وه.

ننګرهار کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

ارشیف

د هېواد په ختیځ ننګرهار کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې د کرکټ دغه سیالۍ سبا د ننګرهار د ١٦ ولسوالیو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د افغانیو د رواجولو په موخه پیلېږي.

یادې ٢٠ اوریزې سیالۍ د شینوارو ولسوالۍ په کوربه‌توب پیلېږي چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG