د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۳۷

هریټيج: ټرمپ د امريکا د ګټو خوندي کولو په خاطر د نړۍ اخري کونج ته هم ځي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه یوه مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د قومندان جنرال سکاټ میلر د یکشنبې د ورځې خبرو ته اشاره شوې ده.

جنرال سکاټ میلر په کابل کې په یوه مرکه کې وویل، له دې سره چې داعش ډلې ډېرې سیمې له لاسه ورکړې ده، د دوی د جلب او جذب پروسه به تر ډېره محدوده شي.

خو میلر خبرداری ورکړ چې که اسلامي دولت سخت دريځه ډله سیمې هم ونه لري، په افغانستان کې یو تهدید کيدای شي.

د ده په وینا هغو سخت دريځو ته چې له یوه ځایه بل ته ځي او په ښارو کې د دوی ډلو ته بايد پام وشي.

نیویارک ټایمز د میلر له قوله لیکلي چې وايي دا هغه څه دي چې په عراق او سوریه کې ولیدل شول.

کله چې له سخت دريځو څخه پراخې سیمې ونیول شوې، دوی پر کوچنیو برخو وويشل شول او په حیرانوونکو ځایونو کې راپورته شول.

مقاله لیکي، پوځي چارواکو او حقوق پوهانو په افغانستان کې له طالبانو سره د هر ډول احتمالي توافق وروسته، د اسلامي دولت ډلې د سخت دريځو حضور په دې هېواد کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو لپاره یو دلیل باله.

د مقالې په وینا دغو چارواکو استدلال کړی چې طالبان داعش ډلې ته ماتې نشي ورکولای او طالبانو له القاعده څخه د جلا کېدو په برخه کې څه نه دي کړي.

نیویارک ټایمز لیکلي، ډېر افغانان د طالبانو او داعش تر منځ په توپیر نه پوهيږي خو پرته له شکه د داعش ډلې تاوتریخوالی د افغان جګړې یو اړخ ګرځېدلی.

مقاله لیکي، اسلامي دولت سخت دريځه ډله توانېدلې چې په افغان ټولنه کې نفوذ ومومي چې په مخکینیو جګړو کې دومره نه وې اغېزمنې شوي.

مقاله لیکي، که طالبان سوله وهم کړي، د داعش ډلې پر وروستۍ ماتې سربېره دا ډله په افغانستان کې د یوې نه ختمېدونکي جګړې اندېښنه زېږوي.

هریټيج

افغانستان ته د ټرمپ سفر ښکاروي چې دی په انزوا کې اچوونکی نه بلکه د ټرمپ د دکتورین بیانوونکی دی.

دا عنوان د هغه مقالې دی چې د هریټيج په نوم پر انترنیټي پاڼه خپره شوې ده.

د مقالې په سر کې لولو، کله چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته له مخکې نه اعلان کړي سفر سره څرګنده کړه چې د (لومړی امریکا) شعار په انزوا کې د اچولو هڅه نه ده، د ده مخالفانو د شکر اېستلو مراسم په خوښۍ نکړل تېر.

د مقالې لیکوال لیکلي، دا سفر همداراز پيغام رسوي چې ټرمپ د امريکا د ګټو خوندي کولو په خاطر د نړۍ اخري کونج ته هم ځي.

د مقالې د لیکوال په وینا، د طالبانو له لاسه د افغانستان د سقوط مخنیوی او په جنوبي اسیا کې د سولې او ثبات په خاطر له القاعده غوندي سخت دريځو ډلو څخه د قدرت اخیستل مهم دی.

په مقاله کې لولو چې ټرمپ د امریکا له پخوانیو ولسمشرانو سره توپیر لري.

د لیکوال په وینا، ټرمپ د نړۍ د ټولو ستونزو د حلولو هڅه نه کوي خو خپل هېواد ته یې متوجه ستونزې هم نالیدلي نه ګڼي.

په مقاله کې راغلي، که طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته تمایل ولري، امريکا هم خبرو ته لېواله ده.

د مقالې د لیکوال په وینا، اوسمهال امریکا د افغان حکومت نظامي ملاتړ او د ترهګرو ضد عملیاتو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG