د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۰۸

"عراقي مذهبي مشر د اعتراض کوونکو ځپل غندلي"


سیستاني د معترضانو د ځپلو لپاره له پوځي ځواک څخه کار اخیستل هم وغندل.

د عراق ستر مذهبي مشر آیت الله علي سیستاني په دې هېواد کې د حکومت ضد اعتراض کوونکو پرضد د پوځي ځواک کارول په کلکه غندلي دي.

په عراق کې د حکومت پرضد په اعتراضونو کې د سلګونه کسانو له وژل کېدو وروسته د دې هېواد ستر مذهبي مشر آیت الله علي سیستاني پر پارلمان غږ وکړ چې د اوسنۍ کابینې له ملاتړ څخه لاس واخلي.

هغه په کربلا کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې وویل، پارلمان د عراق د وګړو د ژوند د خوندیتوب لپاره د اوسنۍ کابینې د ټاکنو پر پرېکړه باید یوځل بیا غور وکړي.

سیستاني د معترضانو د ځپلو لپاره له پوځي ځواک څخه کار اخیستل هم وغندل.

د راپورونو له مخې په تېرو څو اونیو کې د اعتراضونو له پیله لږترلږه ۳۵۰ کسان وژل شوي دي خو رویټرز خبري آژانس د پولیسو او روغتونونو د سرچینو په حواله وايي چې دا شمیره له ۴۰۰ زیاته ده.

تر ټولو زیات تلفات په ناصریه، نجف او بغداد کې وروسته له هغه پېښ شول چې معترضانو په نجف کې د ایران قونسلګرۍ ته اور واچاوه.

د نجف یو اوسېدونکی چې ورور یې د لاریونونو پرمهال وژل شوی وايي چې پولیسو پر بې وسلو معترضانو ډزې کړي.

هغه وویل: "هغوی په زړه وویشت، ورور مې خلکو ته اوبه ورکولې، په خدای قسم چې یوازې اوبه یې ورکولې، هېڅ شي ته یې اور نه دی اچولی او هېڅوک یې نه و، وهلي، یوازې اوبه یې ورکولې، هغوی دوه ډزې پرې کړي، یو په زړه او یو دلته په ستوني."

د روغتونونو چارواکو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د پنجشنبې ورځې په اعتراضونو کې ټول ۴۶ کسان وژل شوي.

تر ټولو زیات دا کسان په ناصریه کې وروسته له هغه ووژل شول چې پولیسو پر لاریون کوونکو ډزې وکړې او اوښکې بهوونکي ګاز یې وکاراوه او اعتراض کوونکو په ځوابي اقدام کې د پولیسو یوه ماموریت ته اور واچاوه.

همداراز په پلازمېنه بغداد کې اعتراض کوونکو هڅه وکړه چې د احرار له ستراتیژیک پله واوړي او امنیتي زون ته چې دولتي ودانۍ پکې دي، ننوځي خو پولیسو یې مخه ونیوله.

روان لاریونونه په اکټوبر میاشت کې د فساد، بېکارۍ او نیمګړو عامه خدماتو پرضد په غبرګون کې پیل شوې.

د عراق حکومت ویلي چې له روان وضعیت سره د مقابلې لپاره د ځانګړو مرکزونو د جوړولو په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG