د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۲۸

نړۍ

د فرانسې ولسمشر: د ناټو مغز مړ شوی

د مکرون څرګندونې هغه مهال د دې ټلوالې د غړو له غبرګون سره مخامخ شوې او د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ د دې ټلوالې د ویجاړېدو په اړه خبرداری ورکړ.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي دی پر خپلې هغې خبرې ولاړ دی چې ویلي یې و، د ناټو مغز مړ شوی دی.

ښاغلي مکرون د نوامبر په اومه له ایکونومیست مجلې سره په خبرو کې په ناټو کې د ستراتیژیکې همکارۍ پر نشتوالي خپګان ښودلی و او ویلي یې وو چې دی دې ته له ناټو سره د امریکا د تعهد د کمزوري کېدو په سترګه ګوري.

د مکرون څرګندونې هغه مهال د دې ټلوالې د غړو له غبرګون سره مخامخ شوې او د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ د دې ټلوالې د ویجاړېدو په اړه خبرداری ورکړ.

د فرانسې ولسمشر پرون د نوامبر په ۲۸ په پاریس کې د ناټو له عمومي منشي سره له کتنې وروسته وویل چې دی لاهم په دې اړه د ابهام د رابرسېره کولو هڅه کوي، ځکه باور لري چې د دې ټلوالې ګټو ته په پام سره دا کار غیرمسئولانه دی چې موږ لاهم د مالي او تخنیکي مسایلو په اړه خبرې وکړو.

مکرون او سټولټنبرګ د هغې غونډې په درشل کې سره ګوري چې راتلونکې اونۍ د ناټو د اویایمې کلیزې په مناسبت په لندن کې جوړېږي او دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین او سوریې په ګډون د یولړ کړکېچونو پرسر د روسیې او لویدیځ اړیکي په خورا ترینګلي حالت کې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هانګ کانګ کې د تېرو شپږو میاشتو اعتراضونو په دوام نن بیا لاریون شوی

د هانګ کانګ اوسېدونکو د تېرو شپږو میاشتو د اعتراضونو په دوام د مدني او بشري حقونو د دفاع لپاره نن ډلې ډلې، په هغه لاریون کې ګډون وکړ چې چارواکو یې اجازه ورکړې وه.

د ډیموکراسۍ دې پلوي معترضانو شعارونه ورکول چې له خپلو غوښتنو څخه به تېر نه شي. د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې د مظاهرو اکثر ګډونوالو د سیمه ییزو او مرکزي چارواکو د احتمالي حملو له وېرې خپل مخونه په نقابونو پوښلي وو.

له دې مخکې د چارواکو له قوله په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي وو چې یوولس کسان نیولي شوي او یوه تومانچه او ځینې نورې کوچنۍ وسلې ترې ترلاسه شوي دي.

سرګي لاوروف امریکا ته ځي

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران

چارواکي وايي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره د لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.

د واشینګټن پوسټ ورځپاڼې او د اسوشیتید پریس خبري اژانس نن لوړو پوړو امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې لاوروف به ددې اونۍ د سه شنبې په ورځ له پمپیو سره وګوري او ګومان کیږي چې دواړه به په یوه ګډه خبري غونډه کې څرګندونې هم وکړي.

د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي چې دواړه ډيپلوماټان به د اوکراین، سوریې ، د وسلو د کنټرول او نورو هغو مسالو په اړه خپلو کې خبرې وکړي چې د امریکا او روسیې اړیکې یې ترینګلې کړي دي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو پمپیو او لاروف د تېر یو کال په اوږدو کې خپلو کې څو ځلې لیدلي او همدانګه یې ټیلفوني خبرې کړي دي.

لاروف او په واشینګټن کې د روسیې پخواني سفیر سرګي کیسلیاک د 2017 م کال په مې میاشت کې له ولسمشر ډنالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې هم لیدلي وو.

هغه مهال پمپیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کار نه کاوه.

تر اوسه روښانه نه ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر به دا ځل د امریکا له ولسمشر ډنالډ ټرمپ سره هم وګوري او کنه.

شمالي کوریا د اوږده واټن راکټ د توغولو ازموینه کړې

ارشیف

شمالي کوریا وايي، د اوږدواټنه راکټ د توغولو له ځایه یې یوه ډېره مهمه ازموینه وکړه.

د دې ځای په اړه پخوا امریکايي چارواکو ویلي و چې له واشنګټن سره د شمالي کوریا د غیراټومي کېدو د خبرو په نتیحه کې نیمايي ویجاړ شوی دی.

شمالي کوریا دا اعلان نن (یکشنبه) یوه ورځ وروسته له دې وکړ چې د دغه هېواد یوه چارواکي وویل چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره په خبرو کې د کوریا ټاپووزمې د غیراټومي کېدو موضوع شامله نه ده.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز، چې د شمالي کوریا له لوري د توغندو د ازموینو څرک لګوي، د دې هېواد د تازه اعلان په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

سعودي وګړي پر انټرنېټ نیوکه کړې او د اسامه نقل قول یې خپور کړی

د امریکا د فدرال پولیسو پلټونکو تراوسه پورې د دې پېښې، چې د جمعې په ورځ وشوه، د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

د سختدریځو یوه څرک لګوونکې ډله وايي، د سعودي عربستان هغه پېلوټ چې د امریکا د فلوریدا د سمندري ځواک په اډه کې یې ۳ تنه ووژل، په انټرنېټ کې د امریکا پر متحدو ایالتونو انتقاد کړی و او د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن نقل قول یې خپور کړی و.

یوه امریکايي چارواکي پرون (شنبه) اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې دغه سعودي پېلوټ تر پېښې څو ورځې مخکې ماښامنۍ مېلمستیا کړې وه او په لړ کې یې ده او درو تنو نورو په ګډه پر خلکو د ډزو ویډیو کتلې وه.

د امریکا د فدرال پولیسو پلټونکو تراوسه پورې د دې پېښې، چې د جمعې په ورځ وشوه، د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

امریکا او ایران بندیان تبادله کړي

په سویس کې د امریکا سفیر د خپل بندي ښه راغلاست ته ورغلی و.

ایران او امریکا خپلو کې د سویس په زوریخ ښار کې بندیان تبادله کړي دي.

له میاشتو ترینګلتیا وروسته دا اقدام د دواړو هیوادونو ترمنځ پرمختګ حسابیدلی شي.

د پرینتسون پوهنتون فارغ التحصیل ژیو وانګ چې ایران کې زنداني وو نن له ایراني پوه مسعود سلیماني سره مبادله شو. سلیماني د امریکا په بند کې وو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپېنې ماڼۍ څخه په یو بیان کې د وانګ خوشې کیدل تائید کړي او ویلي یې دي نوموړی بیرته امریکا ته ستنیږي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف اعلان کړی و چې د بندیانو دا تبادله به زر ترسره شي.

ظریف ویلي وو، خوشاله دی چې پروفیسور مسعود سلیماني او ژیو وانګ له خپلو کورنیو سره یو ځای کیږي.

نوموړې زیاته کړې د ټولو څخه په دې پروسه کې ښکیل و په ځانګړې توګه د سویس له حکومت مننه کوي.

وروسته د ایراني خبري اژانس راپور ورکړ چې سلیماني په سویس کې ایراني چارواکو سره یو ځای شوی دی.

امریکايي وانګ په 2016 میلادي کال کې ایران کې د علمي څېړنې پر مهال ونیول شو او تورن شو چې د څیړنو په پلمه یې جاسوسي کوله، هغه څه چې د نوموړې کورنۍ او پرینتسون پوهنتون رد کړي دي.

نوموړی په لس کاله بند محکوم شوی و.

سلیماني بیا د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکټوبر کې د بیولوژیکي موادو د صادرولو د هڅې په تور د شیکاګو په هوايي ډګر کې ونیول شو. ددې موادو صدور د هغو بندیزونو څخه سرغړاوی بلل کیږي چې امریکا پر ایران لګولي دي.

وروسته له هغې چې د تیر کال مې میاشت کې ولسمشر ټرمپ له ایران سره د 2015 میلادي کال له اتومي تړون څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ د دواړو هیوادونو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوه.

ایران کې پر رسنیو د لګول شویو محدودیتونو په اړه اندېښنه

د ازادې اروپا او ازادي راډیو مشر جېمې فلاي

د ازادې اروپا او ازادي راډیو مشر جېمې فلاي ویلي چې نړیوالې رسنۍ په ایران کې پر بهرنیو خبریالانو او خبري رسنیو بندیز او پر انټرنټ د وضع شی محدودیت له امله خلکو ته د بې پرې او دقیقو معلوماتو د رسولو په برخه کې له پېښ شوي خنډ څخه اندېښنه لري.

جمي فلاي د ازادې اروپا او ازادي راډیود ایران برخې، راډیو فردا ته په مرکه کې چې پرون، د ډېسېمبر په ۷مه، خپره شوه، ویلي: "موږ دلته په فردا کې د خپلو ژورنالیستانو او په امریکا غږ فارسي، بي بي سي فارسي او نورو نړیوالو اژانسونو کې د خبریالانو په اړه چې له دې وضعیت سره مخامخ دي، اندېښنه لرو."

په وروستیو اونیو کې د ایران په بېلابېلو ښارونوکې د تېلو دنرخ د لوړېدو پر ضد مظاهرې وشوې.

د حکومتي ضد مظاهرو پرمهال، د ایران حکومت په هغه هېواد کې پر انټرنېټ بندیز ولګاوه.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي وویل چې هلته د خلکو مظاهرې له بهره تنظیم شوې وې او د رژیم پر ضد دسیسه وه.

شمالي کوریا: امریکا سره خبرو کې د اټومي وسلو مسئله شامله نه ده

په ملګرو ملتونوکې د شمالي کوریا سفیر کېم سونګ

په ملګرو ملتونوکې د شمالي کوریا سفیر ویلي چې په کوریاګانوکې د اټومي وسلو د له منځه تلو مسئله له امریکا سره په بحث کې شامله نه ده.

کېم سونګ پرون، د ډېسېمبر په ۷مه، په نیویارک کې وویل چې داسې خبرې چې واشنګټن یې غوښتنه لري چې محتوا او دوام ولري، یوازې د دې لپاره دي چې وخت وسپموي او د امریکا په کورنۍ سیاسي اجنډا کې رېښې لري.

کېم وویل: "مونږ اوس نه غواړو چې له امریکا سره اوږدې خبرې وکړو او د غیر اټومي کېدو مسئله د خبرو له مېزه لرې شوې ده."

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له شمالي کوریا سره روابط ښه کړي چې د هغه د بهرني سیاست یو پرمختګ بلل کېږي.

هغه دری واره د شمالي کوریا له مشر سره خبرې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ د ډېسېمبر په ۷مه، د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جاي ان سره ټیلېفوني خبرې وکړې.

دواړو ولسمشرانو موافقه وکړه چې له شمالي کوریا سره د ډیالوګ لپاره فشارونه جاري وساتي.

ریال ماډریډ د اسپانیول او بارسلونا د مایورکا سره د فوټبال سیالي کوي

ارشیف

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۱۶مې اونۍ په لوبو کي نن مازدیګر ریال ماډریډ د اسپانیول سره او بارسلونا بیا نن شپه د مایورکا فوټبال لوبډلي سره لوبیږي.

د ریال ماډریډ او اسپانیول فوټبال ټیمونو ترمنځ ننۍ لوبه د افغانستان په وخت مازدیګر ۴:۳۰ بجې د ریال ماډریډ په کورني لوبغالي سانتیاګو کي ترسره کیږي.

بارسلونا او مایورکا فوټبال لوبډلي بیا نن شپه ۱۲:۳۰ بجې د بارسلونا په کورني لوبغالي نیوکمپ کي یو د بل په وړاندي میدان ته کښته کیږي.

بارسلونا د جدول په لومړي، ریال ماډریډ په دوهم، سویا په درېیم، ریال سوسیداد په څلورم، اتلاتیک بلباوو په پنځم او اتلاتیک ماډریډ بیا د اسپانیا لالیګا لیګ په شپږم ځای کي شتون لري.

ټرمپ: نړیوال بانک دې چین ته د پور له ورکولو ډډه وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نړیوال بانک څخه غوښتې دي چې چین ته د پور له ورکولو ډډه وکړي.

یوه ورځ مخکې تر دې نړیوال بانک موافقه وکړه چې چین ته له یوه تر یو نیم میلیارډه ډالرو پورې پور په لږ ګټې هر کال د دوه زره پنځه ویشتم کال تر جون میاشتې پورې ورکړي.

ولسمشر ټرمپ پرون پر ټویټر ولیکل، ولې نړیوال بانک چین ته پور ورکوي، چین په خپله ډیرې پیسې لري او پیسې پیدا کولی شي، نو پر دې قرض ورکولو باید لاس ونیسي.

نړیوال بانک ویلي دي چې د دوی پور به له چین سره دا مرسته وکړي چې د سوداګرۍ په برخه کې اصلاحات راولي ترڅو شخصي سکتور په دې هیواد کې پراخ شي.

د عراقي ملیشو په دریو مشرانو د امریکا بندیزونه

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سکرټر ډېوېډ شېنکر

د امريکا متحدو ايالتونو د عراقي ملېشه وو پر درېيو رهبرانو، چې له ايران سره اړيکې لري، بنديزونه ولګول.

پر دوى دغه بنديزونه په عراق کې د وروستيو خپرو شويو اعتراضونو په ظالمانه ځپلو کې د همکارۍ د ادعا له کبله لګول شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سکرټر ډېوېډ شېنکر (David Schenker) پرون خبريالانو ته وويل: ”د امريکا متحد ايالتونه نن پر درېيو عراقيانو، په عراق کې د سوله ييزو اعتراض کوونکو په ظالمانه ځپلو کې د دخالت، د اداري فساد او رشوت د هڅې له کبله بنديز لګوي.“

دا اعلان په داسې حال کې وشو، چې د عراق په پلازمېنه بغداد کې د تازه تاوتريخوالي په نتيجه کې لږ تر لږه ١٢ تنه نور وژل شوي دي.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون په يوه اعلاميه کې وويل، د عراق خلک بېرته له خپل حکومت څخه واقعي اصلاحات او له باور-وړ رهبرانو حساب کتاب غواړي، چې د عراق ملي ګټې ورته لومړيتوب لري.

د عراق وګړي د اکتوبر له لومړيو، د پلازمېنې بغداد او د جنوب د شيعه مېشتو سيمو لارو کوڅو ته په اعتراض راوتلي دي.

دوى وايي د کار غوښتنه لري، په عراق کې د پراخ اداري فساد ختمېدل او د ټولنيزو خدماتو ښه کېدل غواړي.

د اعتراض کوونکو پر مهال چې د صدراعظم عادل عبدالمهدي د استعفى سبب شوي، شا و خوا ٤٣٠ کسان وژل شوي دي.

د قرغزستان پخوانى صدراعظم په ١٥ کاله بند محکوم شو

د قرغزستان پخوانى صدراعظم سفر اسحاقوف

د قرغزستان يوې محکمې پخوانى صدراعظم سفر اسحاقوف د اداري فساد د تورونو له کبله په ١٥ کلونو بند محکوم کړ.

ويل شوي ده په ٢٠١٣ میلادي کال کې د بشکيک د حرارتي برېښناکوټ د عصري کولو په پروژه کې د خپل دخالت پر مهال اداري فساد کړى دى.

د محکمې قاضۍ اناره ګليازيت-دينووا پرون د حکم د تشريح پر مهال وويل، اسحاقوف ته د جايدادونو د قبضه کولو له کبله هم دا جزا ورکول کېږي نور له خپل ډيپلوماتيک حيثيت محرومه کېږي.

د اداري فساد په تړاو د قرغزستان ګڼ پخواني چارواکي محاکمه شوي، چې ادعا کېږي د پخواني ولسمشر الماس بېګ اتمبايف نږدې همکاران دي.

قاضي د بل پخواني صدراعظم جان تورو ساتې بالديف ته هم د اووه نيم کلن بند سزا واورله.

خو د انرژۍ ادارې پخواني مشر ايب کاليف ته د ١٥ کلونو بند سزا واورل شوه.

ګڼو نورو پخوانيو چارواکو ته هم د اداري فساد په تور د دوه نيمو کلونو بند سزا واورول شوه، ځينې نور پخواني چارواکي يوازې جريمه شول.

د امریکا پوځي اډې پېښه کې سعودي زده کوونکى مشکوک بلل شوى

ارشیف

د امريکا د فلوريډا ​په يوه پوځي اډه کې د ډزو په پرونۍ پېښه کې د سعودي عربستان د هوايي چلن يو زده کوونکى مشکوک بلل شوى دى.

دغه سعودي وګړى د پوځي روزنې لپاره په امريکا کې و او په هغه حمله کې مشکوک بلل کېږي، چې د امريکا د سمندري ځواک په اډه کې يې په نتيجه کې ٤ کسان ووژل شول.

د فلوريدا والي او نورو چارواکو په خبره، په دې پېښه کې چې پرون په فلوريډا ايالت کې شوې، ٨ تنه نور ټپيان شوي دي.

د پوليسو يوه افسر ويلي، په څلورو وژل شويو کسانو کې په خپله حمله کوونکى هم شامل دى.

دا روانه اوونۍ دويم وار دى، چې د امريکا په يوه پوځي مرکز کې داسې وژونکې پېښه کېږي.

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان ورته ټېليفون کړى او له قربانيانو سره يې خپله خواخوږي ښوولې ده.

ټرمپ زیاته کړه: "پاچا وویل چې سعودیان د برید کوونکي د وحشیانه عمل له کبله سخت په غصه دي او دا کس په هیڅ وجه د سعودي د خلکو د احساساتو استازولي نه شي کولی، پر سعودیانو د امریکا خلک ډير ګران دي."

د دې برید علت تر اوسه روښانه نه دی.

د فلوريډا والي ران دي سانتيس ويلي، مشکوک د سعودي عربستان وګړى و، چې په دې پوځي اډه کې په پوځي روزنه بوخت و.

د جرمني صدراعظمه د یهودیانو د ډله ییزې وژنې په یاد جوړ شوي څلي ته ځي

تمه کیږي چې میرمن میرکل نن جمعه (نومبر ۶مه) د پولېنډ اوسوېڅیم ته ورشي چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال نازي اشغالګرو اشویتځ بللی و. 

ټاکل شوې د جرمني صدراعظمه انګلیلا میرکل د لومړي ځل لپاره د نازیانو د وژنې په کمپ اشویتځ کې د هولوکاست یا یهودانو د ډله ییزې وژنې یاد څلي ته ورشي.

تمه کیږي چې میرمن میرکل نن جمعه (نومبر ۶مه) د پولېنډ اوسوېڅیم ته ورشي چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال نازي اشغالګرو اشویتځ بللی و.

میرکل دغلته د اشویتځ - بیرکیناو د بنسټ د لسمې کالیزې په مناسبت ورځي. دا بنسټ ددې تاریخي سیمې د ساتنې مسئولیت لري او جرمني یې لوی تمویلوونکی دی.

انګیلا میرکل به د پولنډ له صدراعظم ماتیوز موراویڅکي سره د اشویتځ بیرکیناو اجباري کمپ وګوري.

دواړه مشران به ددې کمپ په هغه ځای کې چې په کې زرګونه یهود بندیان وژل شوي، یوه دقیقه خاموشي وکړي.

میرکل به د نازي جرمنانو له خوا د شکنجې په دې پخواني کمپ کې وینا هم وکړي.

ویل کیږي مخکې تر دې چې دا کمپ په ۱۹۴۵ کې د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو له خوا ازاد شي، په کې تر یو میلون زیات کسان وژل شوي وو.

په مجموعي توګه نازي جرمنانو او ملاتړو یې هغه مهال شپږ میلیونه یهودان وژلي دي.

د امریکا عدلیې وزارت پر یوه روسي تبعه د هکرۍ او بانکي درغلیو تورونه لګولي

د امریکا عدلیې وزارت، د ماکسیم یاکوبیڅ په نوم پر روسي وګړي د هکرۍ او بانکي درغلیو تورونه لګولي دي.

ویل کېږي یاکوبیڅ د هغې سایبري جنایتکارې ډلې مشر دی چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د همدې غیرقانوني کارونو له لارې له سل میلیون ډالرو زیاتې پیسې ترلاسه کړې دي.

له دې سره هم مهاله د امریکا د خزانې وزارت پرون پنجشنبې (ډسمبر ۵مه) د یاکوبیڅ او د هغه پر ورانکارې ډلې چې د ویروسونو د یوې بستې د خپرولو له لارې یې په څه باندې ۴۰ هېوادو کې له کمپیوټرونو بانکي معلومات ټول کړي، بندیزونه اعلان کړل.

د امریکا د عدلیې وزارت چې له بریتانوي چارواکو سره یې یوځای په دې اړه تحقیقات کړي وايي، دې ډلې تر ډېره په امریکا او برتانیا کې د څه باندې ۳۰۰ بانکونو او مالي ادارو کمپیوټرونو ته نفوذ کړی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هغې اطلاع په بدل کې چې په نتیجه کې یې یاکوبیڅ یا ونیول شي او یا محاکمه شي، پنځه میلیونه ډالر جایزه ټاکلې ده.

امریکايي سناتور پرې نه ښود د ارمنانو ډله ییزه وژنه، رسما جینوسایډ وګڼل شي

کرامر وویل، فکر نه کوي چې د سنا غړي به د ترکیې د سلوک په اړه جدي اندېښنې نه لري، خو دا پریکړه لیک ښايي په بل مناسب وخت کې تصویب شي.

امریکايي سناتور کیوین کرامر پرون پنجشنبې (ډسمبر ۵مه) د هغه پرېکړه لیک مخه ونیوله چې په شلمه پېړۍ کې د عثماني امپراتورۍ د واکمنۍ پرمهال د ارمنانو ډله ییزه وژنه رسما د جینوسایډ په نوم پېژني.

د نوامبر له ۱۳ مې نېټې راهیسې دا درېیم ځل دی چې یو جمهوري غوښتونکی سناتور د امریکا په سنا جرګه کې د دې پریکړه لیک د تصویب مخه نیسي.

کرامر وویل، ده د دې پریکړه لیک چې د کانګرس د استازو جرګې د اکټوبر په ۲۰ مه تصویب کړی، ځکه مخه ونیوله چې دا مناسب وخت نه دی او دا کار به ترکیه هم په غوسه کړي.

کرامر وویل، فکر نه کوي چې د سنا غړي به د ترکیې د سلوک په اړه جدي اندېښنې نه لري، خو دا پریکړه لیک ښايي په بل مناسب وخت کې تصویب شي.

د امریکا په سنا کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند او د استازو په جرګه کې ډیموکراتان اکثریت دي.

په همدې حال کې د کانګرس سرچینو ویلي، سپینه ماڼۍ نه غواړي په داسې حال کې چې له انقرې سره د سوریې په شمال کې د ترکیې د عملیاتو او له روسیې څخه د توغندیو د دفاعي سیسټم د حساسو مسایلو په اړه خبرې کوي، دا پریکړه لیک تصویب شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG