د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۴۶

دوو امریکايي خپرونو د افغانستان پر هوايي ځواک تبصرې کړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د لوګر ولایت د مدني فعال محمد موسی محمودي چې له خپل همکار احسان‌الله حمیدي سره یوځای څو ورځې د افغانستان د ملي امنیت ادارې په توقیف کې و، پام اړولی دی.

محمودي او حمیدي د ملي امنیت د ادارې له‌خوا وروسته له هغه ونیول شول چې د لوګر په څو ښوونځیو کې یې د زده‌کوونکو د جنسي ځورونې په اړه یوه راپور کې مرسته کړې وه.

واشنګټن پوسټ لیکي، د محمودي پر توقیف ولسمشر محمد اشرف غني او په کابل کې د امریکا سفیر جان بس انتقادونه کړي وو.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور پرون چهارشنبه (لېندۍ/ قوس ۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې د مدني ټولنې دغه دواړه فعالان اوس له دوی سره دي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې محمودي او حمیدي د تېرې پنجشنبې په ورځ نیولي وو.

واشنګټن پوست لیکي، محمودي په هغه راپور کې مرسته کړې چې لومړی ځل ګارډین ورځپاڼې خپور کړ او د لوګر په ښوونځیو کې له شااوخوا ۵۵۰ زده‌کوونکو هلکانو سره د جنسي ځورونې ادعا په‌کې شوې ده.

د محمودي له نیولو وروسته د ملي امنیت ریاست د هغه یوه وېډیو خپره کړه چې نوموړی په‌کې وايي، په دغه راپور کې یې موندنې ناسمې دي او د افغانستان له خلکو بخښنه غواړي. د واشنګټن پوسټ په لیکنه، په کابل کې د امریکا سفیر جان بس دغه وېډیويي اعتراف اخیستل د پخواني شوروي اتحاد چلند ته ورته وباله.

واشنګټن پوست وړاندې د بشري حقونو د مدافع ډلو له قوله لیکي چې په افغانستان کې بچه بازي غیر قانوني ده، خو شتمن او ځواکمن کسان له هلکانو د جنسي شریک په توګه کار اخلي.

د ورځپاڼې په لیکنه ډېر نه‌دي لیدل شوي چې د بچه‌بازۍ عاملان دې مجازات شي، خو پر ځای یې د دې پدیدې قربانیان او د هغوی کورنۍ د ټولنې له‌خوا مجازات کېږي.

  • جینس ډېفنس

امریکایۍ جینس ډېفنس اوونیزې د افغانستان هوایي ځواکونو ته د نویو هلیکوپټرو د ورکولو موضوع ته پام اړولی او لیکي، د "ام ډي اچ ای" (MDHI) شرکت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۱۲ نوې "ام ډي ۵۳۰ اف" (MD 530 F) هلیکوپټرې به په نږدې راتلونکي کې ډغه هېواد ته ورکړل شي.

دې شرکت تر دې دوه ورځې مخکې ویلي وو چې ۶۰ هلیکوپټرې یې د افغانستان هوایي ځواکونو ته ورکړې دي.

د افغانستان هوایي ځواکونو ته د دغو جنګي الوتکو ورکول له ۲۰۱۱ کال راهیسې پیل شوي دي.

  • انټرنشنل بزنس ټایمز

بلې امریکایي انټرنشنل بزنس ټایمز هم د افغانستان د هوایي ځواک پر موضوع تمرکز کړی او لیکي، د امریکا هوایي جګړه به په افغانستان کې هېڅکله هم پای ته ونه‌رسیږي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا متحده ایالاتو یوه اساسي دنده دا وه چې د افغانستان هوایي ځواکونه وروزي چې وکولای شي په خپله د هېواد هوایي قلمرو کنټرول او پر وسله‌والو طالبانو حملې همغږې کړي.

خو د ورځپاڼې په لیکنه په دې برخه کې ځینې ستونزې شته.

د امریکا د دفاع وزارت د ځانګړي مفتش په وروستي راپور کې ویل شوي چې د افغانستان هوایي ځواکونو د خپل هېواد د هوایي حریم د کنټرول په برخه کې ډېره کمه ونډه لرلې ده.

انټرنشنل بزنس ټایمز د دې یادونه هم کوي چې متحده ایالاتو له ۴۰۰ زیاتو افغان افسرانو ته روزنه ورکړې چې د خپل هېواد د هوایي حریم چارې په خپله تنظیمې کړي، خو د ورځپاڼې په لیکنه دا یوازې د کاغذ پر مخ ارقام دي او په واقعیت کې په دې برخه کې یوازې ۲۴ تنه فعال دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، اساسي ستونزه دا ده چې افغانستان نه‌دی توانېدلی چې د روزنې یو درست او د منلو وړ یو پروګرام پیل کړي چې په نتیجه کې یې ګډونوال سم وروزل شي او خپلې دندې په سمه توګه پر مخ یوسي.

XS
SM
MD
LG