د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۵

ډیپلومات: حقاني شبکه د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ د ترینګلو اړیکو یو لامل ده


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپانې په افغانستان کې د وژل شویو امريکايي ځواکونو د کورنیو په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي، جېک اسپن د شپږو میاشتو وو چې پلار يې د ۲۰۰۱ میلادي کال د ډسمبر په ۱۰مه نېټه په افغانستان کې ووژل شو.

د اسپن کونډې شینن اسپن ویلي، پر مېړه‌یې خپل کوچنیان ډېر ګران و.

د ورځپاڼې په لیکنه، نن د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو امريکايي سرتېرو سلګونه کوچنيان شته.

د ورځپاڼې په وینا، جېک ۱۸ کلن شوی، خو د افغانستان په جګړه کې اوس هم امريکايان وژل کېږي.

واشنګټن پوسټ لیکي، جېک او د ده خویندې لومړني امریکایي کوچنيان دي چې پلار يې د افغانستان په جګړه کې وژل شوی.

ورځپاڼې لیکلي، د جېک پلار مایک اسپن وروسته له هغه ووژل شو چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په ۱۱مه نېټه په امریکا کې د حملو پر مهال درې زره کسان ووژل شول او هغه وړ نورو حملو د مخنیوي لپاره یو خطرناکه مأموریت افغانستان ته لاړ.

د ورځپاڼې په وینا، جېک په کالج کې د شمولیت لپاره غوښتلیک ورکړی او د خپل راتلونکي په اړه فکر کوي.

واشنګټن پوسټ لیکلي، جېک غواړي یو څېړنیز خبريال شي.

د ورځپاڼې په وینا، جېک ویلي، دی ښايي د امریکا له مرکزي استخباراتي ادارې «سي ای اې» سره یوځای شي.

د ملګرو ملتونو وروستی راپور ښيي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۹ میلادی کال په لومړيو نهو مياشتو کې تر دوه زره او ۵۰۰ ملکیان وژل شوي دي.

  • ډیپلومات

ډیپلوماټ خپرونې په افغانستان کې د امريکايي پوهنتون د دوو برمته نیول شويو استادانو په بدل کې د حقاني شبکې د درېیو غړو راخوشې کولو پر اغېز مقاله خپره کړې ده.

د خپرونې په لیکنه، د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ دا مبادله له هغه راهيسې چې د سولې خبرې ودرېدې، لومړی لوی تحول دی.

په دوام کې راغلي چې د امريکايي کیون کېنګ او استرالیايي تیموتي وېکس په بدل کې د انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید عمري راخوشې کېدل دا پیغام رسوي چې د سولې په بهیر کې ټولو ښکېلو لورو د دې بهیر پر بیا پیلېدو توافق کړی دی.

خپرونه لیکي، امريکا د اوږدې مودې راهيسې په افغانستان کې د ترورېزم پر ضد مبارزه کې حقاني شبکه د فعالیتونو په خاطر تهدید کړې ده.

د خپرونې په وینا، پر دې سربېره حقاني شبکه د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ د ترینګلو اړیکو یو لامل ده.

XS
SM
MD
LG