د هېواد په ځینو ولایتونو کې د رأیو د بیاشمېرنې پر سر د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د معترضو کاندیدانو لانجه دوام لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره د ولسمشرۍ د ټاکنو د کاندیدانو له ټیمونو او پلویانو یې غواړي چې دې کمېسیون ته د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش اجازه ورکړي.
وروسته له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ولایتونو کې د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش د بهیر پیل اعلان کړ د عبدالله عبدالله د ثبات او همپالنې او د ګلبدین حکمتیار د سولې او اسلامي عدالت ټیمونو یې پر وړاندې مزاحمت پیل کړ.
دا دواړه ډلې ادعا لري چې ټاکنې دوی ګټلې دي، خو دوی کمېسیون او د ولسمشر اشرف غني دولت جوړوونکی ټیم په درغلۍ تورنوي.
د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر غړو پرون د ټاکنو له کمېسیونه وغوښتل چې د تلې د شپږمې د ټاکنو لومړنۍ پایلې ژر تر ژره اعلان کړي.
عام افغانان هم وايي چې روان مبهم حالت په تنګ کړي او غواړي چې کمېسیون د دوی د رأیو نتیجه ډېر ژر اعلان کړي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ تېر ماښام په یو ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته وویل چې د رأیو د بیاشمېرنې پر وړاندې د مزاحمتونو له کبله دوی په دوو لارو کې ګېر پاتې دي.
هغې زیاته کړه: "زموږ غوښتنه له ټولو دا ده چې لطفاً له موږ سره همکاري وکړئ، تاسو په نیمه لاره کې پرېښي یوو، اوس نه دې خوا ته تللی شو نه بلې خوا ته، نو پایلې څنګه اعلان کړو، دا زموږ لپاره لویه ستونزه ده او خورا اندېښمن یوو دا خو ډموکراسي ده نو په ډموکراسي کې داسې یو وضعیت!؟"
د ښاغلي عبدالله ډله د ټاکنو خپلواک کمېسیون تورنوي چې د یوې ډلې په ګټه فعالیت کوي.
د دې ټیم ویاند فریدون خوځون د مېرمن نورستانۍ د غوښتنې په ځواب کې تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې کمېسیون یو ځل بیا له قانون څخه په سرغړونو تورن کړ.
هغه زیاتوي: "زموږ غوښتنه دا ده چې پایله باید پر وخت اعلان شوې وی او کمېسیون باید د پایلو د اعلان نېټه دوه درې ځلې نهوی ځنډولی، خو متأسفانه دوی عوامفریبي وکړه، له قانونهیې مخ وګرځاوه، د یو مشخص ټیم غوښتنو تهیې سر ټیټ کړ او خپل خپلواکي یې ونهشوی ساتلی، د تناقض اصلي مسؤل کمېسیون دی چې باید ځواب ووايي."
ښاغلي خوځون د ثبات او همپالنې د ټيم پر غوښتنو یو ځل بیا ټینګار وکړ.
نوموړې ډله غواړي هغه رأیې باطلې شي چې د تلې له شپږمې مخکې او وروسته په بایومټریک دستګاوو کې ثبت شوي.
دوی د هغو څه کم دوه نیم زره محلونو او د ۱۳۷ زره ۶۳۰ نورو رأیو باطلېدل هم غواړي چې معلوماتیې د دوی په وینا نیمګړي دي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره مېرمن نورستانۍ وايي چې د شکایتونو د څېړنې لپاره قانوني بنسټونه شته.
هغې دغهراز وویل: "که تاسو کومه نیوکه لرئ، د قانون له مخې، ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدګۍ کمېسیون شته، هلتهیې محول کړئ خو موږ ته اجازه راکړئ، له یوې خوا نیوکې کوئ چې څه وخت پایلې اعلانوئ او له بلې خوا د مرکزونو په ولکه کې نیول، ګواښ، له لرګیو سره راوتل، د پټرولو پاشل، د شیشو ماتول خو د حللاره نهده."
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه نېټه وشوې، خو حتی لومړنۍ پایلې یې د معترضو ټیمونو د مخالفت له کبله لاهم نهدي اعلان شوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره وايي، د دې ستونزې د حل لپارهیې د ولسمشرۍ د ټاکنو له کاندید عبدالله عبدالله او د هغه له متحد جنرال عبدالرشید دوستم سره ټیلیفوني خبرې هم وکړې او ترې ویې غوښتل چې د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر ته اجازه ورکړي، خو دې هڅو یې تر اوسه پایله نهده ورکړې.