د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۰

وال سټريټ ژورنال: د بندیانو ځنډېلې مبادلې د سولې خبرې ورو کړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

یو شمېر امريکايي ورځپاڼو د طالب زندانیانو د راخوشې کېدو د اقدام ځنډېدو ته کتلي دي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، په دې هڅو کې ځنډ د دې لامل کېږي چې له طالبانو سره د خبرو بېرته پیل نور هم پېچلی شي.

د ورځپاڼې په وینا، له دې سره چې افغان ولسمشر د طالبانو د لوړپوړو غړو انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان د راخوشې کولو له اعلان راهیسې څو ورځې تېرې شوې، خو هغوی تر اوسه په زندان کې دي.

ویل کېدل چې د دوی د راخوشې کېدو په بدل کې به په افغانستان کې د امريکايي پوهنتون دوه ښوونکي کیوین کېنګ او تیموتي وېکس د طالبانو له منګولو راخوشې شي.

دا دواړه پروفیسوران د ۲۰۱۶ میلادي کال په اګسټ مياشت کې په کابل کې وتښتول شول.

د طالبانو او حقاني شبکې د غړو د راخوشې کېدو په اړه د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل چې طالبانو د مبادلې شرایط نه‌دي پر ځای کړي او همدا لامل شو چې د مبادلې پروسه وځنډېده.

واشنګټن پوسټ په دې اړه لیکي، له برمته نيول شویو سره د زندانيانو مبادله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ له غیر رسمي خبرو یوه مسئله وه.

په مقاله کې راغلي، تر اوسه څرګنده نه‌ده چې خبرو له درېدو وروسته کوم پرمختګ کړی وي.

له طالبانو سره د امريکا رسمي خبرو شااوخوا ۱۰ مياشتې دوام وکړ، خو د سپتمبر په پنځمه تر هغې حملې وروسته چې په کې د یوه امریکایي سرتيري په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول، د امریکا ولسمشر دا خبرې لغوه اعلان کړې.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده "د بندیانو ځنډېلې مبادله د سولې د خبرو پر لور ګامونه ورو کړي دي."

مقاله لیکي، افغان حکومت د شنبې په ورځ وویل چې وروسته له هغه چې د سولې په خاطر د دوو بهرنيو ښوونکو د راخوشې کېدو په بدل کې د طالبانو د درېیو مشرانو د راخوشې کېدو پرېکړه ناکامه شوه، دا پرېکړه له سره ارزوي.

ټاکل شوې وه د افغانستان د امريکايي پوهنتون د دوو تښتول شويو استادانو چې یو امریکايي او بل استرالیايي دی، په بدل کې درې طالب سخت دريځي د افغانستان له زندانه له راخوشې کېدو وروسته د قطر پلازمېنې ته سفر وکړي.

مقاله دې خبرې ته اشاره کوي چې د دې توافق د ناکامه کېدو لاملونه نه‌دي په ډاګه شوي، خو مقاله د افغان چارواکو له قوله لیکي چې وايي طالبانو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په لوګر ولایت کې او د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په حملو کې د درې کوچنيانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل او په دې اقدام سره‌یې له توافقه سرغړونه وکړه.

د سې شنبې او چهارشنبې د حملو مسؤلیت تر اوسه هېڅ ډلې نه‌دی منلی.

مقاله لیکي، د سپټمبر له لومړیو کله چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د امريکا او طالبانو د خبرو د لغوه کېدو اعلان وکړ، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد غوښتي چې مذاکرات ژوندي وساتي.

مقاله د امريکايي چارواکو له قوله یادونه کوي چې ښاغلی خلیل‌زاد غواړي ټرمپ قانع کړي چې امريکا له طالبانو سره د سولې مذاکرات بېرته پیل کړي.

XS
SM
MD
LG