د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د ۲ امریکايي پوځیانو پر بخښلو اعتراض


د کاناډا بلومبرګ خپرونې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور د دوو امریکايي پوځیانو د بخښلو په اړه د ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر پرېکړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې، چې سرلیک یې دی، ټرمپ په افغانستان کې د قتل په تور محکوم سرتېري بخښبي، راغلي. ولسمشر ترمپ د جعې په ورځ (نومبر۱۵) د امریکا د پوځ دوه افسران عفوه کړل چې د هغو په منځ کې یو تن د دوو افغان بندیانو د وژلو په جرم محکوم شوی و.

بلومبرګ زیاتوي، د سپینې ماڼۍ له خبرپاڼې سره سم، ډانلډ ټرمپ د کلینټ لورینس د بخښلو حکم لاسلیک کړی؛ هغه څوک چې تر خپلې قوماندې لاندې سرتېرو ته یې امر کړی و چې پر هغه چا ډزې وکړي چې پر موټرسایکل په سرعت د دوی خوا ته ورروان و.

د بلومبرګ له لیکنې سره سم، د امریکا ولسمشر د ځانګړي سمندري ځواک یو قوماندان جګړن ماتیو ګولستین هم یو مخ بخښلی دی.

ماتیو ګولستین په ۲۰۱۰ م کال د هغه افغان په وژلو تورن و چې پرې شک کېده د هغه له لوري د جوړ شوي بم په چاودنه کې دوه امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

د راپورونو پر اساس، د امریکا د دفاع وزارت چارواکو اندېښنه ښودلې چې د ولسمشر ټرمپ دا اقدام به د دې هیواد د پوځ روحیې او نظم ته زیان واړوي.

د منتقدانو په باور د ولسشر ټرمپ دا اقدام د امریکا د پوځي عدالت سیستم له پوښتنو سره مخامخولی شي.

واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز ورځپاڼو هم په همدې موضوع لیکنې خپرې کړي دي.

دغو ورځپاڼو لیکلي چې د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر او د دې وزارت یوه بل جګپوړي چارواکي راین مک کارتي په وروستیو کې له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي و چې په مهمو پوځي قضیو کې مداخله ونه کړي.

خو د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي مسوول سټیفاني ګریشم په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر مکلف دی چې د قوانینو د تطبیق په برخه کې ډاد ورکړي او په مناسب وخت کې د عفوې حکم صادر کړي.

نشنل انترنسټ خپرونې په وروستۍ ګڼه کې د یونې دیویس د سفر یو یادښت خپور کړی دی.

هغې، چې کابل ښار ته د افغانانو د روزنې د یوه پروګرام لپاره تللې وه، لیکلي چې امریکايی پوځیانو له مرګه ژغورلې ده.

اغلې دیویس په ۲۰۰۶ م کال د درېم ځل لپاره کابل ته لاړه، غرمه مهال و، د امریکا د سفارت مخته ولاړه وه چې حمله پرې وشوه.

دا وايي چې ژر امریکايي پوځیان د دې مخته ډال یا سپر شول او دا یې یوه پناهځای ته یووړه. حملې نژدې ۴ ساعته دوام وکړ او بالاخره د ۱۵ حمله کوونکو په وژل کېدو پای ته ورسېده.

ایونې دیویس لیکلي، حاضردمه نژدې ۱۹ ملیونه امریکايي پوځیان ژوندي شته چې په افتخار یې مبارزه کړې. دا وايي، د هغو اتلانو باید په ژوندوني تل ستاینه او مننه وشي چې د ولسواکۍ او د امریکا د ازادۍ د ارزښتونو د ساتنې لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG