د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

"حکومت دې طالبانو سره د افغان بندیانو تبادلې لپاره هم هلې ځلې وکړي"


څو میاشتې وړاندې د افغانستان حکومت سلګونه طالب بندیان له بنده خوشي کړل.
څو میاشتې وړاندې د افغانستان حکومت سلګونه طالب بندیان له بنده خوشي کړل.

د افغانستان د حکومت له خوا د امریکايي پوهنتون د استادانو په بدل کې انس حقاني او دوو نورو طالبانو تر ازادېدو وروسته، د افغانستان د بشر حقونو سازمان وايي، حکومت باید د افغان زندانیانو د تبادلې لپاره هم هلې ځلې وکړي.

د دغه سازمان رئیس لعل ګل لعل ازادي راډیو ته وویل په تېرو اتلسو کلونو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو تبادله یوازې د بهرنیانو د خوشې کولو په هدف شوې، خو له طالبانو سره بندي دولتي سرتېري د مرګ او ژوند ترمنځ وخت تېروي.

ښاغلي لعل وویل: "که رښتیا هم دوی (حکومت) وايي چې دا اقدام يې د سولې په هدف کړی، نو بیا خو دغه پروسه جاري وساتل شي او د هغو افغانانو چې په دواړو لوریو کې بندیان دي، د هغوی د خلاصون لپاره دې هم لاره هواره کړي."

ولسمشر محمد اشرف غني پرون سه شنبې (عقرب ۲۱مه) د افغانستان امريکايي پوهنتون د دوو برمته شويو استادانو د ازادۍ په بدل کې، د حقاني شبکې د درېيو غړو د خوشې کولو د پرېکړې اعلان وکړ.

ښاغلي لعل وايي، په تېرو اتلسو کلونو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو تبادله یوازې د بهرنیانو د خوشې کولو په هدف شوې ده.
ښاغلي لعل وايي، په تېرو اتلسو کلونو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو تبادله یوازې د بهرنیانو د خوشې کولو په هدف شوې ده.

انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید عمري د حقاني شبکې هغه درې مهم غړي وو چې څو کاله وړاندې د افغانستان حکومت د امریکایانو په همکارۍ نیولي وو او په بګرام زندان کې ساتل کېدل.

له دې وړاندې هم په افغانستان کې د بهرنیو بندیانو د خلاصون په هدف ورته تبادلې ترسره شوي دي.

د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کې ځینو طالب سرچینو تاييد کړه چې په بغلان کې نیول شوي درې هندي انجینران يې له خپلو ۱۱ طالب زندانیانو سره تبادله کړي دي.

له دې ور وړاندې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د افغانستان حکومت د ايټالوي خبريال ډانيل ماسټروجياکومو په بدل کې پنځه طالب بنديان ازاد کړل.

له دغه ایټالیوي خبریال سره یوځای افغان خبریال اجمل نقشبندي او موټر چلونکی سیداغا هم نیول شوي وو، خو هغوی دواړه د طالبانو له لوري ووژل شول.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان وايي، د بهرنیو او افغان بندیانو په تړاو د حکومت دوه ګوني چلند دوی اندېښمن کړي دي.

حکومت که څه هم د دغو اندېښنو په اړه څه نه وايي، خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل، د حقاني شبکې د دغو غړو خوشې کول یوه سخته پرېکړه وه او د خلکو د ساتنې لپاره د افغانستان امنیتي ځواکونونه شپه او ورځ زیار باسي.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې لومړی منشي محمد کریم اتل وايي، حکومت د افغان زندانیانو د خوشې کولو په هدف خپلې هلې ځلې کوي، خو دده په باور په دې کې ترډېره طالبان ملامت دي چې افغانان اسیران تر ډېره ژوندي نه پرېږدي.

"موږ د دې طرفدار یو چې باید په دغه ډول تبادلې د افغان بندیانو لپاره وشي، خو مهمه مسئله دلته دا ده چې موږ هېڅ وخت په دې نه یو باوري شوي چې طالبان دې نیول شوي افغان چارواکی، یا هم یو سرباز تر ډېره وخته ژوندی وساتي. نو زه فکر کوم چې دلته ستونزه تر ډېره د طالبانو په طرف کې ده."

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له طالبانو نه د افغان پوځي اسیرانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

تازه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د ځینو طالب سرچینو له قوله لیکلي چې که د زندانیانو اوسني تبادله په سمه توګه ترسره شي، دوی به دغه لړۍ ته دوام ورکړي او هغه افغان اسیران به هم خوشي کړي چې له دوی سره زندانیان دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG