د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

بنګله‌دېش په لومړي ځل ۲۰ اوریزه کرکټ لوبه کې هند مات کړ


د بنګله‌دېش کرکټ ټیم لوبغاړی مشفق‌الرحیم
د بنګله‌دېش کرکټ ټیم لوبغاړی مشفق‌الرحیم

د بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل هندوستان ته په ۲۰ اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه.

دا سیالي تېره شپه د هندوستان په کوربه‌توب ترسره شوه.

د لوبي پچه بنګله‌دېش وګټله او د توپ اچونې پرېکړه‌یې وکړه.

هند په پوره ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه.

بنګله‌دېش د لوبې په وروستي اور کې هدف پوره کړ او دا سیالي يې په اووه وېکټو وګټله.

تر دې وړاندې هند او بنګله‌دېش په ۲۰ اوريز کرکټ کې ۸ ځلي سره مخامخ شوي وو، خو بنګله‌دېش ترې هېڅ لوبه نه‌وه ګټلې.

د بنګله‌دېش او هند ترمنځ دوهمه ۲۰ اوريزه لوبه د پنجشنبې په ماښام ۰۶:۰۰ بجې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG