د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۰۰

افغانستان په نړیوالو مطبوعاتو کې


واشنګتن پُسټ:

واشنګتن پُسټ امریکايي ورځپاڼې کابل ته د زلمي خلیلزاد په سفر تمرکز کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد د زندانیانو د تبادلې او د طالبانو له منګولو د دوو لویدیځوالو د خلاصون پر سر د خبرو لپاره په افغانستان کې دی.

د افغانستان - امریکايي پوهنتون دوه پروفیسران له ۲۰۱۶ کال راهیسې له طالبانو سره بندیان دي.

واشنګتن پُسټ لیکلي، زلمی خلیلزاد د طالبانو له زندانه د دغو دواړو پروفیسرانو د خوندي خوشې کېدو غوښتونکی دی.

په دوام کې له طالبانو سره د امریکا د سولې د خبرو په اړه هم اشاره شوې ده.

ویل شوي، لا معلومه نه ده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به کله له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

واشنګتن پُسټ همداراز لیکلي، که څه هم ټرمپ په سپټمبر میاشت کې له طالبانو سره خبرې لغوه کړې د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي،د باور جوړونې لپاره د پردې تر شا بحثونو دوام درلود.

طالبانو تل له افغان حکومت سره خبرې رد کړې دي.

له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ویلي وو، له طالبانو سره مذاکره په یوه میاشتيني اوربند پورې تړلې ده.

خو طالبانو لا تر اوسه د اوربند غوښتنه نه ده منلې.

ډيپلوماټ انلاین:

د ډيپلوماټ انلاین خبري مجلې هم کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفر په اړه مقاله خپره کړې ده.

ډيپلوماټ لیکلي، زلمی خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ کابل کې هڅه کوله څو د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې اترې وکړي.

د طالب بندیانو د دې تبادلې په بدل کې د هغو دوو لویدیځو پروفیسرانو امریکايي کیوین کینګ او اسټرالیايي تیموتي ویکس د خلاصون هڅې کیږي، چې له طالبانو سره بندیان دي.

ډيپلوماټ دغه راز لیکلي، چې طالبانو د دغو پروفیسرانو د خلاصون په بدل کې د انس حقاني په ګډون د یو شمېر نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

ډيپلوماټ د مقالې له مخې حقاني په ۲۰۱۴ کال په بحرین کې نیول شوی او له هغه راهیسې له افغان حکومت سره بندي دی.

انس حقاني په اعدام محکوم شوی دی.

حقاني شبکه په افغانستان کې د مرګونو بریدونو مسؤله بلل کیږي.

ډيپلوماټ مجلې لیکلي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره اوونۍ ویلي وو چې خلیلزاد ځکه کابل ته راغلی و څو د انس حقاني په اړه هم خبرې وکړي.

په مقاله کې راغلي، د بندیانو د تبادلې بحث په ټپه دریدلی ځکه افغان حکومت د بندیانو تر هر ډول تبادلې مخکې د اوربند په مسئلې ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG