د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

نیویارک ټایمز: د اوربند شرط به د سولې خبرې نورې هم پیچلې کړي


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز طالبانو ته د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت د نوي وړاندیز مساله څیړلې ده.

د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د سې شنبې په ورځ (عقرب/لړم ۷مه) په کابل کې خبرې غونډې ته وویل، حکومت به له طالبانو سره د سولې خبرې په دې شرط وکړي چې دا ډله یو میاشتنی اوربند وکړي.

د ورځپاڼې په باور، ښایي له دې شرط سره د سولې خبرې نورې هم پیچلې شي او طالبان له دې سره مخالفت وکړي.

طالبانو بیا بیا د افغانستان له حکومت سره د سولې له مخامخ خبرو سره مخالفت کړی او هغه وخت هم دې خبرو ته چمتو نه و چې ولسمشر اشرف غني پرته له شرطه له دوی سره خبرو ته حاضر و.

طالبانو ویلي چې هغه وخت د حکومت له استازیو سره خبرو ته چمتو کیږي چې حکومتي استازي د بین الافغاني پلاوي برخه وي او واشنګتن اعلان کړی وي چې خپل پوځیان له افغانستانه باسي.

نیویارک ټایمز د غربي چارواکو په وینا لیکي، هغه مهال د طالبانو او د افغانستان حکومت استازي ښایي مخامخ خبرو ته چمتو شي چې د دواړو لوریو ترمنځ اعتماد پیاوړی شي او د باور پیدا کېدو لپاره مثلا کېدای شي چې زندانیان سره تبادله کړي او د شخړو د کمېدو ژمنې وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د حکومت د مشروطې سولې په اړه د طالبانو استازیو ویلي چې دوی په خپل پخواني دریځ ولاړ دي، امریکایي ځواکونه دې ووځي، د دې په بدل کې به طالبان د القاعده په څېر له ترهګرو ډلو سره رابطه قطع کړي او بیا به بین الافغاني خبرې وشي چې په هغه کې به هم اوربند وار له مخه شرط نه وي، خو کېدای شي چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر اوربند بحث وشي.

نیویارک ټایمز بیا په قطر کې د طالبانو دفتر د ویاند سهیل شاهین خبرې رااخیستي چې له امریکایي پلاوي سره د طالبانو د نهو پړاوو خبرو ته اشاره کوي او وایي، د سولې خبرې بشپړې شوې دي، په موافقه کې د اوربند په ګډون ټولو سوالونو ته ځواب ویل شوی دی.

ستراتفور کامنټري:

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه ستراتفور کامنټري خپرونه لیکي چې واشنګتن له خپلو دوو سیالو هېوادو، چین او روسیې سره په تماس کې دی.

خپرونه د اکتوبر په ۲۵ ماسکو ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سفر ته اشاره کوي او لیکي چې د دې پروسې په اړه یې د روسیې، چین او پاکستان له استازیو سره خبرې کړې دي.

وړاندې راغلې چې د افغانستان لپاره د امریکا د تګلارې نهایي هدف دا دی چې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ ستونزه له سیاسي لارې هواره شي.

د ستراتفور کامنټري خپرونې د دې خپرې کړې مقالې د لیکوال په باور، که سوله وشي افغان یاغیان به په قدرت کې شریک شي او نتیجه به یې دا شي چې چین او روسیې ته به لار هواره شي چې له طالبانو سره اړیکې پیاوړې کړي او په دې ډول په افغانستان کې له ترهګرو سره خپله مبارزه پراخه کړي.

خپرونه بیا لیکي، ترهغه چې د امریکا متحده ایالتونه په افغانستان کې پوځي حضور لري، د دوامداره سولې واک د واشنګتن په لاس کې دی، خو له طالبانو سره د مسکو او پیکنګ مخ په زیاتیدونکو روابطو باید سترګې پټې نه شي.

نو د خپرونې په باور د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان د سولې لپاره د یوې سیمه ییزې اجماع جوړیدو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG