د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ تله ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۱۵

خبرونه

په سپین بولدک کې چاودنې ۷ تنه ژوبل کړل

د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې پرون په یوه چاودنه کې لږترلږه ۷ تنه ټپیان شول.

د کندهار د پولیسو ویندوی جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل، پرون ماسپښین په یوه موټرسایکل کې د اېښودل شوي بم په چاودنه کې ۷ ملکیان ژوبل شول.

ویل کېږي چې د حملې هدف د کندهار ښار د اتمې حوزې د پخواني امر جاجو ورور و، خو هغه ته زیان نه دی اوښتی.

تراوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان خپله لومړۍ تمریني لوبه جنوبي افریقا ته بایلوده

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

افغانستان د کرکټ د ۲۰ اووریزو لوبو د نړیوال جام په تمریني لوبو کې خپله لومړۍ لوبه جنوبي افریقا ته بایلوده.

لوبه لومړی جنوبي افریقا پیل کړه او په ۲۰ اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې یوازې ۱۰۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د افغان لوبډلې بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له وېسټ انډیز سره ده.

په نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ اصلي لوبه د اکټوبر په ۲۵مه نېټه وي چې سیاله لوبډله‌یې تر اوسه نه‌ده معلومه، خو دوهمه لوبه به‌یې د اکټوبر په ۲۹مه له پاکستان سره وي.

همداراز افغان لوبډله به د نومبر په درېیمه له هند سره، د نومبر په اوومه له نیوزیلنډ او د نومبر په ۲۷مه له استرالیا سره مخامخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو لومړنی تورپوستی وزیر کولین پاول د کرونا له امله مړ شو

د امریکا د بهرنیو چارو لومړنی تورپوستی وزیر کولین پاول

د امریکا د بهرنیو چارو لومړنی تورپوستی وزیر کولین پاول نن د ۸۴ کلونو په عمر د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په پایله کې په حق ورسېد.

د نوموړي د کورنۍ له‌خوا پر ټولنیزو شبکو په یوه خپاره شوي بیان کې د پاول د مړینې خبر تأیید شوی او ویل شوي دي چې هغه د کرونا ویروس پر وړاندې پوره واکسین شوی و.

پاول د متحده ایالاتو د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز هم پاتې شوی او د دواړو ډیموکرات او جمهوري‌پال ګوندونو له څلورو ولسمشرانو سره‌یې پر بېلابېلو دندو کار کړی او د بېلابېلو جګړو له اتلانو څخه شمېرل کېږي.

پاول به له خپل مسلکي کرکټر سره سره، د ۲۰۰۳ کال په فبروري میاشت کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې، د عراق د ډله‌ییز تخریب د وسلو د ادعاوو په اړه د وینا په خاطر هم هېر نه‌شي ځکه دا وسلې هېڅکله ونه‌موندل شوې.

تمریني لوبه؛ د جنوبي افریقا کرکټ لوبډلې افغانستان ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه

د کرکټ د شل اووریزو لوبو د نړیوال جام یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو بیرغونه

د کرکټ د شل اووریزو لوبو د نړیوال جام په تمریني لوبو کې د افغانستان او د جنوبي افریقا د ټیمونو لوبه روانه ده.

لوبه لومړی جنوبي افریقا پیل کړه او په ۲۰ اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له وېسټ انډیز سره ده.

په نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ اصلي لوبه د اکټوبر په ۲۵مه نېټه وي چې سیاله لوبډله‌یې تر اوسه نه‌ده معلومه، خو دوهمه لوبه به‌یې د اکټوبر په ۲۹مه له پاکستان سره وي.

همداراز افغان لوبډله به د نومبر په درېیمه له هند سره، د نومبر په اوومه له نیوزیلنډ او د نومبر په ۲۷مه له استرالیا سره مخامخ شي.

ایران د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه د یوه کنفرانس کوربه‌توب کوي

تهران کې د ازادۍ میدان

د جرمني خبري اژانس خبر ورکړی چې ایران غواړي راتلونکې اوونۍ د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه د یوه کنفرانس کوربه‌توب وکړي.

ډي‌پي‌اې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب‌زاده له قوله خبر ورکوي چې نوموړي نن د تلې په ۲۶مه ویلي، دا کنفرانس به د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو او د روسیې د استازي په ګډون جوړ شي.

خطیب‌زاده ویلي چې ایران به په دې غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو او ټولو سیاسي ډلو په ګډون د یوه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړي. نوموړی زیاتوي چې ایران په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات غواړي.

د خطیب‌زاده په وینا د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هڅو کې باید د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.

طالبان د اګسټ په ۱۵مه نېټه د دوهم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول او خپله سرپرست کابینه‌یې اعلان کړه چې غړي يې تر ډېره یا طالبان دي او یا د هغوی پلویان.

طالبانو د ایران د راروانې غونډې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

ټاکل شوې چې د راروانې چهارشنبې په ورځ به مسکو کې د طالبانو، متحده ایالاتو، پاکستان او چین د استازو په ګډون د یوې غونډې کوربه وي.

تاجکستان د افغانستان سرحد ته نږدې پوځي تطبیقات پیل کړل

ارشیف، د تاجکستان، ازبکستان او روسیې ګډ پوځي تطبیقات

تاجکستان نن د افغانستان سرحد ته نږدې د شااوخوا ۴ زره سرتېرو په ګډون پوځي تطبیقات پیل کړل.

د جرمني خبري اژانس د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت د تړون د سرچینو په حواله خبر ورکوي چې دا تمرینات به د شنبې تر ورځې پورې دوام وکړي.

ویل شوي چې په دې تطبیقاتو کې د وسله‌والو نښتو او له سرحدونو د خلکو د غیر قانوني اوښتو په برخه کې سرتېرو ته زده‌کړې ورکول کېږي.

تاجکستان له افغانستان سره شااوخوا ۴۰۰ کیلومتره ګډ سرحد لري.

د منځنۍ اسیا هېوادونو او له هغې ډلې تاجکستان په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ګډ سرحد کې د ترورېستي ډلو د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ وویل چې داعش ډله له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د خپلو با تجربې جنګیالیو د لېږد په حال کې ده، خو طالبانو دا خبره رد کړې ده.

د اروپايي ټولنې ډيپلوماتان د اټمي موافقې په اړه خپلو ایراني سیالانو سره ګوري

(ښی-کین) د ایران او اروپايي ټولنې بیرغونه

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل وايي دی هیله‌من دی چې په راروانو ورځو کې به د دې ټولنې ډيپلوماتان، د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو لپاره د هڅو په ترڅ کې له خپلو ایراني سیالانو سره وګوري.

ښاغلي بورېل نن د تلې په ۲۶مه په لوکزامبورګ کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته وویل چې دی اوس تر پخوا زیات هیله‌من دی.

بورېل دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې د ایران د پارلمان یوه غړي احمد علي رضا بیګي د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان له قوله وویل چې له بریتانیا، چین، فرانسې، روسیې او جرمني سره مذاکرات به د تلې په ۲۰مه نېټه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پیل شي.

بورېل وویل که څه هم وروستی تأیید تراوسه نه‌دی شوی، خو چارې ښې پر مخ ځي او دی هیله‌من دی چې په راروانو ورځو کې به د بروکسل د مذاکراتو لپاره مقدماتي غونډې پیل شي.

قزاقستان له افغانستان سره د ۵ زره ټنه اوړو مرسته کوي

ارشیف؛ اوړه

قزاقستان له افغانستان سره د پنځه زره ټنه اوړو د مرستې ژمنه کړې ده.

د طالبانو حکومت د چارو ادارې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د رئیس‌الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د لیدو پر مهال د ګڼو سیاسي او دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ، ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د پنځه زره ټنه اوړو مرسته وکړي.

بل لور ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې قزاقستاني چارواکي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په لیدنه کې هم په راتلونکي کې له افغانستان سره د اقتصادی همکاریو او اقتصادي مرستو ژمنې کړي.

پولنډ کې سلګونه کسانو د کډوالو په ملاتړ لاریون وکړ

د پولنډ په پلازمېنه وارسا او لوی ښار کراکوف کې لاریون

سلګونه کسانو پرون یکشنبه د پولنډ په پلازمېنه وارسا او لوی ښار کراکوف کې د هغو کډوالو په ملاتړ مظاهره وکړه چې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته د تلو په هدف د بلاروس له خاورې دې هېواد ته ننوځي.

معترضان په پلازمېنه وارسا کې د ولسي جرګې مخې ته راټول شول او شعارونه‌یې ورکول چې په سرحد کې د کډوالو شکنجه بنده کړئ.

دوی له پولنډ څخه د دې کډوالو د ایستلو د بهیر د بندېدو غوښتنه کوله.

دا مظاهره وروسته له هغه کېږي چې د پولنډ حکومت دې هېواد ته د کډوالو د مخنیوي لپاره بېړنی حالت اعلان کړی او سخت اقدامات‌یې وضع کړي دي.

جرمني چارواکو هم شکایت کړی چې له بلاروس او پولنډ څخه د کډوالو له یوې لویې څپې سره مخامخ دی.

اکثراً دا کډوال له عراق، سوریې، یمن او ایران څخه بلاروس ته او له هغه ځایه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ننوځي.

د قزاقستان د ولسمشر یوه استازي له طالب چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې 

راپورونه وايي چې د قزاقستان د ولسمشر یوه استازي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د قزاقستان د جمهوري ریاست د رسنیو څانګې دا خبر پرون- د اکتوبر په ۱۷مه وروسته له هغه ورکړ چې د نړیوالې همکارۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ایرژان کازي خان کابل ته سفر وکړ.

تاس د ولسمشر د قاسم ژورمات تاقایف د مطبوعاتي څانګې له قوله زیاتوي چې دواړو لورو د تجارتي او اقتصادي راکړې ورکړې او په قزاقستان کې افغان محصلینو ته د بورسیو بیا پیل ته لېوالتیا ښودلې.

د خبر له مخې د قزاقستان پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د قزاقستان د حکومت یو پلاوی افغانستان ته سفر کوي.

د سوداګرۍ خونه: افغانستان کې ۶۰ سلنه صنایع د سقوط له ګواښ سره مخ دي

ارشیف، خوست کې یوه فابریکه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په افغانستان کې څه باندې ۶۰ سلنه صنایع د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان د سوداګری او پانګونې خونې رئیس توکل احمدیار ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د صنعت بازار د سقوط په حال کې دی او ډېری هغه فابریکې چې په دې برخه کې فعاله وې، د تړل کېدو په حال کې دي.

نوموړی زیاتوي، که څه هم په تېرو ۲۰ کلونو کې د پانګې د جذب، د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د اسانتیا برابرولو او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې پرمختګ وشو، خو د نوي نظام په راتلو سره سوداګر او صنعت‌کاران له جدي ستونزو سره مخ دي.

د ښاعلي احمدیار په خبره، په بانکونو کې د سوداګرو د پیسو بندېدل، د سوداګریزو توکو د رانیولو لپاره صادروونکو هېوادونو ته د پیسو د حوالو بندېدل او د اقتصادي ستونزو له امله د افغانستان په بازارونو کې د توکو د پلور راکمېدل هغه درې عوامل دي چې د افغانستان صنعت‌یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړی دی.

د طالبانو حکومت د مطبوعاتو د ټیم غړی بلال کریمي که څه هم چې د صنعتي شرکتونو د ستونزه ډېره برخه د کرونا ویروس د خپرېدو له امله بولي، خو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وایي، حکومت هڅه کوي په دې برخه کې ستونزې حل کړي.

طالبان د پلچرخي زندان بیا پرانیستلو ته تیاری نیسي 

د پلچرخي زندان

د طالبانو حکومت یو چارواکی وايي د پلچرخي زندان بیا پرانیستلو ته تیاری نیسي.

فرانس پرس خبري اژانس د زندانونو د ساتنې د چارو د یوه مسؤل مولوي عبدالله حقیق له قوله خبر ورکوي چې ویلي یې دي د پلچرخي زندان لپاره یو شمېر ساتونکو ته روزنه ورکړل شوې چې ډېر ژر به د دغه زندان چارې سمبالې کړي.

د طالبانو د زندانونو د ساتنې د چارو دغه مسؤل ونه‌ویل چې کله به د پلچرخي زندان بېرته پرانیستل کېږي، خو زیاته‌یې کړه چې دوی به وکولای شي په دې زندان او د کابل ولایت په نورو محبسونو کې له ۶ زرو تر ۷ زرو پورې بندیان وساتلی شي.

د کابل په پلچرخي زندان کې د پخواني حکومت په دوره کې د طالبانو په ګډون په زرګونو بندیان ساتل کېدل چې کابل ته د طالبانو له ننوتو سره ټول بندیان ترې ووتل.

بلېنکن له خپل قطري سیال سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د امریکا او د قطر د بهرنیو چارو وزیران

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو خبرو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې بلېنکن دا ومنله چې قطر له افغانستانه د امریکایي وګړو او له خطر سره مخامخ افغانانو لپاره د ترانزیټ په برابرولو کې مرسته کړې ده.

د اګسټ د میاشتې په دوهمه نیمایي کې وروسته له هغې چې طالبانو کابل ونیو، د کابل د نړیوال هوایي ډګر له لارې قطر ته په لسګونو زره کسان ولېږدول شول.

هغه هېواد ته چې د افغانستان په مسئله کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه کتل کېږي.

د تورسمندرګي غاړې هېوادونو ته امریکا دفاع وزیر سفر؛ استېن ګرجستان ته ورسېد

د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن

د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن د تورسمندرګي د غاړې درې هېوادونو ته د سفر په لومړي پړاو کې نن د ګرجستان پلازمېنې تبلیسي ته ورسېد.

نوموړی به په دې سفر کې له خپلو دغو متحدو او شریکانو سره چې د روسیې له تېري سره مخامخ دي، خپل ملاتړ څرګند کړي.

دا له ۲۰۱۴م کال راهیسې لومړی ځل دی چې د امریکا یو دفاع وزیر ګرجستان ته ځي.

استېن به وروسته اوکرائین او رومانیا ته لاړ شي او د اکټوبر په ۲۱مه او ۲۲مه به په پروکسل کې د ناتو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت اړوند یوې رسنۍ د دې وزارت د یوه چارواکي له قوله ويلي چې متحده ایالات به د هغو هېوادونو چې د روسیې د یرغل په لومړۍ کرښه کې پراته دي، پر ملي حاکمیت د ټینګار ترڅنګ هغوی ته د ملاتړ ډاډ ورکړي.

ګرجستان چې په اوس وخت کې د ناټو د شریک موقف لري، هڅه کوي چې د دې ټړون غړی شي.

ننګرهار کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې ۵ تنه وژل شوي

ارشیف؛ د جلال‌اباد ښار یوه څنډه

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د یوه کور د چت پرېوتو په پېښه کې ۵ تنه وژل شوي دي.

د سیمې یوه قومي مشر سیال خان نن دوشنبې ازادي ته وویل چې پېښه تېره شپه د سپین غر ولسوالۍ په ګردي سیمه کې د یوې کوټې د چت د راپرېوتو له امله رامنځته شوې چې په‌کې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې ۲ مېرمنې او درې ماشومان په‌کې شامل دي، وژل شوي دي.

نوموړی وایي، دغه پېښه د کوټې د چت د زوړوالي له امله رامنځته شوې ده.

دیبورا لاینز د قزاقستان له استازي سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي چې د قزاقستان د ولسمشر له خاص استازي ارژان کزایخانوف سره‌یې په کابل کې خبرې کړې دي.

مېرمن لاینز تېره شپه په خپل ټوېټر د دې لیدنې خبر ورکړی.

لاینز ویلي چې په دې لیدنه کې یې د افغانستان د روان اقتصادي او بشري ناورین په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره افغانستان له اقتصادي ناورین کړېږي چې د ملګرو ملتونو په وینا که بشري مرستې ونه‌رسېږي، نو یو انساني ناورین به رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز د قزاقستان له ولسمشر مننه کړې چې په خپل هېواد کې یې ملګرو ملتونو ته یو موقتي دفتر هم ورکړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG