د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۵۴

کرکټ: د افغانستان ۵ وتلي لوبغاړي ویسټ انډیز سره راروانو سیالیو کې نه لوبېږي


دولت ځدراڼ، حمید حسن، حشمت الله شهیدي، نور علي ځدراڼ او سمیع الله شینواری به د ویسټ انډیز پروړاندې یو ورځنیو سیالیو کې ونه لوبېږي.
دولت ځدراڼ، حمید حسن، حشمت الله شهیدي، نور علي ځدراڼ او سمیع الله شینواری به د ویسټ انډیز پروړاندې یو ورځنیو سیالیو کې ونه لوبېږي.

د ویسټ انډیز پروړاندې د کرکټ په یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې به د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې څو پېژندل شوي لوبغاړي برخه ونه لري.

دولت ځدراڼ، حمید حسن، حشمت الله شهیدي، نور علي ځدراڼ او سمیع الله شینواری به په دغو سیالیو کې ونه لوبېږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سږکال د کرکټ د نړیوال جام کې ټولې نهه سیالۍ وبایللې.

په هند کې د راروانو سیالیو لپاره د افغانستان د لوبډلې د غوراوي پلاوي مشر انډي مولز اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، په هغه تشکیل کې چې د نړیوال جام په سیالیوکې یې ګډون کړی و، شپږ بدلونونه راغلي دي.

مولز ویلي چې تغییر یې د راتلونکي لپاره د افغانستان د لوبډلې د لا ښه والي لپاره راوستی دی.

د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ د یوې ورځې نړیوالې مسابقې به د نومبر په ۶مه، ۹مه او ۱۱مه د هند په لکنوو ښار کې وي.

تر هغه وروسته به د نومبر په ۱۴مه، ۱۶مه او ۱۷مه درې شل اوره مسابقې ولري.

انډي مولز ویلي، د ټسټ لوبې غړي به د شل اوره سیالیو په پای کې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG