د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۷

د ایران او طالبانو اړیکې د بحث وړ دي


فارن پالیسي افېرز خپرونې د طالبانو او ایران او کابل - تهران اړیکو ته کتنه کړې ده.

د دې نشریې له لیکنې سره سم، ایران او افغانستان له یو بل سره کلتوري اشتراکات لري خو د مشترکاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه د ایران سیاستونه د بحث وړ دي.

نشریه لیکي، سره له دې چې په نوي یمه میلادی لسیزه کې ایران د طالبانو له رژیم سره سخت مخالفت درلود او حتي نژدې و چې له طالبانو سره جګړه وکړي، اوس تهران وايي چې له طالبانو سره اړیکې پالي.

فارن افېرز لیکي، له دې ټولو سره سره که ایران په افغانستان کې د ثبات غوښتونکی وي او غواړي چې په دې هیواد کې مثبت رول ولوبوي باید ځان له طالبانو لېرې کړي.

د لیکنې په دوام کې راغلي، د طالبانو ځینو عناصرو د افغانستان او ایران له شیعه ګانو سره خپله دښمني څرګنده کړې خو یو شمېر نور یې غواړي له ایران سره پراخې اړیکې ولري.

د لیکوال په باور، د ایران دیپلوماتانو د طالبانو مشرانو ته هغه دلایل وړاندې کړي چې پر اساس یې پر دوی باور لري.

همدې موضوع ته په اشاره، فارن افېرز لیکي چې تهران په ښکاره په افغانستان کې د طالبانو د اهمیت یادونه کوي او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د سږ کال په جنورۍ کې ویلي و چې طالبان باید د افغانستان په راتلونکي سیاسي جوړښت کې مهم رول ولري.

ګارډین ورځپاڼه:

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې بیا له سیاسي مسلو لېرې له جامو سره د افغانانو پر لېوالتیا لیکنه خپره کړې ده.

د دې ورځپاڼې له لیکنې سره سم، د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې، چې له کلونو راهیسې په جګړه کې ښکېله ده، ښځې غواړي په خپل ذوق کالي واغوندي.

ګارډین د جامو د ډیزاین د یوې ستودیو د بنسټګرې راهبې رحیمي یادونه کړې چې د جامو پر تولید سربېره یې یو شمېر ښځو ته د کار فرصت برابر کړی دی.

اغلې رحیمي د جامو ډیزاینره او د لمن په نوم د کالو ګنډلو د شرکت خاونده ده.

دې ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې افغانان د جامو په اغوستلو کې ښه ذوق لري او د جامو د اغوستو په طریقه او د رنګونو په تناسب کې خلاقیت لري.

د اغلې راهبې او د هغې د همکارانو د کالو ډیزاینونه د سږ کال په جون میاشت کې د ایټالیا د میلان ښار په یوه نندارتون کې وړاندې شول.

XS
SM
MD
LG