د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د مالدیف پولیسو د افغانستان او سوریې لپاره د داعش یو جلبوونکی نیولی


ارشیف
ارشیف

د مالدیف پولیسو ویلي چې یو مشکوک وګړي نیول شوی چې د امریکا د متحدو ایالاتو په باور، په مالدیف کې یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته د وسله والو د استخدام کار کاوه.

نیول شوی مشکوک وګړی محمد امین نومېږي، ۳۵ کلن او د مالدیف دی.

د مالدیف پولیسو پرون د اکټوبر په ۲۴مه وویل چې دا مشکوک وګړی د چهارشنبې په ورځ د مشکوکو ترورېستي فعالیتونو د ترسره کولو په تور ونیول شو.

داسې ادعا شوې چې د محمد امین په نوم نیول شوي وګړي د افغانستان او سوریې لپاره داعش ته د وسله والو جلب وجذب کاوه.

د نیول شوي مشکوک وګړي په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

امریکايي چارواکو تېره میاشت د مالدیف دا وګړی د بهرنیو ترورېستانو په ډله کې د داعش د خراسان د څانګې د مشر په توګه پېژندلی و.

د رپوټونو پر اساس، د داعش د خراسان څانګه په افغانستان او پاکستان کې فعاله ده.

د فرانسې خبری اژانس د مالدیف د کورنیو رسنیو په حواله لیکلي چې محمد امین له لومړیو افراطي وسله والو و چې د داعش په لیکو کې د جنګ لپاره سوریې ته تللی و.

خو هغه اوس په مالدیف کې د افغانستان د جګړې لپاره د وسله والو په جلب او جذب لګیا و.

د رپوټونو پر اساس، نیول شوی مشکوک وګړی په دې هم تورن دی چې په ۲۰۰۷ میلادي کال کې یې د مالدیف په پلازمېنه کې د سلطانه په نوم پارک کې په چاودنه کې لاس درلود.

هغه مهال په چاودنه کې یو شمېر بهرني سیلانیان خوږ شوي وو.

باور پردې دی چې د مالدیف ۱۶۰ وسله وال په سوریه کې په هغو توقیف ځایونو کې پراته دي چې د داعش د وسله والو لپاره جوړ شوي دي.

مالدیف د هند په سمندر کې پروت او له لویو او کوچنیو ټاپوګانو جوړ هېواد دی.

په مالدیف کې ۳۴۰ زره وګړي ژوند کوي او ټول سني مسلمانان دي.

د دې کوچني هېواد د عوایدو اساسي منبع بهرني سیلانیان دي چې د تفرېح لپاره ورځي.

XS
SM
MD
LG