د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

ترکیه: سوریه کې له اوسنۍ سیمې بهر د کرد جنګیالیو پرضد د عملیاتو اړتیا نشته


ترکیې ویلي، امریکا متحده ایالتونو انقرې ته معلومات ورکړی چې کُرد ملیشې د سوریې د شمال له سرحدي سیمو وتلي دي.
ترکیې ویلي، امریکا متحده ایالتونو انقرې ته معلومات ورکړی چې کُرد ملیشې د سوریې د شمال له سرحدي سیمو وتلي دي.

ترکیې اعلان کړی د سوریې په شمال ختیځ کې د عملیاتو له اوسنۍ ساحې څخه دباندې د کرد ملېشو پر ضد د عملیاتو اړتیا نشته.

د ترکیې دفاع وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوي عملیات نه پیلوي، ځکه امریکا متحده ایالتونو انقرې ته معلومات ورکړی چې کُرد ملیشې د سوریې د شمال له سرحدي سیمو وتلي دي.

پرون د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د روسیې په ساحلي ښار سوچي کې شپږ ساعته غونډه وکړه.

په دې دوه اړخیزه غونډه کې موافقه وشوه چې د سوریې په شمال ختیځ کې ګډې ګزمې وشي او کُرد جنګیالیو ته يې بیا نوی ضرب الاجل ټاکلی چې ټول دې له سيمې ووځي.

دواړو مشرانو وویل چې یو نوی ۱۵۰ ساعته اوربند به له سه شنبه پیل شي چې پر مهال یې باید کرد ځواکونه د ترکيې او سوریې سره له حایلې سیمې ووځي.

د اوربند په خبرو کې د هغې سیمې په اړه بحث وشو چې له پنځو کلونو راهيسي کردانو د امریکايي ځواکونو په ملاتړ له داعش سخت دريځې ډلې څخه نیولي وې او په دې جګړه کې زرګونه کردان ووژل شول.

امريکا تمه لري چې ترکیه او کرد ځواکونه به د سوريې په شمال کې د داعش ډلې هر ډول فعالیت ځپي. دا خبره سوريې ته د امریکا ځانګړي استازي جيمز جیفري د امریکا د سنا د بهرنیو چارو کمېټې ته پرون وکړه.

ده وویل، که کردان او ترکیه له یو بل سره مخامخ کېدو ته اړ ونه ایستل شي، موږ پر دوی تکیه کولای شو چې د داعش پر ضد به جنګيږي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې بهرنيو چارو وزیر سرګي لاوروف تاييد کړه چې ترکيې او روسي ځواکونو په سوريه کې په حایله سیمه کې ګزمې پیل کړي دي.

یوه کرد چارواکي تاييد کړه چې ملېشو یې د امریکا په منځګړيتوب له توافقه سره سم دا سیمه پرېښې ده.

سوريې د ترکيې عملیات غندلي دي او وړانديز يې کړی دی چې له کرد ځواکونو سره متحد کېدای شي.

په داسي حال کې چې امریکا د عراق له لارې د سوريې له شمال لويديځ څخه خپل ځواکونه باسي، د امريکا د دفاع وزیر مارک اسپر په یوه نه اعلان شوي سفر بغداد ته تللی دی.

نن له اسپر سره تر لیدو وروسته د عراق د دفاع وزیر نجاح الشماري اسوشيېټډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې امريکايي ځواکونه له سوریې عراق ته وځي او د څلورو اوونیو دننه به خپل هېواد ته ستانه شي.

شماري وویل چې امريکايي ځواکونه به له عراقه د کویت یا قطر پر لور ځي او بیا وروسته د امريکا پر لور.

اسپر په داسې حال کې عراق ته تللی چې د دغه هېواد پوځ مخکې ویلي وو چې امریکايي ځواکونه اجازه نه لري په عراق کې پاته شي.

اسپر د اکتوبر په دوه ویشتمه نېټه په سعودي عربستان کې ویلي وو چې امريکا ته تر ستنېدو مخکې به امریکايي سرتېري په عراق کې په موقتي توګه پاته شي.

امريکا په عراق کې شااوخوا پنځه زره او دوه سوه سرتېري لري چې د داعش پر ضد د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف برخه دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ روانه مياشت پرېکړه وکړه چې د سوريې له شمال لويدیځ څخه به خپل زر سرتيري باسي.

خو دفاع وزارت وروسته وویل چې واشنګټن غواړي یو شمېر ځواکونه هلته پريږدي چې ډاډ ټر لاسه کړي داعش جګړه ماران په سیمه کې د تېلو له زیرمو ګټه ونه کړي.

XS
SM
MD
LG