د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

د ناټو دفاع وزیران د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په اړه خبرې کوي


د ناټو غړو او ددغه سازمان ملګرو هېوادونو دفاع وزیران به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو او هم په دغه هېواد کې د سولې له بهیر څخه د ملاتړ اعلان وکړي.
د ناټو غړو او ددغه سازمان ملګرو هېوادونو دفاع وزیران به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو او هم په دغه هېواد کې د سولې له بهیر څخه د ملاتړ اعلان وکړي.

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) غړو او ددغه سازمان د ملګرو هېوادونو د دفاع وزیران به د افغانستان له امنیتي ځواکونو او د دغه هېواد د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلان کړي. دوی پنجشنبه او جمعه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې غونډه کوي.

تردې غونډې مخکې د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرز کزالي ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ښکېلو هېوادونو د دفاع وزیران به د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، په دغه هیواد کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر او په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

کزالي زیاته کړه: "د دفاع وزیران به د افغانستان له ماموریت سره هم د ځواکونو او هم یې د تمویل په برخو کې خپلې ژمنې تازه کړي. [هدف دادی چې] د افغانستان امنیتي ځواکونه لا پیاوړي شي او وکولای شي له نړیوال تروریزم سره مبارزه وکړي او هم د یوې تلپاتې سولې ټینګښت ته زمینه برابره کړي."

هغه وویل، که امکان یې وي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات بیا پيل شي، نو د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې به ددغه بهیر هرکلی وشي. "طالبان باید پوه شي چې د جګړې په ډګر کې نشي بریالي کیدای. هغوی باید د خبرو میزته راشي."

د دغې غونډې په درشل کې د ناتو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ (۲۱ اکټوبر) په بروکسل کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.

ښاغلي سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۱مه) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ناټو او شریکان به‌یې د افغانستان ملاتړ او د سولې د توافق لپاره شرایطو ته ژمن پاتې شي.
ښاغلي سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۱مه) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ناټو او شریکان به‌یې د افغانستان ملاتړ او د سولې د توافق لپاره شرایطو ته ژمن پاتې شي.

ښاغلي سټولټنبرګ پر خپلې ټویټرپاڼې ولیکل چې ناټو او شریکان یې له افغانستانه د ملاتړ په دوام سره، یوه سوله ییز جوړجاړي ته لاره هواروي. د امریکا او د طالبانو استازو له نهه پړاو خبرو وروسته د سولې د یوې موافقې لاسلیک ته نږدې شوي وو.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه خبرې په سپټمبر میاشت کې وروسته له هغه لغوه کړې چې د طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول. طالبانو تراوسه د افغانستان له حکومت سره له هرډول مخامخ خبرو ډډه کړې ده.

اوسمهال افغانستان کې د ناټو غوڅ ماموریت په چوکاټ کې ۱۷ زره بهرني پوځیان حضور لري. د دغه ماموریت اصلي مرکز په کابل کې دی او څلور نور مرکزونه یې په بلخ، هرات، کندهاراو لغمان کې دي.

ناټو د ۲۰۱۸ کال دجولای په غونډه کې ویلي و چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تمویلوي.

د ناټو یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مالي تمویل په برخه کې په کال کې پنځه ملیارډ ډالرو ته اړتیا ده. متحده ایالات او د ناټو نورغړي او شریکان یې دغه پیسې برابروي.

اوسمهال افغانستان کې د ناټو غوڅ ماموریت په چوکاټ کې ۱۷ زره بهرني پوځیان حضور لري.
اوسمهال افغانستان کې د ناټو غوڅ ماموریت په چوکاټ کې ۱۷ زره بهرني پوځیان حضور لري.

د ناټو او په افغانستان کې د ناتو په ماموریت کې د ښکېلو هېوادونو د دفاع وزیران، په داسې حال کې غونډه کوي چې خلک د افغانستان د میزان ۶مې ولسمشرۍ انتخاباتو نتیجې ته سترګې په لار دي.

پیرز کزالي وویل، د انتخاباتو شفافیت او اعتبار د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره مهم دی.

هغه زیاته کړه: "اوس ډېره مهه ده چې ټول لوري له حوصلې کار واخلي. پوهیږو چې د نتیجې اعلان وخت نیسي. خو مهمه ده چې د افغانستان انتخاباتي کمیسیونونه وخت او فرصت ولري چې د رایو د شمېرلو، د شکایتونو د څیړنې او د نتایجو د اعلان لپاره خپل کارونه سرته ورسوي."

تردې مخکې جګپوړو امریکایي چارواکو هم د انتخاباتو پر شفافیت او د انتخاباتو پر باوري بهیر ټینګارکړی و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره (یوناما) وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو په ورځ د طالبانو په حملو کې ۲۸ ملکیان ووژل شول.

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې، د روان کال په تېرو نهو میاشتو کې له ۲۵۰۰ څخه ډیر ملکیان وژل شوي.

XS
SM
MD
LG