د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

د سوریې شمال ختیځ کې د ترکیې او کرد جنګیالیو اوربند تمدید شو


د مسکو او انقرې ترمنځ د شوې موافقې له مخې کردان باید د دیرشو کیلومترو په عرض سیمه له ترکیې سره د پولې په اوږدو تخلیه کړي.
د مسکو او انقرې ترمنځ د شوې موافقې له مخې کردان باید د دیرشو کیلومترو په عرض سیمه له ترکیې سره د پولې په اوږدو تخلیه کړي.

د روسیې په منځګړیتوب د سوریې د شمال ختیځ په کرد مېشتو سیمو کې د ترکیې او کرد جنګیالیو ترمنځ اوربند د نږدې یوې اونۍ لپاره تمدید شو.

پرون داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښایي نن ترکیه د سوریې دننه پر کردانو پراخې حملې وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې مهمه موافقه کړې ده چې له مخې به یې د سوریې په شمال ختیځه سیمه کې پوځي ګزمې پیل کړي.

دا موافقه پرون د تورې بحیرې په سوچي استراحت ځای کې د دواړو مشرانو د کتنې پرمهال وشوه.

ښاغلي پوتین وویل: "سوریه باید د بهرنیو غیرقانوني وسله والو له موجودیته ازاده شي."

د روسيي او ترکیي چارواکو ویلي چې د امریکا په منځګړیتوب د سوریې دننه د کردانو په سیمه کې پنځه ورځنی اوربند چې پرون ناوخته پای ته ورسید، د نږدې یوې اونۍ لپاره تمدید شوی دی.

د روسیې او ترکیې د مشرانو غونډې په سوچي کې پنځه ساعته دوام وکړ. تر لیدنې کتنې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف رسنیو ته د شوې موافقې په اړه وویل:

"د روسیې او سوریې پوځي واحدونه به د کردي وسله والو وتلو ته زمینه برابروي او د دوی وسلې باید د سوریې او ترکیې له ګډې پولې د سوریې دننه دیرش کیلومتره لرې وي. دا هڅې باید د چهارشنبه د شپې له دولس بجو وروسته په یوسل او پنځوس ساعتونو کې بشپړې شي."

د ترکیې او روسیې ولسمشرانو پرون د تورې بحیرې په سوچي استراحت ځای کې د کتنې پرمهال د سوریې شمال کې د اوربند دغه موافقه وکړه.
د ترکیې او روسیې ولسمشرانو پرون د تورې بحیرې په سوچي استراحت ځای کې د کتنې پرمهال د سوریې شمال کې د اوربند دغه موافقه وکړه.

د ماسکو او انقرې د موافقې له مخې، سر له سبا د روسیې او سوریې سرتیرې له ترکیې سره د پولې امنیت د سوریې لور ته ساتي او ترکي ځواکونه به خپل لور ته د روسانو په همغږۍ امنیت تامینوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، تمه ده چې د (وای پي جي) په نوم د سوریې کردي وسله وال د منبج او تل رفعت له ښارونو هم ووځي.

انقره له کردانو غواړي چې د دیرش کیلومترو په عرض سیمه له ترکیې سره د پولې په اوږدو تخلیه کړي.

XS
SM
MD
LG