د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

د هسکې مېنې قومي مشر: د قربانیانو ۴۰ یې تنکي ځوانان او ماشومان دي


ارشیف
ارشیف

د هسکې مېنې د جودرې په جومات کې د جمعې د ورځې د چاودنې د یو شمېر قربانیانو جسدونه نن خاورو ته وسپارل شول.

د سیمې یو قومي مشر ملک ستار وايي، ۶۴ کسان وژل شوي، خو دا چې د یو شمېر ټپیانو وضیعت ښه نه دی، ښايي د مړو شمېر زیات شي.

د جمعې د لمانځه پر مهال د شوې دې چاودنې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

په سیمه کې له څو کلونو راهیسې داعش وسله وال فعال دي او تر دې مخکې یې د دې سیمې خلکو ته په یو لیک کې خبرداری ورکړی و چې پر حکومت دې فشار راوړي څو د داعش تر واک لاندې سیمو ته تړلې لاره د خوراکي توکو لپاره پرانیزي.

د دې سیمې خلک چې وايي، لا دمخه پرې داعش وسله والو اوبه بندې کړې وې او فصلونه یې له تندې سوځیدلي وو، پرونۍ پېښې په شدت دردولي دي.

زما همکار اجمل اند د سیمې له یو قومي مشر ملک ستار سره د پېښې د څرنګوالي په اړه مرکه کړې.

د مرکې په پیل کې له ملک ستاره پوښتل شوي چې د جومات په پرونۍ چاودنه کې دقیقاً څومره کسان وژل شوي او څومره کسان ټپیان دي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG