د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ یو لوړ رتبه پلاوی ترکیې ته لېږي او له انقرې غواړي چې د سوریې په شمال کې "ژر تر ژره" اوربند وکړي.
ترکیې ته د تګ لپاره په برابر شوي پلاوي کې د امریکا د جمهور رئیس مرستیال، د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار شامل دي.
د امریکا د جمهور رئيس مرستیال، مایک پنس د اکټوبر په ۱۵مه ویلي و چې ترکیې ته روان دی او هلته به له جمهور رئیس رجب طیب اردوغان سره وګوري. پنس ویلي و چې له اردوغان سره په کتنه کې به د سوریې په شمال کې پر اوربند او د یوه توافق لپاره پر مذاکرو ټینګار وکړي.
خو په هغه ورځ، د ترکیې جمهور رئيس وویل چې "هېڅکله" به د اوربند امر ونهکړي.
د یادونې وړ ده چې مایک پنس نن د اکټوبر ۱۷مه، ښوولې وه چې په انقره کې به له ولسمشر رجب طیب اردغان سره ګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو پرون د امریکا له فاکس ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې دی او مایک پنس له اردوغان سره خبرې کوي.
- روسیه: نهپرېږدو چې د ترکیې او سوریې پوځیان سره جګړه وکړي
- ډونالد ټرمپ له ترکیې غوښتي چې "د سوریې یرغل" سمدستي پای ته ورسوي
- د سوریې شمال کې د ترکیې پوځي عملیات؛ کردانو بشار اسد سره لاس یو کړ
خو فاکس نیوز وروسته خبر ورکړ چې اردوغان له امریکايي پلاوي سره کتنه رد کړه.
د ترکیې جمهور رئيس، د اکټوبر په نهمه اعلان وکړ چې انقره د سوریې په شمالي سیمو کې پوځي عملیات کوي.
د ترکیې دا کار په نړیواله کچه وغندل شو.
اردوغان دې عملیاتو ته د سولې چینه نوم ورکړ او ویېویل د سوریې په شمال کې د داعش وسلهوال او کرد ملېشه ځواکونه به وځپل شي.
د ترکیې حکومت هغو کردانو ته چې د سوريې په شمالي سیمو کې یې د اسلامي دولت وسلهوالو یا داعش پر ضد په عملیاتو کې له امریکا سره همکاري کوله، د ترورېستانو په سترګه ګوري.
رجب طب اردوغان پرون بیا د خپل پارلمان غړو ته وویل چې "ځیني رهبران شته چې د منځګړیتوب هڅې کوي، خو د ترکیې د جمهوریت په تاریخ کې داسې نهدي شوي چې یو برحاله دولت له یوه ترورېست سازمان سره پر یوه مېز کېني."
د ترکیې ولسمشر پارلمان ته په وینا کې زیاته کړه چې "ترورېستانو ته زموږ وړاندیز دا دی چې همدا اوس وسلې واچوي او له خپلو پناه ځایونو راووځي."
"د سوریې له شماله وتونکي امریکایي سرتېري به منځنی ختیځ کې پاتې شي"
دا په داسې حال کې ده چې د کرملېن ویاند، دمیتري پسکوف د سې شنبې په ورځ (اکټوبر ۱۵مه) وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترکیې له ولسمشر سره خبرې کړي او هغه تهیې د ورتګ بلنه ورکړې ده.
پسکوف وویل چې پوتین به له اردوغان سره د سوریې د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
د کرملېن ویاند وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پوتین بلنه منلې ده.
روسیه د سوریې د ولسمشر بشاراسد له مهمو متحدانو ده. روسیه له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې په سوریه کې پوځیان لري.