د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

ډیپلومات: ایا ډموکراسي په افغانستان کې په مړه کېدو ده؟


ډیپلومات:

ایا ډموکراسي په افغانستان کې په مړه کېدو ده؟

ډیپلومات خپرونې تر دې سرلیک لاندې د یوه مطلب په سرټکو کې کښلي، د ولسمشرۍ وروستي انتخابات او ورسره د حکومت ډېرې ناکامۍ په افغانستان کې د ډموکراسۍ د مړینې د جدي خطر نښې څرګندوي.

د مطلب لیکوال جمعه خان رهیاب د افغانستان د ولسمشرۍ د سپټمبر د ۲۸ مې نېټې انتخاباتو ته په اشاره لیکي، افغانستان له ۲۰۰۱ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره داسې انتخابات تجربه کړل چې د مخکنیو هغو په نسبت پکې د خلکو ګډون ډېر کم و.

پر دې سربېره چې ایا دغه د خلکو کم ګډون به د راتلونکي ولسمشر د کافي مشروعیت مسئله یقیني کړي، افغانانو ته هغه مهم حقیقت ور په یادوي چې دوی ډېره جدي اړتیا لري چې په خپل هېواد کې پر ډموکراتیکې پروسې بیا فکر وکړي.

د لیکوال په باور، دا تصادفي نه وه چې کمو رأی ورکوونکو خپلې رأیې استعمال کړي، بلکې دا باید ومنل شي چې د خلکو د دغه کم ګډون ترشا نور عوامل پراته دي او خلک له اوږدې مودې راهیسې په تېره بیا د تېرو د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو له وخته نا راضه دي.

په ټوله کې په تېرو پنځو کلونو کې د ملي یووالي د حکومت د اجراتو نتیجه دا وه چې فساد په دې هېواد کې عام دی، بېوزلي زیاته شوې، ناامني دوام لري، د قانون واکمني کمزورې شوې او تر هر څه مهم غیر ډموکراتیکو شیوو ته مخه شوې ده.

د لیکوال په باور، دا ټول د دې سبب شوي چې پر حکومت او ډموکراتیکو ادارو د خلکو باور کم شي.

لیکوال وړاندې د هغه یوه کتاب یادونه کوي چې د سړې جګړې په پای کې د جنرالانو او پوځیانو له خوا نه بلکې د ډموکراتیکو حکومتونو له خوا د ډموکراسۍ مړینې ته پکې ژوره کتنه شوې.

ویل شوي چې د نننۍ ډموکراسۍ یو په شاتګ د رأیو له صندوقونو پیلېږي نه واټونو ته د ټانکونو په راوتلو سره.

د لیکوال په باور، د همدې حقیقت په رڼا کې ښایي دا استدلال پر ځای او مناسب وي چې وویل شي، د افغانانو دغه نوې ټوکېدلې ډموکراسۍ د منتخب حکومت له امله کمزورې شوې او داچې اوس مړینې ته نږدې ده، علت یې همدغه د ملي یووالي حکومت دی.

دي هیل:

امریکایۍ دي هیل ورځپاڼې د هغه امریکایي پوځي په اړه چې په افغانستان کې د یوه افغان بم جوړوونکي پر وژلو تورن دی، یوه لیکنه خپره کړې.

دي هیل لیکي، ولسمشر ټرمپ وایي، سپینه ماڼۍ به د جګړن ماتیو ګولسټین چې د مېړانې په خاطر یو مډال هم ورکړل شوی و، پر قضیې غور وکړي.

هغه تورن دی چې په افغانستان کې د خدمت پرمهال یې یو افغان بم جوړوونکی وژلی دی.

ټرمپ د شنبې په ورځ په یوه ټویټر کې ولیکل چې سپینې ماڼۍ اوس پر دغې قضیې څېړنه پیل کړې او زیاته یې کړه چې موږ خپلو پوځیانو ته روزنه ورکوو چې ماشینونه له منځه یوسي او کله چې دا کار کوي بیا یې محاکمه کوو.

دي هیل لیکي، کله چې پر جګړن ګولسټین دا تور پورې شو، د میړانې مډال بېرته ترې واخیستل شو او پوځي محاکمه یې تراوسه روانه ده.

XS
SM
MD
LG