د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

ډیفنس پوسټ: د ملګرو ملتونو تازه راپور امریکا ژوره اندېښمنه کړې


د لوېدیځ یو شمېر چاپي رسنیو د ملګرو ملتونو د تازه راپور په اړه لیکنې خپرې کړي دي.

په دې راپور کې ملګري ملتونه څرګندوي چې د مې په میاشت کې لسګونه ملکیان د افغانستان په لوېدیځ کې د بمبارۍ په ترڅ کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتو دفتر یوناما د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د مې په پنځمه امریکایي ځواکونو په فراه کې لږترلږه دېرش ملکیان وژلي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز په دې اړه لیکي، د نږدې پنځو میاشتو مخکې دې پېښې په اړه د نظر اختلاف شته.

واشنګټن وایي، وروسته له دقیقې ارزونې په فراه کې هوایي برید وشو، خو ملګري ملتونه وایي چې په نښه شوې سیمې په بشپړه توګه د طالبانو ترلاس لاندې نه وې.

امریکایي ځواکونو د افغان ځواکونو په همغږۍ په مې میاشت کې په فراه او نیمروز کې تر ۶۰ ډېرې حملې کړي او هدف یې د طالبانو د مخدره موادو د تولید مرکزونه و.

نیویارک ټایمز د امریکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي په وینا چې د نوم له اخیستو یې ډډه کړې ده، لیکي چې د مخدر موادو د لابراتوارونو او مرکزونو عواید د افغانستان په یو شمېر سیمو کې په مستقیم ډول د طالبانو سره قطعه تمویلوي.

د ورځپاڼې په باور، پر دې سربېره چې د جګړې په ډګر کې د امریکایي ځواکونو شمېر کم شوی دی، خو د هوایي بریدونو لپاره د یوې سیمې وضعیت ډېر دقیق څېړل کېږي.

ډیفنس پوسټ:

ډیفنس پوسټ خپرونې هم د ملګرو ملتونو تازه راپور ته په اشارې لیکي چې دې راپور د امریکا متحده ایالتونه ژور اندېښمن کړي دي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لیجیټ ډیفنس پوسټ ته ویلي دي چې یوناما په دې راپور کې تر ډېره په انټرنټ کې د طالبانو پر تبلیغاتي پاڼو تکیه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دا راپور یوه ورځ وروسته تر دې خپور شو چې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده د شبکې د مشر د وژلو خبر خپور شو.

ډیفنس پوسټ لیکي، تېره میاشت هم ادعا شوې وه چې په هلمند کې ۴۰ ملکیان وژل شوي دي، خو د روانې سې شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت ریاست خبر ورکړ چې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده مشر عمر عاصم له خپلو نورو شپږو ملګرو سره په همدې عملیاتو کې وژل شوی دی.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې طالبانو د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رأی ورکولو په ورځ وار له مخه خبرداری ورکړی و چې پراخ بریدونه به وکړي، خو د تلې په شپږمه چې کله رأی اچول پای ته ورسېدل، افغان چارواکو او ملکیانو د راحت ساه وایسته.

واشنګټن پوسټ لیکي، د رأی ورکولو په ورځ طالبانو تر ۲۰۰ ډېرې حملې وکړې، خو دا بریدونه واړه او تیت او پرک وو.

د ورځپاڼې په باور، په نسبي ډول د انتخاباتو ارامه ورځ د افغانستان پوځیانو او پولیسو ته یو بېساری بریالیتوب و، خو یو شمېر افغان امنیتي چارواکي په دې نظر دي چې داسې بریاوې په اسانۍ نه شي ترلاسه کېدای، ځکه چې که پراخ عملیات هره ورځ وشي، د خلکو ورځنی ژوند ورسره په ټپه درېږي.

XS
SM
MD
LG