د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۷

ولسمشر غني په هلمند کې وروستي پوځي عملیات ستایلي


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس په هلمند کې د وروستیو پوځي عملیات چې د القاعده شبکې یو بهرنی مشر په کې وژل شوی دی، ستایلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د اکټوبر په اتمه تأیید کړه چې د اسیا د جنوب لپاره د القاعده شبکې قوماندان عاصم عمر د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

ولسمشر غني پرون د اکټوبر په نهمه په ارګ کې غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې په پوځي عملیاتو کې د القاعده شبکې د نامتو قوماندانانو وژل کېدل ثابتوي چې القاعده په دې هېواد کې فعاله ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني په حواله لیکل شوي چې له دې انکار نه شي کېدی چې وسله وال طالبان له القاعده شبکې سره ارتباط لري.

XS
SM
MD
LG