د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۴۸

د یوې فدرالي محکمې څارنوالان په جرمني کې د وروستۍ حملې څېړنه کوي


په جرمني کې د ترورېزم ضد فدرالي محکمې څارنوالانو د هغه هېواد په هالې ښار کې د وروستۍ حملې په اړه د تحقیق مسؤلیت اخیستی دی.

دا ښار ګوټی د جرمني په ختيځ کې دی.

هلته پرون د اکټوبر په نهمه په وسله واله حمله کې دوه تنه ووژل شول او دوه نور زخمیان شوي وو.

د پېښې په تړاو یو وګړی نیول شوی دی.

د جرمني پولیسو ویلي چې دوه نور حمله کوونکي له سیمې تښتېدلي دي.

د عیني شاهدانو او سیمه ییزو رسنیو په حواله، حمله د یهودوانو په یوه کنیسه کې چې د یوم کپور مذهبي مراسم پکې ترسره کېدل، شوې ده.

XS
SM
MD
LG