د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

عراق کې د حکومت ضد مظاهرو پنځمه ورځ؛ تراوسه ۴۲ تنه وژل شوي


عراقي لاریون کوونکي وايي، د فساد، بې کارۍ، ناڅیزو عامه خدمتونو، د برېښنا دوامداره پرچاوۍ او د اوبو کمښت اړل کړل چې سړکونو ته ووځي او خپل غږ پورته کړي.
عراقي لاریون کوونکي وايي، د فساد، بې کارۍ، ناڅیزو عامه خدمتونو، د برېښنا دوامداره پرچاوۍ او د اوبو کمښت اړل کړل چې سړکونو ته ووځي او خپل غږ پورته کړي.

د عراق په پلازمېنه بغداد او څو نورو ښارونو کې د حکومت ضد مظاهرې نن پنځمې ورځې ته رسېږي. په دغو لاریونونو کې چې له تېرې سه شنبه (اکتوبر لومړۍ) روانې دي، تراوسه د ۴۲ کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي ویلي چې د مظاهره چیانو مشروع غوښتنې به ومنل شي.

په عراق کې نن شنبه د مظاهرو پنځمه ورځ داسې وخت پیلیږي چې پرون هم د مظاهره چیانو او پولیسو تر منځ نښتې وشوې.

د رپوټونو پر بنسټ پوځیانو پرهغو مظاهره چیانو ډزې وکړې چې غوښتل یې د بغداد ښار تړل شوي التحریر میدان ته ځانونه ورسوي.

فساد، بې کاري، ناڅیزه عامه خدمتونه، د برېښنا دوامداره پرچاوۍ او د اوبو کمښت هغه دلایل دي چې د مظاهره کوونکوو په خبره دوی یې اړ کړل سړکونو ته ووځي او خپل غږ پورته کړي. لاریون لومړی په بغداد کې پيل شو او وروسته جنوبي ښارونو کې ته وغځېد.

په بغداد کې یوه مظاهره چي پرون رویټرز اژانس ته وویل: "د صدریستانو خوځښت (د شیعه رهبر مقتدا صدر سیاسي ډله) له موږ ملاتړ ونه کړ، حکومت هم له موږ سره همکاري ونه کړه. یواځې د خدای په هیله ناست یو. کور نه لرم. له پوهنتونه فارغ یم پنځه ژبې مې زده دي، خو بیا هم هیڅ ګټه وټه نه لرم. له کوم ګوند سره نه یو تړلي< یواځې د خلکو په استازیتوب غږیږو."

تر اوسه پورې په عراق کې د پراخو مظاهرو پر مهال د ۴۲ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

ویل کیږي چې یواځې پرون له نامعلوم لوري د توغول شویو مرمیو په نتیجه کې دوه پولیس او دوه ملکیان ووژل شول.

فساد، بې کاري، ناڅیزه عامه خدمتونه، د برېښنا دوامداره پرچاوۍ او د اوبو کمښت هغه دلایل دي چې د مظاهره کوونکوو په خبره دوی یې اړ کړل سړکونو ته ووځي او خپل غږ پورته کړي.
فساد، بې کاري، ناڅیزه عامه خدمتونه، د برېښنا دوامداره پرچاوۍ او د اوبو کمښت هغه دلایل دي چې د مظاهره کوونکوو په خبره دوی یې اړ کړل سړکونو ته ووځي او خپل غږ پورته کړي.

د رپوټونو له مخې په ځینو سیمو کې پولیسو له دولتي ودانیو د مظاهره چیانو د لرې ساتلو لپاره له اوښکي بهوونکي ګاز، اوبو، ربړي مرمیو او وسلو استفاده کړې ده.

اخوا د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي په یوه ټلویزیون بیان کې ژمنه وکړه چې د مظاهره چیانو مشروع غوښتنې به ومنل شي.

هغه وویل: "زه ټینګار کوم چې ستاسو غږ مخکې له دې چې پورته یې کړئ اوریدل شوی، موږ پوهیږو چې له فساد سره د مبارزې، د کاروبار لټولو، ځوانانو ته د پاملرنې او د اصلاحاتو د راوړلو په برخه کې ستاسو غوښتنې مناسبې دي. کومې اندېښنې چې تاسو یې مطرح کوئ زموږ لپاره هم لومړیتوب لري او د تاسو ټولو مشروع غوښتنو ته به ځواب ووایو."

ورته وخت کي د عراق یوه مهم شیعه مشر ایت الله علي السیستاني له حکومت او مظاهره چیانو غوښتي چې ژر تر ژره له تاوتریخوالي لاس واخلي.

سیستانيِ؛ چارواکي د اصلاحاتو په راوستلو او د فساد په ورکولو کې ناکامه بللي او له دولته یې غوښتي چې خلکو ته د اسانتیاوو په راوړلو کې خپلې دندې سرته ورسوي.

XS
SM
MD
LG