د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۳۴

په عراق کې حکومت ضد مظاهرو د درېیمې ورځې لپاره دوام وکړ


د عراق مظاهرې

په عراق کې د حکومت له‌خوا اعلان شوي ګرځ‌بندیز سره سره نن حکومت ضد مظاهرو د درېیمې پرله‌پسې ورځې لپاره دوام وکړ.

دا ګرځ‌بندیز په بغداد او د هېواد په څو جنوبي ښارونو کې لګول شوی دی.

روغتیایي چارواکو وویل، تېره شپه ۱۰ کسه د هېواد په جنوب کی ووژل شول چې په دې سره د درېیو ورځو مظاهرو په ترځ کې د مړو شمېر ۱۹ کسانو ته لوړ شو او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د عراق د مظاهرو یو انځور
د عراق د مظاهرو یو انځور

چارواکو وویل، تېره شپه پنځه کسه په عماره ښار او پنځه نور په ناصریه ښار کې ووژل شول.

دوی وویل، په ناصریه ښار کې له پنځو وژل شویو کسانو څخه یو پولیس و.

دغو چارواکو وویل چې د نن ورځې په مظاهرو کې ۴۵ کسان ټپیان شول چې ځیني یې په ربړي ګولیو لګېدلي دي.

بل‌خوا یو عراقي چارواکي وویل چې حکومت په بغداد او څو جنوبي ښارونو کې د خونړیو مظاهرو او ناکراریو له کبله د ایران لوري ته یوه سرحدي لاره وتړله.

په دیاله ولایت کې د خسرو سرحدي لاره به تر ثاني امر پورې تړل شوې وي.

د ایران دولتي ټلوېزیون وویل چې دغه سرحدي لار په عراق کې د ناکراریو له امله تړل شوې ده.

د عراق د مظاهرو یو انځور
د عراق د مظاهرو یو انځور

امنیتي ځواکونو د مظاهرچیانو د تیتولو لپاره ډزې کړي او له اوښکې بهوونکي ګاز او ربړي مرمیو څخه یې هم کار اخیستی.

دغه غوصه ناک مظاهرچیان په اداري فساد، بېکارۍ او د برېښنا او اوبو رسولو پر کمزورو خدماتو د اعتراض لپاره سړکونو ته راوتلي دي.

دغه مظاهرې د صدراعظم عادل المهدي د حکومت په وړاندې چې یو کال مخکې واک ته رسېدلی، لومړنی کورنی ګواښ ګڼل کېږي.

رپوټونه وايي چې په عراق کې انټرنټ ته لاسرسی پرې شوی دی.

خلک پرته له کردستانه په ټول عراق کې فېسبوک، واټس اپ او انسټاګرام ته لاسرسی نه لري.

XS
SM
MD
LG