د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۱۹

د ایران شورای نګهبان د هغه هېواد د تابعیت په قانون کې نوی تعدیل منلی


د ایران شورای نګهبان د هغه هېواد د تابعیت په قانون کې نوی تعدیل منلی چې پر اساس‌یې ایرانيو میندو ته اجازه ورکول کېږي چې که‌یې له بهرنیو وګړو سره واده کړی وي، خپلو ماشومانو ته د ایران د تابعیت حق واخلي.

تر دې وړاندې هغو ایرانیو ښځو چې له بهرنیانو سره‌یې واده کاوه، اجازه نه‌درلوده چې خپلو ماشومانو ته د ایران د تابعیت غوښتنه وکړي.

د شورای نګهبان ویاند عباس علي کدخدايي پرون د اکټوبر په ۲مه دا خبر اعلان کړ.

د ایران د شورای نګهبان ویاند عباس علي کدخدايي
د ایران د شورای نګهبان ویاند عباس علي کدخدايي

په قانون کې دا تعدیل د ایران پارلمان تقریباً څلور میاشتې مخکې تصویب کړی و.

د ایران د تابعیت په قانون کې دا تعدیل دوه ځلې له شورای نګهبانه رد شوی و.

شورای نګهبان په ایران کې د قانون جوړونې یوه معتبره مرجع ده.

دا شورا په ایران کې د پارلمان له لوري تصویب شوي قوانین له اساسي قانون سره د مطابقت لپاره بیا ګوري او د ویتو حق لري.

د بشري حقونو د څارنې ډلو له ډېرې مودې راهیسې نارې وهلې چې د ایران د تابعیت قانون له تبعیضه ډک دی او زرګونه ماشومان‌یې له قانوني اړخه بې‌برخلیکه کړي دي.

د ایران پارلمان په مې میاشت کې دا تعدیل تصویب کړ.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان هیومن رايټس واچ هغه وخت د پارلمان پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي وو چې ښځې حق لري چې خپل ماشوم ته د خپل هېواد د تابعیت غوښتنه وکړي.

د بشري حقونو د څارنې دې نړیوالې ادارې ویلي وو چې په دې ډول به په ایران کې د ډېرو کوچینانو د تعلیم، روغتیا او کار ستونزې حل شي.

د نوي تعدیل له مخې، هغه ایرانۍ ښځه چې له خارجي نارینه سره‌یې واده کړی وي، یوازې کولای شي چې خپل ماشوم ته تر ۱۸ کلنۍ مخکې د تابعیت حق وغواړي.

خو دا تعدیل باید د ایران د استخباراتو وزارت او همداراز د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ډله تأیید کړي او ډاډ ورکړي چې د قانون عملي کېدل به د ایران ملي امنیت ته ګواښ نه‌پېښوي.

په نیویارک کې د بشري حقونو د څارنې نړیوالې ادارې ویلي چې دا لا نه‌ده څرګنده شوې چې په ایران کې څومره داسې کوچنیان ژوند کوي چې میندې یې ایرانۍ او پلارونه‌یې بهرنیان دي.

خو دا مسئله په وروستیو کلونو کې ډېره لویه شوې، ځکه ډېرو ایرانیو ښځو له هغو افغان نارینه‌وو سره چې په ایران کې اوسېږي، ودونه کړي دي.

داسې اټکل کېږي چې ۳ میلیونه افغانان په ایران کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG