د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

د سریلانکا کرکټ بورډ پر خپلو لوبغاړو د بریدونو معلومات ترلاسه کوي


د سرلنکا د کرکټ لوبغاړی ملېنګا
د سرلنکا د کرکټ لوبغاړی ملېنګا

د سریلانکا کرکټ بورډ داسې خبرداری تر لاسه کړی چې ممکن د دغه هېواد د کرکټ لوبډله له پاکستانه د خپلې راتلونکې لیدنې پر مهال له ترهګریزو حملو سره مخ شي.

د هغه هېواد کرکټ بورډ ویلي چې د سریلانکا د صدراعظم دفتر په دې اړه د اعتبار وړ معلومات ترلاسه کړي دي.

د سریلانکا کرکټ بورډ هېواد ته د خپلې کرکټ لوبډلې د سفر د لغوه کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته یې کړه چې د پاکستان له حکومته غواړي چې امنیتي وضعیت یو ځل بیا وڅېړي.

د پاکستان کرکټ بورډ بیا ویلي چې سریلانکايي لوبډلې ته د ګواښ په اړه یې کوم معلومات نه دي ترلاسه کړي، خو د دغې لوبډلې د امنیت خوندیتوب ته ژمن دی.

د ۲۰۰۹ کال په مارچ میاشت کې په لاهور کې د سریلانکا پر لوبډلې په حمله کې د یادې لوبډلې شپږ لوبغاړي ټپیان شول.

دغه شان شپږ پاکستاني پولیس او دوه ملکیان په کې ووژل شول.

ټاکل شوې چې د سریلانکا او پاکستان ترمنځ شپږ یو ورځنۍ او شپږ شل اوریزه سیالۍ د روانې سپتمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه پیل شي.

XS
SM
MD
LG