د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته به د سیمې هېوادونه څه غبرګون وښيي؟


انټرنېشنل پالیسي ډایجسټ:

انټرنېشنل پالیسي ډایجسټ خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې ته په اشارې د هغې په وړاندې د روسیې او نورو هېوادونو د دریځ پر څرنګوالي لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې لولو چې د روسیې فدراسیون وايي، د قطر په خبرو کې شاملو خواوو وړاندیز کړی چې روسیه دې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې ضمانت وکړي او په خپله دې هم موافقه لاسلیک کړي.

د دې خپرونې له لیکنې سره سم، طالبانو د چین په شان له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي او په خپله یې هم لاسلیک کړي.

البته د طالبانو هدف څرګند دی، ځکه چې له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته ښايي له دې هېواد سره د امریکا او د هغې د متحدانو مالي مرستې کمې شي او په هغه صورت کې به افغانستان زیاتو مرستو ته اړ وي او ممکن د افغانستان ګاونډي هېوادونه څه نا څه مرسته وکړای شي.

خو لویه پوښتنه دا ده چې ایا له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د روسیې، چین، هند او پاکستان په شان هېوادونه به څه غبرګون وښيي؟

انټرنېشنل پالیسي ډایجسټ خپرونه وايي، وروسته له دې چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما واک ته ورسېد او اعلان یې وکړ چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه ټول پوځیان باسي، د سیمې هېوادونه په دې پوی شول چې د افغانستان له جګړې د امریکا د وتلو لېوالتیا جدي ده او هغوی په دې برخه کې په تیاریو فکر وکړ.

همداراز ولسمشر ټرمپ هم تر انتخاباتو وړاندې په انتخاباتي مبارزو کې ویلي وو چې نور غواړي د خپل هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږد جنګ پای ته ورسوي او خپل هېواد ته د امریکايي پوځیانو د ژر تر ژره بېرته ستنولو غوښتونکی دی، خو د جګړې شرایط د دې سبب شول چې ټرمپ لږ شمېر نور سرتېري افغانستان ته ولېږي او اوس هم د انټرنېشنل پالیسي ډایجسټ د لیکوال په باور، د سیمې هېوادونه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ونلو په اړه ځیني اټکلونه لري، خو دا چې د افغانستان د راتلونکې په اړه به د دوی اټکلونه څومره دقیق وي، د سولې د موافقې له لاسلیکېدو او د دې پروسې له عملي کېدو وروسته به ژر جوت شي.

ډیپلومات:

ډیپلومات خپرونې بیا لیکلي چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د افغانستان موضوع یوه حساسه موضوع ده او داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر هڅه کوي چې خپلو خلکو ته وښيي چې امریکايي پوځیان د خپل تاریخ تر ټولو له اوږدې جګړې خپل هېواد ته راولي.

د ډیپلومات خپرونې د لیکوال په نظر، امریکا باید له بې احتیاطۍ کار وا نه خلي، ځکه چې بې احتیاطي د امریکا ملي امنیت له خطر سره مخامخ کولی شي.

ډیپلومات لیکي، په دې اړه چې د داعش او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو په اوږدو کې د نورو سختدریځو ډلو برخلیک به څه شي او څرنګه به دا ډلې کنټرول شي، پوښتنې شته چې باید ځواب یې ولټول شي.

د ډیپلومات خپرونې د شنونکي په باور، د دې موافقې په ډیپلوماتیکه برخه کې هم ځینې پوښتنې شته؛ لومړی دا چې طالبان هېڅ ډیپلوماتیکه تجربه نه لري، نو په دې برخه کې به څنګه عمل کوي.

د لیکوال په نظر، د دې جوړجاړي په سیاسي برخه کې د افغانستان د حکومت اندېښنه په ځای ده، په سیمه ییز بُعد کې هم ډېرې پوښتنې شته چې البته ځینو پوښتنو ته به د موافقې د بشپړ متن له افشا کېدو وروسته ځوابونه وموندل شي.

XS
SM
MD
LG