د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۳۳

کابل ته له سفر وروسته خلیلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره کتلي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي تېره شپه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر او د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې طالب استازو د ملا برادر په مشرۍ له دغو امریکايي او قطري چارواکو سره د شپې تر دوه نیمو بجو خبرې کړي.

ښاغلي شاهین ویلي چې خبرې ښې وې او د افغانستان د سولې د خبرو په تړاو پکې پرمختګ شوی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

امریکايي چارواکو تراوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

ښاغلی خلیلزاد چې له طالبانو سره د شوې هوکړې د جزیاتو د شریکولو لپاره د تېرې یکشنبې په ورځ ناوخته کابل ته راغلی و، له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله سره تر کتنو او خبرو وروسته د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) بېرته قطر ته لاړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی داسې مهال بیا له طالب استازو سره ګوري چې د افغانستان حکومت د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د شوي توافق پر پایلو اندېښنه وښوده.

XS
SM
MD
LG