د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي، په جلال اباد کې د صفر دوه ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د څلورو وروڼو د وژل کېدلو د قضیې د څېړلو په تړاو د جمعې په ورځ له کابله پلاوی دغه ولایت ته رسېدلی دی.
ښاغلي میاخېل دغه څرګندونې بېګاه شپه د ازادي راډیو له خبریال اجمل تورمان سره په مرکه کې کړي دي.
نوموړی وايي چې د لویې څارنوالۍ د مرستیال جنرال شمس احمدزي په مشرۍ دغه پلاوي خپلې څېړنې پیل کړي چې جزیات به یې وروسته شریک شي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: