د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۷

تېره ورځ د روسیې د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون پر رئیسې برید وشو


د روسیې د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون پر رئیسې د ښاري شوراګانو له جنجالي ټاکنو دوه ورځې مخکې په خپل کور کې برید وشو.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت وايي چې حمله کوونکی د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون د رئیسې الا پام فیلواه کور ته ننوتی او په هغې یې حمله کړې ده.

دا برید د جمعې په ورځ په روسیه کې د ښاري شوراګانو تر ټاکنو دوه ورځې مخکې شوی دی.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت ویاند ایرینا وولک تېره ورځ د دغې حملې په اړه رسنیو ته وویل: حمله کوونکی چې نقاب یې درلود، د کړکۍ له لارې کوټې ته ننوتی دی، په برقي ډڼدې یې د کور په خاوندې برید کړی او بیا تښتېدلی دی، د مسکو په ایسترا سیمه کې د کورنیو چارو وزارت څېړونکي د څېړنو په هدف جنايي دوسیه ترتیب کړې ده.

د روسیې د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون رئیسې الا پام فیلواه د هغه هېواد له ۲۴ ټلویزوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، هیله منده ده چې دا یوه پېښه وي.

دې وویل: لومړی احتمالاً وډاره شوم، خو بیا مې ځان راسم کړ او په ټول توان سره مې ځان چمتو کړ چې هغه ووهم، وروسته له هغې مې یوه چوکۍ راواخیسته او په لوړ اواز مې چېغې کړې، تر دې اندازې چې نور مې نه شول کولی، لنډه دا چې په یو ډول مې وکولی شول چې هغه له کوره وباسم، هغه راڅخه وتښتېد.

الا پام فیلواه ۶۵ کلنه ده.

نوموړې دغه شان په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې یوه ګوته یې دردېدلې او کله چې یې غوښتل د چوکۍ په وسیله د حمله کوونکي په وړاندې مقاومت وکړي، د وجود پوستکی یې ګرېدلی دی.

د نوموړې په خبره، حمله کوونکی ځوان ښکارېده.

سبا یکشنبه به د مسکو په شمول د روسیې په اکثرو سیمو کې خلک په دغو جنجالي تاکنو کې ګډون وکړي.

د مسکو ښاري شورا ۴۵ غړي لري.

د روسیې د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون له خوا د نوماندانو له نوملړه د حکومت د اپوزیسيون د یو شمېر غړو د نومونو تر لېرې کولو وروسته په مسکو کې اعتراضونه هم پیل شوي دي.

روسي چارواکو دغه اعتراضونه چې هره اوونۍ ترسره کېږي، غیر قانوني بللي دي.

پولیسو د دغو اعتراضونو پر مهال ۲۰۰۰ کسان نیولي دي.

دې اعتراضونو کرملین ته سرخوږی جوړ کړی دی.

د روسیې د ښاري شورا انتخابات په هرو پنځو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG