په کابل کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې د ۲۵ بستريز روغتون چارواکي وايي چې له دوی سره اکثريت هغه مېرمنې بسترې دي چې د خپلو مېړونو له خوا په نشو اخته شوې دي.
دا چې دا روغتون د معتادو مېرمنو او ماشومانو لپاره څه ډول امکانات لري او په کومو لارو چارو د معتادينو درملنه کوي، په دې اړه فريد حليمي د دې روغتون له سرپرستې ډاکترې لطيفې حميدي سره مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلې چې دوی د معتادينو لپاره څه ډول روغتيايي امکانات لري؟