د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ وری ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۵۹

د زهرو کاروان

په ننګرهار کې پولیسو پنځوس کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول

په ننګرهار ولایت کې پولیسو په دوو عملیاتو کې پنځوس کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مبارز اتل ازادي راډیو ته وویل، لومړي عملیات چې د سنبلې د میاشتې په لسمه په جلال اباد ښار کې وشول، په نتیجه کې یې (۴۷) کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول.

په دوهمو عملیاتو کې چې په سرخ رود ولسوالۍ کې وشول، په نتيجه کې يې پولیسو (۱۳) کیلو ګرامه چرس ونیول چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل.

د دې موادو د قاچاقو او ساتنې په تور درې تنه هم نیول شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بلخ او بغلان کې څه د پاسه ۱۰ کیلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف

په بلخ او بغلان ولایتونو کې څه د پاسه لس کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل: "په لومړۍ پېښه کې د بغلان پولیسو د حمل د میاشتې په (۱۳) نېټه په پلخمري ښار کې (۹) کیلوګرامه چرس ونیول چې په کرولا موټر کې پټ کړای شوي ول او کابل ته قاچاق کيدل."

او په دومه پېښه کې پولیسو د مزار شریف ښار په اوومه ناحیه کې د استوګنې په یوه کور کې دوه نیم کیلوګرامه چرس ونیول.

ننګرهار کې څه د پاسه ۲۰۰ کیلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف

د ننګرهار ولایت پولیسو په درې جلا جلا پېښو کې څه د پاسه دوه سوه کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د حمل د میاشتې په (۱۳) نېټه پولیسو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې (۱۰۹) کیلوګرامه چرس ونیول چې په کرولا موټر کې پټ کړای شوي و.

دغه ډول پولیسو په دوو نورو عملیاتو کې په جلال اباد ښار کې (۴۳) کیلوګرامه چرس او په بهسودو ولسوالۍ کې (۸۰) کیلوګرامه تاریاک ونیول.

د دې دریو پېښو په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.

د نشه يي موادو د قاچاق په تور ۲۰ تنه عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي

ارشیف

د نشه يي موادو د قاچاقو په تور شل تنه عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادۍ راډیو ته وویل: "امنیتي ځواکونو دا شل کسان په بېلا بېلو ولایتونو کې د (۱۵) پېښو په تړاو له نږدې سل کیلوګرامه نشه يي موادو سره نیولي او د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته یې معرفي کړي دي."

د یادونې وړ ده چې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو په تېرو اوو ورځو کې د نشه يی موادو (۲۶) خرڅوونکي او قاچاق کوونکي له پنځو کالو څخه نیولې بیا تر (۳۰) کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.

د ننګرهار پولیسو ۲۱۶ کیلوګرامه چرس ونیول

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه ۲۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولايت پولیسو د جلال‌اباد ښار په نهمه ناحیه کې ۲۱۶ کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې جلال‌اباد ښار ته‌يې قاچاق کړي.

د دې موادو د قاچاق په تور موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.

جوزجان کې نیول شوي نشه‌یي مواد وسوځول شول

ارشیف، انځور تزئیني بڼه درلوده.

په جوزجان ولایت کې څه د پاسه اته ټنه نشه‌يي مواد وسوځول شول.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: "په تېر یوه کال کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د څه پاسه سلو عملیاتو په نتیجه کې تر اته ټنه ډېر هیروئین، ښیښه، چرس، تاریاک او شراب تر نیولو وروسته سوځول شوي دي."

د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو او ساتنې په تور د عدلي او قضايي مرکز له‌خوا څه د پاسه ۵۰ کسان په جزا باندې محکوم شوي دي.

پولیسو په نیمروز کې يوه اندازه نشه يي مواد او تېزاب ونیول

ارشیف

پولیسو په نیمروز ولایت کې يوه اندازه نشه يي مواد او تېزاب ونیول.

د نیمروز ولایت امنیه قومندان الله داد فدايي ازادۍ راډیو ته وویل، د دې ولایت پولیسو د حوت د میاشتې پر (۲۷) نېټه د دې ولایت په مرکز زرنج پورې اړوندو سیمو کې (۶۰) لېټره تېزاب او دوولس کیلو او (۸۰۰) ګرامه تاریاک ونیول.

د دې موادو د ساتنې او قاچاقو په تور څوک نه دی نیول شوي.

د لوګر پولیسو له ۳۰۰ کیلوګرامه ډېر نشه يي مواد نیولي

ارشیف

د لوګر ولایت پولیسو څه د پاسه درې سوه کیلوګرامه نشه يي مواد نیولي دي.

د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شاهپور احمدزي رسنیو ته وویل، پولیسو د دې ولایت په مرکز پل عالم کې د عملیاتو په نتیجه کې درې سوه کیلوګرامه چرس ونیول.

هغه وویل: "ملي پولیسو د لوګر ولایت په مرکز پورې اړوند آب چکان سیمه کې د عملیاتو په نتیجه کې (۳۱۸) کیلوګرامه بنګ او اومه چرس ونیول. پولیسو د دې عملیاتو پر مهال د نشه يي موادو له جوړوونکو سره تر نیم ساعت وسله والې نښتې وروسته د هغوی دوه کسان هم نیولي دي."

د یادونې وړ ده چې قاچاق کوونکو څو ځله هڅه کړې چې نشه يي مواد له ننګرهار ولایت څخه د لوګر ولایت د مرکز او ولسوالیو له لارې غزني او میدان وردګو ولایتونو ته قاچاق کړي.

ننګرهار کې د نشه يي موادو یوه لويه زېرمه له منځه یوړل شوه

ارشیف

په ننګرهار ولایت کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د نشه يي موادو یوه لويه زېرمه له منځه یووړه.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د پولیسو په همکارۍ په دوربابا ولسوالۍ کې د نشه يي موادو پر یوه ستره زېرمه برید کړی چې په نتیجه کې یې (۸۷) کیلوګرامه چرس، (۳۴) کیلوګرامه تاریاک او دوه میله وسلې هم نیول شوي دي.

خو د دې موادو د ساتنې په تور څوک نه دی نیول شوي.

پولیسو په خوست کې له ۵۰۰ کیلوګرامه ډېر نشه يي مواد او شراب وسوځول

ارشیف

پولیسو په خوست ولایت کې څه د پاسه پنځه سوه کیلوګرامه نشه يي مواد او شراب وسوځول.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د حوت د میاشتې پر (۲۶) نېټه (۱۸۲) کیلوګرامه هیرویین، چرس، تاریاک او (۳۹۴) لېټره شراب تر نیولو وروسته وسوځول.

د دې موادو د قاچاقو په تور نیول شوي کسان د عدلي او قضايي ادارو له خوا په جزا باندې محکوم شوي دي

کابل ښار ته د نشه‌يي موادو د قاچاق مخه نیول شوې

ارشیف، نیول شوي نشه‌يي مواد

د کابل پولیسو په دوو بېلابېلو پېښو کې کابل ښار ته د نشه‌يي موادو او نشه‌يي ګولیو د قاچاق مخه نیولې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل: "په لومړۍ پېښه کې یو تن هغه مهال ونیول شو چې غوښتل‌یې ۱۲ کیلوګرامه چرس د افغانستان له شمال څخه کابل ته قاچاق کړي چې د کابل په شمالي دروازه کې د تلاشۍ پر مهال ونیول شول."

او په دوهمه پېښه کې پولیسو یوولس کیلوګرامه چرس او ۷۰۰ نشه‌يي ګولۍ هغه مهال ونیولې چې دوو تنو د کابل ښار په اتمه او ۱۶مه ناحیه کې پر معتادینو باندې خرڅولې.

ننګرهار کې څه د پاسه ۷۰ کیلوګرامه نشه‌یي مواد ونیول شول

ارشیف، نیول شوي نشه‌یي توکي

د ننګرهار پولیسو څه د پاسه ۷۰ کیلوګرامه نشه‌يي مواد ونیول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل: "د ننګرهار پولیسو په درې جلا جلا پېښو کې په مهمند دره، خوګیاڼو او د جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې ۷۱ کیلوګرامه هیروئین، ښیښه، تاریاک او چرس ونیول او په تور یې ۹ کسان هم نیول شوي دي.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي چې د ننګرهار پولیسو په تېرو درې اوونیو کې ۱۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي مواد او د دې موادو د قاچاقو په تور یې ۳۸ کسان هم نیولي دي.

د نشه‌یي توکو د قاچاق کوونکو پر ضد څه د پاسه ۶۰ عملیات شوي

ارشیف، یو شمېر افغان ځواکونه

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېرو اوو ورځو کې د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو پر ضد څه د پاسه ۶۰ عملیات کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل: "دا عمليات له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې کړي دي. په دې عملیاتو کې څه د پاسه ۶۰ ټنه نشه‌يي مواد نیول شوي او د دې موادو د قاچاقو او ساتنې په تور ۷۵ کسان هم نیول شوي دي. په نیول شویو نشه‌يي موادو کې هیروئین، تاریاک، چرس، ښیښه، الکولي مشروبات او نشه‌يي ګولۍ شاملې دي."

د یادونې وړ ده چې له دې تورنو کسانو سره وسلې هم نیول شوې دي.

نیمروز کې پولیس د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

ارشیف، انځور تزئني بڼه لري.

په نیمروز ولایت کې دوه پولیس د څه د پاسه ۳۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.

د نیمروز ولایت امنیه قوماندان الله داد فدايي ازادي راډیو ته وویل: "دې دوو پولیسو غوښتل چې ۳۲۹ کیلوګرامه تاریاک په کرولا موټر کې له بکوا ولسوالۍ څخه زرنج ښار ته قاچاق کړي چې د تلاشۍ پر مهال ونیول شول.

له دوی سره د پولیسو کارتونه او دوه میله وسلې هم نیول شوې دي.

هرات کې د بنګو د قاچاق مخه نیول شوې

ارشیف، نشه‌يي مواد

د هرات پولیسو د زرګونه کیلوګرامه بنګو د قاچاقو مخه ونیوله.

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو د حوت میاشتې په ۲۰مه نېټه ۵۳۵۵ کیلوګرامه بنګ نیولي چې له هلمند ولایت څخه په یوه موټر کې هرات ته قاچاق کېدل.

د بنګو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.

کابل کې د نږدې ۳۰ کیلوګرامه نشه يي مواد خرڅلاو په تور څو تنه نیول شوي

ارشیف

د کابل ولایت پولیسو څو تنه نیولي چې په کابل ښار کې یې څه د پاسه دېرش کیلوګرامه نشه يي مواد خرڅول.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ازادۍ راډیو ته وویل: "په لومړۍ پېښه کې د حوت د میاشتې پر ۱۳ نېټه د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې درې تنه هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې د نشه يي موادو پر وړو خرڅوونکو باندې ۲۴ کیلوګرامه ښیښه وپلوري."

په دوهمه پېښه کې پولیسو په اتمه او شپاړسمه ناحیه کې ۷۰۰ نشه يي ګولۍ، دوه کیلوګرامه ښیښه او یوولس کیلوګرامه چرس له اوو تورنو کسانو سره نیولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG