د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۸

د قطر د فوټبال لوبډلې افغان لوبډلې ته په شپږو ګولونو ماته ورکړه


د قطر د فوټبال ملي لوبډلې تېره شپه د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته په شپږو ګولونو ماته ورکړه.

دا مسابقه د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام او په ۲۰۲۳ کې د اسیايي ملتونو کپ ته د غوراوي د سیالیو په لړ کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشوه.

د قطر لوبډلې چې د اسیا د فوټبال د اتلولۍ مقام لري، د سیالۍ په لومړۍ نیمايي کې ۴ او په دوهمه کې دوه ګولونه افغانستان ته ورکړل.

افغان لوبغاړو هم د ګول وهلو څو چانسونه لرل، خو د افغانستان د ټیم ګولکیپر ویس عزیزي سره له دې چې ۶ ګولونه یې وخوړل، د ډېرو توپونو مخه ونیوله.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په بله مسابقه کې له بنګله دېش سره مخامخ شي.

افغانستان، قطر، هند، بنګله دېش او عمان په اي ګروپ کې له یو بل سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG