د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۲۵

د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ لوبډلې سبا ټېسټ سیالۍ پیلوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان، اصغر افغان او شهزاد محمدي (د ارشیف انځور)

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې به سبا (پنجشنبه) د چیټاګام په لوبغالي کې لومړنۍ ټېسټ سیالۍ پیل کړي.

دا به د کرکټ د مشهور ستوري راشد خان په کپټانۍ کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لومړۍ سیالۍ هم وي.

افغانستان او بنګله‌دېش تر دې وړاندې ټېسټ سیالۍ نه‌ده کړې.

بنګله‌دېش د ټېسټ لوبو نسبتاً زیاته تجربه لري، خو افغانستان چې په وروستیو دوو کلونو کې د ټېسټ لوبو مقام ترلاسه کړی، تر اوسه یوازې درې ټېسټ سیالۍ کړې دي.

XS
SM
MD
LG